د اسراییلي پوځ مشر: که له حماس سره خبرې ناکامه شوې، د غزې جګړه بیا پیلوو

د اسراییل د پوځ مشر ایال زامیر خبرداری ورکړی، که د یرغملو د خلاصون لپاره له حماس سره روانې خبرې ناکامې شي؛ نو په غزه کې به یو ځل بیا جګړه پیل کړي. نوموړي د خپل پوځ قوماندانانو ته ویلي، چې په غزه کې وضعیت د اوربند په څېر نه‌دی؛ بلکې د عملیاتو حالت بدل شوی دی.