اندونیزیا کې د ښوونځي د نړېدو پېښه؛ د مړو شمېر ۵۰کسانو ته ورسېد او ۱۳ لاهم نادرکه دي

د اندونیزیا د ژغورنې ادارې چارواکو ویلي، د تېرې اونۍ د ښوونځي د نړېدو پېښې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۵۰کسانو ته رسېدلی او د ۱۳ کسانو جسدونه لا هم د نړېدلې ودانۍ لاندې ورک دي. د ژغورنې ډلو د پاتې جسدونو د موندلو هڅې پیل کړې دي.