د کورونو د پېرلو نوې طرحه؛ برېټانیا غواړي د کورونو د پېرلو موده څلورو اونیو ته راکمه کړي

د برېټانیا حکومت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د ملکیت د بازار د پیاوړتیا لپاره به د کور د پېر او پلور پروسه ساده کړي. د حکومت په وینا؛ دغه نوې طرحه کولای شي د کور د پېرلو او پلورلو عادي موده چې اوس شاوخوا پنځه میاشتې وخت نیسي، نږدې څلورو اونیو ته راکمه کړي.