طالبانو د فراه په شیبکوه ولسوالۍ کې څه باندې ۵۰۰کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو پروژه پیل کړه

په فراه کې د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم سرهنګ وایي، د دغه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې یې ۵۳۷کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو برابرېدو پروژه پیل کړې ده. هغه وایي، ټولټال پرې ۸مېلیونه او ۲۰زره افغانۍ لګښت راځي چې راتلونکو څلورو میاشتو کې به بشپړه شي.