• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکايي مرستو له کمښت سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ۵زره کارکوونکي بې‌کاره شوي دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ۵زره کارکوونکي بې‌کاره شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر فیلیپو ګراندي ویلي، د ۱.۳ مېلیارډه ډالرو بودجې له کمښت سره د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالو بیامېشتېدنې او نورو برخو کې پروژې په ټپه درېدلې دي.

له بل پلوه امریکا چې مخکې یې د دغه ادارې ۴۰سلنه بودجه ورکوله؛ له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې د اقتصادي لاملونو کډوالۍ د پناه غوښتنې پر سیسټم فشار ډېر کړی دی.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

جرمني د یوه بل داسې افغان د اېستلو تابیا کړې چې هېڅ جرمي مخینه نه‌لري

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: د امریکا په ځینو ښارونو کې جرمونه له افغانستان څخه هم زیات دي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول شیکاګو کې د جرمونو او تاوتریخوالي کچه له افغانستان څخه هم لوړه ده. هغه زیاته کړې: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو ځایونو ته، حیران به شي چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ دغه څرګندونې د فدرالي مامورینو پر ضد د بریدونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه ګواښ وکړ، چې که څوک د ګډوالۍ د فدرالي ادارې پر مامورینو برید وکړي، له «سختو عواقبو» سره به مخ شي.

هغه وویل: «موږ به دا جوته کړو چې څوک د فدرالي مامورینو پر ضد بریدونه کوي. په شیکاګو کې یوازې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دا ښار د جګړې له ډګر سره ورته شوی دی.»

ټرمپ د شیکاګو د ایالتي او ښاروالۍ چارواکي هم تورن کړل چې د امنیتي وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي. د هغه په وینا، د ښار چارواکي وايي، وضعیت د کنټرول لاندې دی، «خو حقیقت دا دی چې شیکاګو ښايي د نړۍ له ډېرو ښارونو بد وضعیت ولري.»

هغه په امریکا کې د تاوتریخوالي او جرمونو د لوړې کچې په اړه وویل: «تاسو کولی شئ افغانستان ته لاړ شئ، یا نورو جګړه‌ځپلو سیمو ته، حیران به شئ چې په امریکا کې څومره جرمونه کېږي.»

ټرمپ په داسې حال کې د امریکا د تاوتریخوالي وضعیت د افغانستان له حالاتو سره پرتله کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د لسګونو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ورکول کېږي. همداراز، هره ورځ د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ د تعلیم حق، د کار حق او د سیاسي ګډون حق له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو اخیستل شوی او طالبان پر افغانانو بېلابېل بندیزونه لګوي.

اوکرایني چارواکی: زموږ خلک د افغانستان، یمن او فلسطین د خلکو پرتله له ژوند څخه خوند اخلي

۱۵ تله ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۷ GMT+۱
100%

د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم ویلي، چې د جګړې له نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره د اوکراین خلکو لا هم خپله روحیه ساتلې ده او د جګړه‌ځپلو هېوادونو لکه افغانستان، یمن او فلسطین د خلکو په پرتله «له ژوند څخه خوند اخلي.»

کیم د اوکراین له یوې سیمه‌ییزې رسنۍ «هلاوکام» سره په مرکه کې ویلي: «خلکو اوس زده کړې چې جګړه د ورځني ژوند د یوې برخې په توګه ومني. اوس ډېری خلک د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د پخوا په څېر اندېښنه نه لري، بلکې د منلو مرحلې ته رسېدلي دي.»

هغه زیاته کړې: «خلکو ته باید د اوسني وضعیت په اړه روښانه معلومات ورکړل شي، څو پوه شي چې په دې شرایطو کې څه کولی شي او څنګه د خپل هېواد ملاتړ وکړي.»

کیم د خلکو د رواني ستړیا په اړه وویل: «په ۲۰۲۲کال کې خلک له جذبې ډک د پوځ لیکو ته تلل، خو له درې نیمو کلونو جګړې وروسته، دغې ستړیا خپله اغېزه پرېښې ده. اوس باید د وسله‌والو ځواکونو، د هېواد د مشرتابه او ډیپلوماټیکو هڅو پر ملاتړ باور ولرو.»

هغه د منځني ختیځ جګړه‌ځپلو هېوادونو ته په اشارې سره وویل: «خوشبختانه پر موږ پور نشته، زموږ ملي پیسه نه ده راپرځېدلې او د نړۍوالو شریکانو د ملاتړ او د دولت د پالیسیو له برکته مو هېواد لا ژوندی دی. پرتله یې کړئ، افغانستان، یمن یا په فلسطین کې خلک څنګه ژوند کوي؟ بخښنه غواړم، خو موږ لا هم له ژوند څخه خوند اخلو، کنسرتونه، رسټورانټونه او تفریحي فعالیتونه لرو. موږ په رښتیا د شکایت کوم دلیل نه لرو.»

د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر همداراز ویلي، د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د ژوند شرایط توپیر لري؛ د جګړې د لومړۍ کرښې خلک لکه د خرسون اوسېدونکي چې له سختو واقعیتونو سره مخ دي، خو په ارامو ښارونو لکه «ترنوپیل» کې خلک د ورځنیو عادي مسایلو سره ژوند کوي او دا واټن ورځ تر بلې زیاتېږي.

کیم مخکې ویلي و، سره له دې چې میکولاییف د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې دی، خو لا هم فعاله ټولنه لري او د دغه ښار نفوس د روسیې د یرغل تر پیل مخکې زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د میکولاییف سیمه‌ییزه اداره په جنوبي اوکراین کې یو رسمي دولتي ارګان دی، چې د ښار نظامي او ملکي چارې اداره کوي. دا اداره د جګړې له پیل وروسته د ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي له لوري د ګډو پوځي او ملکي چارو د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده.

د اوکراین د میکولاییف د ولایتي ادارې مشر ویټالي کیم دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې څلور کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د افغانستان د خلکو هره خوشحالي د لسګونو بندیزونو په لګولو سره اخیستې ده او زرګونه افغانان اوسمهال د طالبانو د سختدریځيو له امله له هېواد د تېښتې په حال کې دي.

اوچا: زرګونه کونړیان د یخنۍ او لوږې له ګواښونو سره مخ دي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د کونړ د زلزله‌ځپلو خلکو د بېړنیو اړتیاوو په ځانګړي ډول د سرپناه د برابرولو لپاره عاجل اقدام وکړي.

اوچا پر اېکس خواله رسنۍ د اڼدریکا راټواټي کونړ ته د سفر ويډیو خپره کړې، چې وایي: «د ژمي د نږدې کېدو او د بارانونو له پیل سره د کونړ زلزله‌ځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری کورنۍ وايي، چې دوی د ژمي لپاره نه اسباب لري او نه هم د اوسېدو خوندي ځای.»

راټواټي ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له راسېدو دمخه د سرپناه، خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د برابرولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.

د روان کال د اګست پر ۳۱مه د کونړ ولایت په څو ولسوالیو کې زوروره زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې ثبت شوی و.

100%

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ ټپیان شوي دي. همداراز، شاوخوا ۵۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي او په ډېرو سیمو کې ښوونځي، کلینیکونه او د خلکو استوګنځایونه د استعمال وړ نه دي پاتې شوي.

د طبیعي ناورینونو د مدیریت ادارې وایي، د زلزلې له امله د کونړ ولایت په خاص کونړ، نورګل، څوکۍ او چپه دره ولسوالیو کې زیانونه خورا پراخ دي. زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې او د ملګرو ملتونو په وینا، د زرګونو کسانو ژوند د یخنۍ او لوږې له ګواښ سره مخ دی.

جنرال عاصم ملک د ای ایس ای د مشر په توګه خپلې دندې ته ادامه ور کوي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱
100%

دپاکستان امنیتي سرچینو ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ای ایس ای د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ور کوي. عاصم ملک د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر میاشت کې د ای ایس ای مشر ټاکل شوی و او سږ کال تقاعد کېده.

د پاکستان اېکسپریس ټربیون رسنۍ نن دوشنبه، د تلې ۱۴مه، ددغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې جنرال عاصم ملک به خپلې اوسنۍ دندې ته دوام ورکوي.

ملک د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې د جنرال ندیم انجم پر ځای د ای ایس ای مشر وټاکل شو.

د هغه ګومارنه د پاکستان دولتي ټلویزیون (پي ټي وي) له خوا اعلان شوه، په داسې حال کې چې دا ډول لوړ پوړې ګومارنې له دې وړاندې د لومړي وزیر دفتر یا د پوځ د رسنیو څانګې اعلانولې.

له دې وړاندې د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر د کار موده هم دویمې دورې ته غځېدلې ده.

مالیزیا له پاکستان نه د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت حلاله غوښه واردوي

۱۴ تله ۱۴۰۴ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۱
100%

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د مالیزیا د صدراعظم انور ابراهیم د دې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې به یې مالیزیا له پاکستان نه د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت حلاله غوښه واردوي. شریف دا څرګندونې په پوتراجایا کې له خپل مالیزیایي سیال سره له دوه اړخیزو خبرو وروسته وکړې.

شهباز شریف، چې پرون په رسمي سفر مالیزیا ته رسېدلی و، پر ایکس ولیکل، « نن مې په پوتراجایا کې له خپل عزیز ورور صدراعظم انور ابراهیم سره خورا ګټورې خبرې وکړې. موږ د دواړو هېوادونو د تاریخي ملګرتیا د لا پیاوړتیا لپاره د سوداګرۍ، پانګونې، اقلیم، دفاع، تعلیم او سیاحت په برخو کې پراخ بث وکړ».

هغه زیاته کړه چې دواړو د منځني ختیځ او جنوبي اسیا د اوسني وضعیت په ګډون د سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم ژور بحث وکړ.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم له پاکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د پراختیا ژمنه کړې ده.

نوموړي د مالیزیا صدراعظم د دوشنبې په ورځ په کوالالمپور کې د پاکستان-مالیزیا سوداګرۍ او پانګونې کنفرانس ته وویل چې دوی به د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د خصوصي سکتور او تصدیو ملاتړ وکړي.