په ټايلنډ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲کسانو ته لوړ شو

په ټایلنډ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲کسانو ته لوړ شو. ځایي چارواکي وايي، دوی هڅه کوي چې ۳۷۰زره خلکو ته مرستې ورسوي. دغه سېلابونو د ټایلنډ ۱۹ ولایتونه ځپلي دي؛ خو د بانکوک شمال اوتراډېټ او اييوتايا سیمو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.
له بل پلوه مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې، چې سېلاب ځپلو ته مرستې ورسوي.