د غزې په اړه د اسراييل او حماس ترمنځ پر مهمو اختلافي موضوعاتو خبرې روانې دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییل او حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان په اړه په مصر کې نامستقیمې خبرې پیل کړې دي. دغه خبرې له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو وتلو او د حماس تسلیمېدو په اړه دي.