د تایوان ولسمشر: د چین لهخوا د ټایوان نیول به د امریکا ملي ګټې له ګواښ سره مخ کړي

د تایوان ولسمشر لای چینګ ویلي، که چین تایوان ونیسي؛ نو چین به په نړۍواله کچه پياوړی شي او دغه کار به د امریکا ملي ګټې له ګواښ سره مخ کړي. هغه له ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د چین پوځي فعالیتونه وڅاري.
نوموړي زیاته کړه:« د تایوان نیول به چین ته دا توان ورکړي، چې د امریکا په مشرۍ نړۍوال نظم ته ستر ګواښ پېښ کړي.»