طالبان وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې ۱۱ کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۳۵ حقوقي قضیې څېړلې، ۳۴ قومي شخړې یې هوارې کړې او ۱۱ کوډګر یې نیولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۳۵ حقوقي قضیې څېړلې، ۳۴ قومي شخړې یې هوارې کړې او ۱۱ کوډګر یې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې همدا شان راغلي، چې د یاد وزارت محتسبینو ۲۱۳ رواني ناروغان د درمنلې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جی شنکر سره تر لیدنې وروسته له «دیوبند دارلعلوم او مدرسې» نه هم لیدنه وکړي. ټاکل شوې، چې هغه به د هند په اګرا کې له تاج محل نه هم لیدنه وکړي.
امیرخان متقي تېر ماښام ناوخته نوي ډیلي ته رسېدلی او ځايي چارواکو یې هرکلی هم کړی دی. دا د طالبانو په روانه واکمنۍ کې لومړنی چارواکی دی، چې په ښکاره او رسمي توګه هند ته په شپږ ورځني سفر ورغلی. دغه سفر د هند له لوري د طالبانو له حکومت سره د کاري اړیکو د ټینګېدو په لړ کې مهم ګام بلل کېږي. هند پر کابل دغه واکمنه ډله تر اوسه په رسمیت نهده پېژندلې او روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
که څه هم تر اوسه دواړو لوریو په رسمي ډول د دغه سفر په اړه څه نهدي ویلي؛ خو باوري سرچینې وایي، چې متقي له پنځه کسیز پلاوي سره هند ته تللی. په دغه کسانو کې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د متقي ویاند او ځینې نور کسان هم شامل دي.
هندي رسنۍ وایي، د متقي هرکلی د رسمي تشریفاتو له مخې شوی او هغه به د هند د بهرنیو چارو له وزیر جی اېس شنکر سره د «حیدر اباد هاوس» په نوم ودانۍ کې ناسته وکړي. دغه ودانۍ کې د هند لوړپوړي چارواکي له بهرنیو مېلمنو سره ګوري. د هند د بهرنیو چارو وزیر پر ټلېفون له متقي سره خبرې کړې؛ خو دا ځل به په لومړي وار مخامخ ورسره وګوري.
هندي رسنۍ وایي، دغه لیدنه به دواړو لورو ته دا فرصت برابر کړي چې د خپلو اړیکو عمومي وضعیت، په ځانګړې توګه د امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ ضد هڅو په اړه خبرې وکړي.
جمعه د (تلې ۱۹مه) د رسمي لیدنو کتنو اصلي ورځ بلل شوې ده او احتمال شته، چې متقي د هند د ملي امنیت له سلاکار اجېت دووال سره هم وویني.
د طالبانو پلاوی به د افغان زدهکړیالانو، سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې د ورکړې اسانتیا او همدارنګه په هند کې د طالبانو د ډېپلوماټیک حضور د پراخېدو موضوع هم د بحث لپاره وړاندې کوي. متقي به د راتلونکې شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) دیوبند دارلعلوم ته هم ولاړ شي. دا هغه دیني مرکز دی، چې د طالبانو مشران ورته ځانګړی درناوی لري او ځانونه د همدې دیني مدرسې د فکري او درسي مکتب لاروي ګڼي. د طالبانو اکثریت لوړ پوړي غړي په خېبر پښتونخوا کې د «دارلعلوم حقانیه» مدرسې فارغان دي، چې د دیوبند په بڼه جوړه شوې ده.
په ۱۳۴۷کال کې د هند او پاکستان تر بېلتون وړاندې د حقانیه مدرسې بنسټ اېښودونکي مولانا عبدالحق د هند په دیوبند مدرسه کې زدهکړې کړې وې او بیا یې هلته تدریس هم کړی و. د هغه زوی مولانا سمېع الحق چې د «طالبانو پلار» په نوم هم شهرت لري، د همدې مدرسې له لارې پر افغانستان د واکمنو طالبانو په روزنه کې مهم رول لاره.
همدا راز ټاکل شوې ده، چې متقي د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۰مه) د هند اګرې ښار ته ولاړ شي او د «تاج محل» له تاریخي ودانۍ څخه لیدنه وکړي. نوموړی به وروسته د نوي ډيلي د یوې پېژندل شوې سوداګریزې خونې په کوربهتوب د هندي سوداګرو او د صنعت استازو سره هم وګوري. هندوستان ټایمز لیکلي، د اشرف غني د حکومت تر نسکورېدو وروسته طالبانو تل هڅه کړې چې له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
متقي به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (تلې ۲۱مه) له هند مېشتو افغانانو سره هم کتنه وکړي او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲۳مه) به بېرته کابل ته ستون شي.
دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي. اسلاماباد طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ملاتړ کوي. د متقي دغه سفر پخوا د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله ځنډول شوی و؛ خو د هند د هڅو په پایله کې (د سپتمبر په ۳۰مه) د امنیت شورا لهخوا ورته د سفر معافیت ورکړل شو.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، چې دوه کاله وړاندې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله د زیانمن شویو تاریخي ځایونو د بیارغونې چارې روانې دي او یوشمېر رغول شوي هم دي. نوموړی وايي، د اختیار الدین کلا، د هرات جامع جومات او تاریخي منارونه رغول شوي دي.
د طالبانو په وینا؛ دوی ټول هغه تاریخي عابدات چې په زلزله کې زیانمن شوي رغوي او په دې تړاو ټولو کېدونکو چارو ته متوجې دي. متقي زیاتوي، چې د دغه تاریخي ځایونو د خوندیتوب لپاره ژمن دي او په اساسي توګه به یې د رغولو تر څنګ ساتنه هم کوي.
طالبان همدا راز ادعا کوي، چې په هرات کې یې زلزله ځپلو کورنیو ته ۹زره کورونه هم جوړ کړي دي.
دوه کاله وړاندې په هرات کې یوه زوروه زلزله وشوه، چې نږدې ۲زره کسان پهکې مړه او زرګونه نور ټپیان شول. دغو زلزله ځپلو سره نړۍوالې ټولنې، بهرنیو مرستندویه ادارو او په کور دننه افغان خیریه بنسټونو هم ځانګړې مرستې وکړې؛ خو پر طالبانو نیوکه وه، چې د مرستو دغه بهیر یې سم نه و مدیریت کړی.
په ننګرهار کې د طالبانو والي ملامحمد نعیم اخوند په دغه ولایت کې د امربالمعروف قانون د پلي کېدو په تړاو غونډه کې ویلي، چې خلکو سره باید په دې اړوند «حکیمانه او نرم چلند» وشي. هغه زیاته کړې: «زموږ خلک اسلام او خپل کلتور ته وفاداره دي او هر وخت د قانون منلو ته چمتو دي».
په یاد ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د (تلې ۱۶مه) لیکلي، چې نوموړي د دغه قانون اړوند د ناستې ګډونوالو سره خپلې تجربې شریکې کړې او ورته یې سپارښتنه وکړه چې باید اصولي اقدامات وکړي. امربالمعروف د طالبانو یو له سختدریځه قوانینونو بلل کېږي، چې د ښځو تر څنګ پهکې پر نجونو هم سخت محدودیتونه او بندیزونه وضعه شوي دي.
په ننګرهار کې د علماوو شورا رییس شیخ حضرت جان حنفي دغه ناسته کې ویلي، چې د امربالمعروف قوانین باید لومړی د طالبانو پر مسوولینو پلی شي او بیا له هغې وروسته یې پر عامو وګړو د بشپړ تطبیق هڅې وشي. دغه ناسته کې طالبانو همدا راز پرېکړه کړې، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې به د یاد قانون د پلي کېدو لپاره کمېټې هم جوړې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې جلالاباد ښار کې د دغه قانون د پلي کېدو لپاره عامه پوهاوی ترسره کېږي او همدا راز په بازارونو کې د لمانځه لپاره ځایونه هم مشخص کېږي. د طالب محتسبانو له ناوړه چلند او دغه سختدریځه قانون نه خلک خورا تنګ شوي.
کابل او یو شمېر ولایتونو کې د دغه قانون له مخې؛ هغه ښځې هم نیول شوې او زنداني شوې، چې لوڅ مخونه په بازار کې ګرځېدل. دیني عالمان وایي، په «اسلامي شریعت» کې د ښځو لوڅ مخ ګرځېدل هېڅ ډول شرعي ستونزه نهلري او طالبان دغه ډول کړنې د خپل شخصي طبیعت او فکر له مخې کوي.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو بشري سازمونونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند په ګڼو برخو کې له بندیزونو او محدودیتونو سره مخ کړی دی. په ځانګړې توګه ښځې له دغه قانون نه ډېرې اغېزمنې بلل شوې او افغانستان ورته د یو زندان په څېر یاد شوی دی.
د هند په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونو د افغانستان په خاوره کې د هر ډول بهرنيو پوځي اډو د جوړېدو مخالفت څرګند کړی دی. دغه ګډ دريځ وروسته له هغې نیول کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام پوځي اډې د بیا نیولو لپاره څو څو ځله ګواښ کړی.
په هغه ګډه اعلاميه کې چې د سېشنبې په ورځ «د مسکو د مشورتي چوکاټ د غړو هېوادونو» له لوري خپره شوه، پهکې روسيې، چين، ايران، هند، پاکستان او د منځنۍ اسيا یو شمېر هېوادونو ټينګار کړی چې دوی د يوه خپلواک، متحد او سولهييز افغانستان ملاتړ کوي او د هر ډول بهرنۍ پوځي زېربنا د جوړېدو هڅې په افغانستان او يا ګاونډيو هېوادونو کې د منلو وړ نهدي».
په اعلامیه کې راغلي: «د هغو هېوادونو هڅې چې غواړي خپلې پوځي زېربناوې په افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي، د سيمې د سولې او ثبات پر ګټه نهدي او بايد ودرول شي».
که څه هم تېر کال په ورته غونډه کې هم دغه ډول دريځ څرګند شوی و؛ خو تازه اعلاميه د سيمې د هېوادونو پراخ مخالفت څرګندوي او د ټرمپ د دریځ پر خلاف ګډ دریځ څرګندوي. دا هماغه اډه ده، چې ټرمپ پنځه کاله مخکې د امريکايي ځواکونو د وتلو د تړون په چوکاټ کې طالبانو ته وسپارله.
هند چې د امريکا له پخوانيو سټراتېژيکو متحدينو څخه دی، د دغه اعلاميې په لاسليک سره ځان په يوه حساس سياسي حالت کې ښکېل کړی. دا داسې حالت دی، چې د واشنګټن اړيکې ورسره سړې شوې او له طالبانو سره يې ورو، ورو نږدېوالی پیدا کړی دی. هندي چارواکو په دې وروستيو کلونو کې هڅه کړې، چې له طالبانو سره د اړيکو يو نوی فصل پيل کړي؛ سره له دې چې پخوا یې سخت مخالف و.
د دغه بدلون يوه تازه نښه دا ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د هند په رسمي بلنه، (د اکټوبر له ۹مې تر ۱۶مې) نېټې پورې نوي ډيلي ته په لومړي ځل رسمي سفر کوي. متقي د مسکو له ناستې وروسته وويل: «افغانستان يو خپلواک او ازاد هېواد دی او د تاريخ په اوږدو کې يې بهرنی پوځي حضور نهدی منلی. زموږ پاليسي بدلېدونکې نهده – افغانستان به ازاد او خپلواک پاتې شي».
شاوخوا يوه مياشت مخکې ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ګواښ کړی و، که افغانستان د بګرام اډه «بېرته ورنهکړي»، نو له «ناوړه پايلو» سره به مخ شي. ټرمپ ادعا وکړه، چې د بګرام جغرافيايي موقعيت د امريکا د ګټو لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه له چين سره نږدې پروت دی. طالبانو دغه غوښتنه په بشپړه توګه رد کړې ده.
د بګرام هوايي اډه د چین له پولې شاوخوا ۸۰۰ کيلومتره او د شينجيانګ د توغنديو له فابريکو شاوخوا ۲۴۰۰ کيلومتره واټن کې پرته ده. ټرمپ تېره مياشت لندن کې د وینا پر مهال وويل: «دغه اډه يوازې يوه ګړۍ واټن له هغه ځایه لري، چې چين پهکې اټومي وسلې جوړوي».
خو اوسني او پخواني امريکايي چارواکي وايي، دغه طرحه عملي نهده. د دوی په وينا؛ بېرته بګرام ته ستنېدل به د «بیا ځلي بريد» په توګه تعبير شي او لږ تر لږه لس زره سرتېرو او پرمختللو دفاعي تجهيزاتو ته اړتيا پېښېږي.
په جنیوا کې د وسلهواله ډلو د څېړنیز مرکز مشره اشلي جکسن وايي: «دغه طرحه له لوژستيکي پلوه ډېره پېچلې، ګرانه او وختخوړونکې ده او لا هم روښانه نهده، چې دا به د کوم اړخ په ستراتيژيکو ګټو کې وي».
بګرام هوايي اډه، چې د امريکايي ځواکونو د شل کلنې جګړې پر مهال د هغوی د عملياتو اصلي مرکز و، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له يوولسمې بريدونو وروسته «د ترهګرۍ پر ضد جګړې» کې یې مهم رول ولوباوه.
په دې اډه کې زرګونه کسان بې له محاکمې کلونه، کلونه بنديان ساتل شوي، چې ډېری يې د شکنجې او بدسلوکۍ له مواردو سره مخ شوي وو.
طالبانو په ۲۰۲۱کال کې د امریکا تر وتلو وروسته دغه ستره اډه تر خپل واک لاندې راوسته. د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ډونالډ ټرمپ د تېرې واکمنۍ پر مهال پیل شو او د جو بایډن په واکمنۍ کې بیا په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل او ورسره د افغانستتان جمهوري نظام هم ړنګ شو.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې پلان د لومړي پړاو د لاسلیک تر اعلان وروسته، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو ویلي، چې «د خدای په مرسته» به ټول برمته شوي کسان ژر کورونو ته ستانه شي.
هغه ویلي، چې د بندیانو د ازادولو بهیر به د هوکړې د عملي کېدو له پيل سره سم پر مخ لاړ شي.
بلخوا، د قطر لومړي وزیر هم څرګنده کړې چې د منځګړو هېوادونو استازو لهخوا د غزې لپاره د اوربند د تړون د لومړي پړاو د ټولو مادو او د پلي کېدو د میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې ده.
هغه وویل، چې دا هوکړه به د جګړې د پای، د اسراییلي بندیانو او د فلسطینیانو د ځینو زندانیانو د خوشې کېدو او همدارنګه د بشري مرستو د بې خنډه او بې ځنډه غزې ته ننوتلو سبب وګرځي.