کابل کې د دوو پرلپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

له کابل څخه درېیو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې څو شېبې وړاندې د کابل د اتمې ناحیې اړوند سیمو کې د دوو پرلپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. سرچینې وايي چې تر اوسه د چاودنو نوعیت نه دی معلوم شوی.