کونړ او پکتیا کې د ډیورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د کونړ په ناړۍ او د پکتیا د ځاځي اریوب تر څنګ په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده. ننګرهار کې سرچینې وایي، چې د طالبانو زغروال موټر د تورخم پر لور هم روان شوي.




