د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو چې یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ د تېرې شپې له جګړې وروسته وايي، اسلاماباد دا هیله لري چې یوه ورځ افغان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ریښتیني حکومت مالکان شي. شنونکي بیا دغه څرګندونې پارونکې ګڼي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ماښام (د تلې ۲۰مه) د ډيورند کرښې په اوږدو کې د تېرې شپې جګړې په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په افغان لوري کې له طالبانو سربېره «فتنه خوارج او فتنه هندوستان» هم شامل و.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د تېرې شپې جګړه غېر ضروري بللې او په وینا یې په دې سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلاماباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټولګډونه او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغې خبرپاڼې مخکې یعنې نن سهار (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شوې جګړې په تړاو ځانګړي خبري کنفرانس کې په ډاګه وویل، پاکستان د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي چې ځینې افغانان په خپل دام کې راګیر او بیا یې د افغانستان د ملي امنیت پر ضد وکاروي.
د ذبیحالله مجاهد ځانګړی خبري کنفرانس
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې هېڅ ډلې ته اجازه ورنهکړي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ویلي، د افغانستان په ټوله خاوره کې هېڅ ډول ګواښ نشته او په تېرو اتو میاشتو کې کومه د پام وړ سیاسي امنیتي پېښه نه ده را منځته شوې او له هغې مخکې کوم لوی او واړه بریدونه چې په افغانستان کې شوي، هغه د افغانستان په ګاونډ کې د فتنې او فساد له مرکزونو څخه تنظیم او ترسره شوي وو او په وینا یې د هغو ټول عاملین یا نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خپل ځان د دفاع له حق څخه په ګټې اخیستنې سره یې په تېره شپنۍ جګړه کې طالبانو او «اړوندو خوارجو» ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې او همداراز یې هغه تاسیسات هم لهمنځه وړي چې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو د طرحه کولو لپاره ترې استفاده کېده.
په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان خبرو اترو او ډيپلوماسۍ او همداراز له افغانستان سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکو ته ارزښت ورکوي او په هند کې د امیرخان متقي هغه څرګندونې چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته هم رد کړې او ادعا یې کړې، چې په افغان خاوره کې ترهګر پټنځایونه لري او په ازادانه توګه فعالیت کوي.
د دغې خبرپاڼې لهمخې، پاکستان په افغانستان کې د «فتنې خوارجو او فتنې هندوستان» د موجودیت او له هغه ځایه د فعالیتونو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې د ترهګرو عناصرو پر وړاندې جدي او د تایید وړ اقدمات وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او داعش هم په پوره قوت سره ځپل شوی او په وینا یې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش پروژې پر موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړي او د هغو په وسیله خپل دیني علماء او خلک وژني او همداراز د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې ګواښي او په باور یې «پاکستان خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»
د مجاهد په وینا، داعش څو کاله مخکې د ډیورند کرښې ها خوا په اورکزیو ساحه کې سر راپورته کړ او مشري هم د سعید خان په نوم د یوه پاکستاني پر غاړه وه او پر کابل د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته دغه ډله د دوی له لوري ځپل شوې او اوس په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپلو اصلي سیمو ته تښتېدلي او هلته یې نوي پټنځایونه او مرکزونه جوړ کړي او له نورو هېوادونو استخدام شوي کسان د پاکستان له لوېدیځې پولې او د کراچۍ او اسلاماباد له هوایي ډګرونو خپلو یادو مرکزونو ته لېږدوي او له روزنې وروسته بیا یې افغانستان او نورې نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو په موخه استوي.
ذبیحالله مجاهد زیاتوي، «زموږ د اطلاعاتو لهمخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود دي، افغانستان په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص باید اسلامي امارت ته وسپارل شي.»
مجاهد همداراز له پاکستان څخه غوښتي، که یاد کسان دوی ته نه سپاري نو لږ تر لږه دې باید له خپلې خاورې وباسي او په دې توګه دې خپل مسوولیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.
پاکستان له یادو جګړو وروسته خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به په خپله خاوره کې له قوانینو سره سم د افغان کډوالو په تړاو اقدامات وکړي. دمګړی په پاکستان کې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان شپې او ورځې تېروي. په دې سره په پاکستان کې مېشت یو زیات شمېر افغانان په وېره کې دي چې ګنې له یادو نښتو وروسته به له دوی سره ناسم چلند لاپسې بد شي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا خبرداری ورکړی، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې له منفي چلند، د حریم نقضولو او نورو پارونکو کړنو لاس پر سر شي، ګنې یادې کړنې به په طبیعي ډول خورا منفي او نا مطلوب عواقب ولري.
د پاکستان د سیاسي ګوندونو ګډ ایتلاف پر پاکستان د طالبانو د تیرې شپې له برېد وروسته ناسته کړې او غوښتنه یې کړې، چې دواړه هېوادونه دې روانه شخړه د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.
دغه ایتلاف د یکشنبې په ورځ، د تلې ۲۰مه له ګډې ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان سیاسي او بهرنۍ وضع یې څېړلې ده او د اوپوزیسیون پر راتلونکې تګلارې باندې غږیدلي دي.
یاده ناسته د محمود خان اڅګزي په مشرۍ ترسره شوې، چې د تحریک انصاف او نورو ګوندونو مشرانو او سیاسيونو هم پکې ګډون درلود.
یاد ایتلاف له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه د شخړو او پوځي کړکېچونو پر ځای دې د خبرو له لارې د سولې لاره غوره کړي او هم یې له خپل حکومت غوښتنه کړې، چې د سیمې او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو لپاره د پارلمان غونډه راوبولي.
د یاد ایتلاف په اعلامیه کې د خیبرپښتونخوا په چارو کې د مرکزي حکومت پر لاسوهنو هم نیوکه شوې او خبرداری یې ورکړی، چې د مرکزي حکومت لاسوهنې به د دغه ایالت امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکتیار ویلي، چې طالبان دې پر کابل او پکتیکا د پاکستان د وروستیو بریدونو او له هغه وړاندې د ټرمپ له خوا د بګرام د نیولو د ګواښونو او پایلو په اړه ولس ته وضاحت ورکړي. نوموړي ویلي، چې افغانستان د یوې بلې تحمیلي جګړې په درشل کې دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې طالبان دې پر کابل او پکتیکا د پاکستان د وروستیو بریدونو او له هغه وړاندې د ټرمپ له خوا د بګرام د نیولو د ګواښونو او پایلو په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.
حمکتیار وايي، افغانان په تمه وو، چې طالبان به د ټرمپ له خوا د بګرام د نیولو د ګواښونو او پر کابل او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو ګډ دریځ او تګلاره روښانه کړي، خو تر اوسه افغانانو ته د یادو ګواښونو او بریدونو په اړه له رسمي ادرسه واضح دریځ نه دی څرګند شوی.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:«بریدونه د چا له لوري وو، چاودنې وې که له هوا بمونه او راکټونه ورېدلي، نتیجه یې څه او مرګ ژوبله یې څومره؟».
حکمتیار په دې باور دی، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه او د ټرمپ له خوا د بګرام د بېرته نیولو ګواښونه سره همغږي وو.
نوموړي د پاکستان بریدونه او د ټرمپ ګواښونه ستره ملي قضیه بللې ده او د خپل منځي مخالفتونو پرېښودو او د افغانستان د دفاع لپاره د ملي اجماع رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
نوموړی زیاتوي:«باید خلکو ته وویل شي چې څه روان دي او د ګواښونو په وړاندي څه کولو ته باید چمتو شو؟ دا ګواښونه له موږ د ټولو هغو افغانانو ګډ، معقول او علمي تصمیم ایجابوي چې متحد او خپلواک افغانستان ته ژمن دي او د هیچا تېری نه مني.»
نوموړي ویلي، چې په ملي مسایلو کې له غندونو او انفرادي پرېکړو څه نه شي ترلاسه کېدای او په دغه ډول مسایلو کې دې ملت له واقعیتونو خبر کړل شي.