د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې طالبان دې پر کابل او پکتیکا د پاکستان د وروستیو بریدونو او له هغه وړاندې د ټرمپ له خوا د بګرام د نیولو د ګواښونو او پایلو په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.
حمکتیار وايي، افغانان په تمه وو، چې طالبان به د ټرمپ له خوا د بګرام د نیولو د ګواښونو او پر کابل او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو ګډ دریځ او تګلاره روښانه کړي، خو تر اوسه افغانانو ته د یادو ګواښونو او بریدونو په اړه له رسمي ادرسه واضح دریځ نه دی څرګند شوی.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:«بریدونه د چا له لوري وو، چاودنې وې که له هوا بمونه او راکټونه ورېدلي، نتیجه یې څه او مرګ ژوبله یې څومره؟».
حکمتیار په دې باور دی، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه او د ټرمپ له خوا د بګرام د بېرته نیولو ګواښونه سره همغږي وو.
نوموړي د پاکستان بریدونه او د ټرمپ ګواښونه ستره ملي قضیه بللې ده او د خپل منځي مخالفتونو پرېښودو او د افغانستان د دفاع لپاره د ملي اجماع رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
نوموړی زیاتوي:«باید خلکو ته وویل شي چې څه روان دي او د ګواښونو په وړاندي څه کولو ته باید چمتو شو؟ دا ګواښونه له موږ د ټولو هغو افغانانو ګډ، معقول او علمي تصمیم ایجابوي چې متحد او خپلواک افغانستان ته ژمن دي او د هیچا تېری نه مني.»
نوموړي ویلي، چې په ملي مسایلو کې له غندونو او انفرادي پرېکړو څه نه شي ترلاسه کېدای او په دغه ډول مسایلو کې دې ملت له واقعیتونو خبر کړل شي.