• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمنی وايي له طالبانو سره د کډوالو د اخراج تړون د لاسلیکېدو په درشل کې دی

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

جرمني چارواکي تمه لري، چې ډېر ژر به له برلین څخه افغانستان ته د مجرمو کډوالو د اخراح الوتنې پیل شي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرېنډت ویلي چې فدرالي حکومت له طالبانو سره د بېرته‌ستنېدونکو افغانانو په اړه د یوې هوکړې لاسلیکولو ته نږدې شوی.

ډوبرېنډت ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغان کډوال په منظم ډول له جرمني څخه خپل هېواد ته بېرته واستول شي، ځکه حکومت یې د طالبانو له واکمنې ادارې سره د اخراج په تړاو د یوه رسمي تړون د بشپړېدو په حال کې دی.

هغه د «دی پیونیر» انټرنېټي وېب‌پاڼې ته وویل، « خبرې ډېرې مخ ته تللې دي او موږ تمه لرو چې ډېر ژر یوه موافقه ولرو، څو وکولای شو افغانان منظم ، حتا د عادي مسافر وړونکو الوتنو له لارې، بېرته واستوو».

د وزیر په وینا، د تېرې اونۍ په پای کې په کابل کې تخنیکي خبرې شوې دي او د دې هدف دا دی چې د اخراج منظمې الوتنې ترسره شي. نوموړي زیاته کړې، «نه یوازې د چارټر الوتنو له لارې، بلکې د عادي هوايي الوتنو له لارې هم».

ډوبرېنډت د هغو نیوکو په ځواب کې، چې د بشري حقونو ځینې سازمانونه یې کوي، ویلي چې دا نیوکې بې‌ځایه دي.

هغه زیاته کړه: « دا عجیبه ده چې یو څوک دا اخلاقي ګڼي چې قطر دې افغانستان ته د اخراج منځګړیتوب وکړي، خو دا بشپړ ناسم بولي که موږ خپله دا چارې ترسره کړو».

هغه وویل، موخه دا ده چې «تر ټولو خطرناک او درانه مجرمین له جرمني څخه افغانستان ته بېرته واستول شي».

ډوبرېنډت زیاته کړه، « زه به ټولې هڅې وکړم، چې دا له افغانستان سره عملي شي او دا هڅې به له سوریې سره هم وکړم».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام ضعیف: پاکستان په نړیوالو غونډو کې د افغانستان خپلسری نیابت کوي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۱

د پاکستان لپاره د طالبانو د لومړۍ دورې سفیر عبدالسلام ضعیف پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدو ته په اشاره ویلي، چې پاکستان په مکرر او قصدي ډول تېروتنې کوي او «د شر او فتنو» زیږنده دی، خو اوس یې پایله برعکس ده.

دغه پخواني طالب ډیپلومات په یو تبصره کې څرګنده کړې، چې « پاکستان په نړیوالو غونډو کې په خپل سر د افغانستان غلط نیابت کوي».

نوموړي ویلي، چې پاکستان په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډو کې افغانستان د تروریزم او مخدره توکو ځاله معرفي کوي، په سوداګریزه برخه کې غیر قانوني ستونزې جوړي او د افغانستان ارضي تمامیت نقض کوي.

عبدالسلام ضعیف ویلي، له افغانستان سره د ښو اړیکو لپاره پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي بدله کړي او د «سیمه ییزې امپراتورۍ» خوبونه پرېږدي.

دغه پخواني طالب ډيپلومات ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې د تخریب او مداخلې پالیسي پای ته ورسوي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان د اقتصادي او سیاسي پرمختګ سره د مرستې ترڅنګ د افغانستان په سیاسي چارو کې د نفوذ په اړه له عکس العمل ښودلو ډډه وکړي.

عبدالسلام ضعیف دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته پاکستاني ځواکونو پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل او کابل کې یې د طالبانو په وینا، الوتکې ښکاره شوې.

له دې وروسته طالبانو پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل، چې دواړو خواوو ته په متقابلو نښتو او بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پنځه واړې لارې تړلې دي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ویلي چې د تېرې شپې له نښتو وروسته یې د یکشنبې په ورځ له افغانستان سره پر دیورنډ کرښه تورخم، چمن، خرلاڅي، انګور اډه او غلام خان لارې تړلې دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه مهمې لارې تورخم او چمن د یکشنبې په ورځ وتړل شوې.

پاکستاني او طالب چارواکو ویلي چې لږ تر لږه درې کوچنۍ لارې خرلاڅي، انګور اډه او غلام خان هم تړل شوې دي.

د دواړو خواوو ترمنځ نښتې د کابل د هوایي حریم له ماتولو او په پکتیکا کې د پاکستاني له هوايي برید وروسته وشوې.

پاکستان اعلان وکړ، چې په دې نښتو کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي، خو طالبانو د ۵۸ سرتېرو د وژلو ادعا کړې.

بل پلو پاکستاني ځواکونو ویلي، چې په بریدونو کې یې ۲۰۰ افغان طالبان او د ټي ټي پي جنګیالي وژلي ، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ددوی ۹ تنه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي د دیره اسماعیل خان برید کې یې ۶ سرتېري وژل شوي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وایي، چې په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنځي د تېرې شپې د وسله والو په برید کې ددوی ۶ تنه سرتېري وژل شوي دي. د یاد دفتر اعلامیه کې ویل شوي، چې په برید کې ټول وسله وال وژل شوي دي.

اعلامیه وايي، د بریدګرو هڅه دا وه چې د مرکز له امنیتي خنډونو تېر شي، خو د قانون پلي کوونکو ځواکونو غبرګون ددغه پلان مخه ونیوله او له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې په دروازه کې والوزاوه.

اعلامیه وايي، جنګیالي د پولیسو په ډزو کې ووژل شول او دوه جنګیالي چې په ودانۍ کې پټ شوي وو، وروسته له منځه یووړل شول.

د پاکستان پوځ وسله وال جنګیالي د هند تمویل شوي جنګیالي ګڼلي، چې معمولا دغه اصطلاح د ټي ټي پي جنګیالیو لپاره کاروي.

د پاکستان پوځ د طالبانو په بریدونو کې د خپلو ۲۳ پوځیانو وژل کېدل ومنل

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان وکړ، چې د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. پاکستاني پوځ ویلي، چې له ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د هغوی ملاتړي جنګیالي یې وژلي دي. طالبانو ویلي، چې په جګړه کې یې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ځان د دفاع په حق کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو بریدونه ځواپ کړي دي.

د اعلامیې له مخې، د توپانې، هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د افغانستان ګڼې سرحدي پوستې په نښه شوې دي او د پاکستاني طالبانو مرکزونه هم په نښه شوي دي. پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د داعش مرکزونه یې هم په نښه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر پاکستان تور ولګاوه، چې داعش ته یې پټنځایونه ور کړي دي. نوموړي دغه راز وویل، چې ددوی په ځوابي بریدونو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دغه راز په اعلامیه کې ویلي، چې پر افغان لوري یې ۲۱ سرحدي پوستې د لنډ وخت لپاره تیولې دي او د جنګیالیو مرکزونه یې له منځه وړي دي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې له ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د هغوی ملاتړي جنګیالي یې وژلي دي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې دوی به د پاکستان خلاف د ورانکاریو لپاره د افغان خاورې کارول ونه زغمي او که طالبان لازم ګامونه وانخلي، په افغان خاوره کې به د پاکستاني جنګیالیو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ور کړي.

امیرخان متقي: هند کې افغان سفارت د طالبانو د حکومت په لارښوونه فعالیت کوي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نوي ډیلي کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې په نوي ډیلي کې افغان سفارت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر لارښوونې لاندې کار کوي او پخواني کارکوونکي هم ورسره همکار دي. متقي وايي، د تېر حکومت ۵۰۰ زره کارکوونکي له دوی سره کار کوي.

نوموړي وویل، چې په کابل کې د هند د سفارت امنیتي تدابیر ټینګ دي او خوندي دی.

نوموړې وویل، چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کیږي، او نوی ډیلی خپلې تخنیکي اړیکې ډیپلوماتیکې بڼې ته لوړوي او دا اړیکې به د عادي اړیکو حد ته رسیږي.