طالبان وایي، تېره میاشت د افغانستان صادراتو کې نږدې ۸۵مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په زمري میاشت کې د افغانستان د بېلابېلو توکو صادراتو ارزښت ۱۴۴.۹مېلیونه ډالره و؛ خو د وږي میاشت کې بیا دغه کچه ۲۲۹.۸مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. دغه اداره وایي، صادراتو کې ټول‌ټال ۸۴.۹مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی.