• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: باید په ایران کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې شي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې شي. د هغه په وینا؛ دا مهال په ایران کې د افغان کډوالو کچه تر شپږ سلنې ډېره ده.

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې؛هغه په یزد سیمه کې یوې غونډې ته وویل، په ایران کې یوازې اسناد لرونکي کډوال پاتې کېدای شي؛ بې اسنادو کډوال به له ایران نه واېستل شي.

د نوموړي د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۷ میاشتو کې تر یو مېلیون او ۴۱۰زرو ډېر بې‌اسناده افغان کډوال له ایران نه اېستلل شوي دي. هغه د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو موخه په ایران کې د نظم او امنیت ټينګښت وباله.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک ویلي و، چې په تېرو ۷ میاشتو کې له ایران او پاکستان نه تر ۱.۹ مېلیونو ډېر افغانان اېستل شوي دي. هغه د ایران او پاکستان له حکومتونو غوښتي و، چې سملاسي دې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي.

خو له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ اوس هم روانه ده او هره ورځ زرګونه افغانان په زور اېستل کېږي. هغه ویلي، چې په ایران کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې کېدای شي؛ خو دا یې نه‌دي ويلي، چې درې سلنه څومره کډوال کېږي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په افغانستان کې ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه‌ځي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۶ GMT+۱
یونېسف: په افغانستان کې ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه‌ځي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې په افغانستان کې اوس هم د لومړنیو ښوونځیو ستونزې نه‌دي حل شوې. د یادې ادارې په وینا؛ ډېری هلکان د بې‌وزلۍ له امله زده‌کړې پرېږدي او د نجونو د زده‌کړو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

دغه اداره وايي، چې اوس هم شاوخوا ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

یونېسف له یونسکو سره په ګډه په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو په اړه څېړنه کړې او په خپل راپور کې یې لیکلي:« د لومړنیو زده‌کړو وضعیت هم د هلکانو او هم د نجونو لپاره د اندېښنې وړ دی. ان دا چې ژور بحراني حالت ورته ویلای شو.»

یونېسف د ښوونځيو دغه ویجاړ حالت د طالبانو د کمزوري او محدودې ښوونیزې تګلارې پایله بولي. دغه ادارې له طالب چارواکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

یونېسف خبرداری ورکړی، که د نجونو پر زده‌کړو بندیز همداسې دوام ومومي؛ نو تر ۲۰۳۰کاله پورې به نږدې څلور مېلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو هم بې‌برخې شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: دا لا څرګنده نه‌ده، چې پر سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۳ GMT+۱
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: دا لا څرګنده نه‌ده، چې پر سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لاتراوسه څرګنده نه‌ده چې پر سیاسي کارپوه سلیم پیګیر برید شخصي انګېزه لرله که سیاسي. هغه زیاته کړې، چې سلیم پیګیر دا مهال په کابل کې تر درملنې لاندې دی او که اړتیا وي بهر ته به ولېږل شي.

هغه د طالبانو ملي ټلوېزیون ته په خبرو کې ویلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني امر کړی که په کابل کې د هغه درملنه ونه شي؛ باید بهر ته واستول شي.

پر سلیم پیګیر (د تلې پر ۱۷مه نېټه) د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې حنظله جومات ته نږدې وسله‌وال برید وشو. د راپورونو له مخې؛ دوه کسان چې ځانونه یې له کاناډا څخه راستانه شوي افغانان بلل د هغه کور ته ورغلي او د خدای پامانۍ پر مهال یې پر پیګیر ډزې کړې دي.

د پیګیر کورنۍ پرون افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پېښې په تړاو یو بریدګر نیول شوی او بل یې تښتېدلی دی. سلیم پیګیر د افغانستان په رسنیو کې له مشهورو سیاسي شنونکو دی.

هغه به د خپلو خبرو په ترڅ کې د طالبانو د ادارې ملاتړ کاوه؛ خو د نجونو د ښوونځیو، د انټرنېټ بندیز او ځینو نورو مواردو کې د طالبانو پر ادارې نیوکې هم کولې. تر اوسه کوم شخص یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

ایران د یوه افغان په ګډون پنځه کسان اعدام کړل

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۵ GMT+۱
ایران د یوه افغان په ګډون پنځه کسان اعدام کړل
100%

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې ایران د یوه افغان په ګډون پنځه کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان وایي، نوموړی افغان د نشه‌يي توکو د قاچاقو په جرم نیول شوی و او د ایران د عدلي او قضایي ادارو له‌خوا په اعدام محګوم شوی و.

دغه سازمان زیاتوي، چې تر دې مهاله د دغه افغان هویت نه‌دی څرګند شوی او د هغه د پېژندنې هڅې روانې دي. یاد سازمان د روان کال د سپټمبر په لومړیو میاشتو کې هم راپور ورکړی و، چې په ایران کې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې لږترلږه ۵۹ افغانان اعدام شوي دي.

په ورته وخت کې د ایران د بشري حقونو سازمان هم د سپټمبر په لومړیو کې اعلان وکړ، چې په روان کال کې د ایران د اعدامونو شمېر د تېر کال پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ ایراني چارواکو په تېرو ۸ میاشتو کې لږترلږه ۸۶۴ کسان اعدام کړي دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي و، چې د ایران حکومت د اعدام سزا لغوه کولو ډېر غوښتنلیکونه نه‌دي منلي.

نوموړي سازمان یو ځل بیا له ایران نه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د اعدامونو لړۍ ودروي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د یو شمېر خبریالانو د فېسبوک بندېدل اندېښمنونکي بللي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د یو شمېر خبریالانو د فېسبوک بندېدل اندېښمنونکي بللي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د فېسبوک کمپنۍ له‌خوا د یو شمېر افغان خبریالانو د اکونټونو تړل‌کېدل «یو اندېښمنوونکی او پر بیان ازادۍ جدي ګوزار» بللی دی. له څو ورځو راهیسې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو اکونټونه تړل شوي، چې له هېواده د باندې مېشت دي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فېسبوک کمپنۍ (میټا پلټفورم) په دې وروستیو ورځو کې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو چې له هېواده بهر د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارو د افغانانو د حقایقو، ستونزو او انساني وضعیت غږ نړۍ ته رسوي بند کړي دي.

فېسبوک کمپنۍ لا تر اوسه د یادو افغان خبریالانو د فېسبوک اکونټونو د بندښت په تړاو هېڅ رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی او خبریالانو ته هم د وضاحت غوښتنې حق نه دی ورکړل شوی.

خبرپاڼه کاږي: «دا اقدام نه یوازې د خبریالانو د حقونو او د هغوی د مسلکي کار خنډ ګرځي، بلکې د بیان ازادۍ، د معلوماتو د لاسرسي او د ډېموکراسۍ ارزښتونو له اصولو سره هم په څرګنده توګه په ټکر کې دی.»

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له فېسبوک کمپنۍ څخه غوښتي، چې په لومړي سر کې د یادو افغان خبریالانو تړل شوي اکونټونه ژر تر ژره فعال کړي ګنې د دغې پرېکړې شفاف دلیلونه وړاندې کړي او یا هم هغه پالیسۍ دې بیا وارزوي چې د بیان ازادۍ د محدودېدو لامل شوې دي.

د یاد سازمان په وینا، افغان خبریالان د معلوماتو د ازاد بهیر، د خلکو د غږ رسونې او د ځواب‌ویلو د کلتور د ټینګښت لپاره کار کوي او «د هغوی خاموشه‌کول، د ټول ملت خاموشه‌کول دي.»

په بهر کې مېشت یو شمېر فعال افغان خبریالان وايي، پرته له دې چې د فېسبوک پالیسۍ خلاف کوم کار یې کړی وي، فېسبوکونه یې بند کړای شوي دي.

هندي خبریالانې: امیرخان متقي د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه دروغ ویلي دي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱
هندي خبریالانې: امیرخان متقي د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه دروغ ویلي دي
100%

یوې هندۍ خبریالې سمیتا شرما چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون کړی و، وايي چې د افغان نجونو د زده کړو د حق په اړه د متقي ځوابونه ریښتیا نه وو. د نوموړې په وینا، امیرخان متقي د افغان ښځو د جنسیتي مساواتو په اړه دروغ ویلي.

سمیتا شرما چې یوه خپلواکه هندۍ خبریاله ده او د بهرني سیاست په برخه کې تمرکز لري، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې بالاخره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اړ شو، چې د ښځینه خبریالانو له جدي پوښتنو سره مخ شي.

هغې همداراز زیاته کړه، چې د متقي خبرې د افغان ښځو له واقعي وضعیت سره هېڅ ورته والی نه لري.

له دې سره، د هندو ورځپاڼې مدیره سوهاسیني حیدر بیا ویلي چې هغې هېڅکله نه دي ليدلي چې د طالبانو له یوه چارواکي څخه په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښځو د وضعیت په اړه دومره ډېرې پوښتني وشي.

هغې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغان ښځو په اړه له پوښتنو سره مخ شو، خو روښانه ځواب یې ورنه کړ.

نوموړې زیاته کړه، د متقي دا ادعا چې یو پر څلورمه برخه ښځې زده‌کړې ته لاسرسی لري او د ځینو ټولنیزو ازادیو خوندیتوب شته، له حقیقته ډېره لرې ده.

د هندو ورځپاڼې مدیرې وویل، چې هغه د خپلو دندو د یوې برخې په توګه د افغان ښځو پروړاندې د طالبانو پالیسي څاري. هغې ټینګار وکړ، هغه څه چې امیر خان متقي ادعا کوي په افغانستان کې نشته.

مېرمن سوهاسیني حیدر یادونه وکړه، طالبان باید پوه شي کله چې دوی د هند په خاوره کې وي، دوی باید د دغه هېواد قوانین ومني او د جنسیتي برابرۍ ته درناوی وکړي.

یوه بله خپلواکه هندي خبریاله نانیما باسو وویل، چې د هند حکومت طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې د نوي ډیلي لپاره ځانګړي پيغامونه او پایلې لري. هغې ټینګار وکړ، چې هند ته د طالبانو د چارواکو بلنه افغان ښځو او نړۍ ته پیغام لېږي.

دې خبریالې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ځوابونه د ښځو د زده ‌کړې په اړه «شوک ورکوونکي» وو.

هغې زیاته کړه: «طالبانو داسې ادعاوې وکړې لکه موږ چې د افغانستان له حاله ناخبره یو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا مهال په یوه رسمي شپږ ورځني سفر هند ته تللی دی. د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ افغان سفارت کې ښځینه خبریالانو ته اجازه ور نه کړه چې د امیرخان متقي د خبري ناستې ګډونوالې شي.

د طالبانو دا کار د هند د سیاستوالو، مدني ټولنو او رسنیو سخت غبرګونونه راوپارول. د هند د بهرنیو چارو وزارت د کورنیو نیوکو له زیاتوالي وروسته له طالب پلاوي وغوښتل، چې یوه بله ناسته د ښځینه او نارینه خبریالانو د مساوي حضور سره جوړه کړي.

د طالبانو پلاوي بیا د یکشنبې په ورځ د افغان سفارت په ودانۍ کې دویمه خبري ناسته د ښځو په حضور کې ترسره کړه. امیرخان متقي په دې دویمه ناسته کې د افغان ښځو د زده‌کړې او ازادۍ د حق په اړه د ګڼو پوښتنو سره مخ شو.