• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د یو شمېر خبریالانو د فېسبوک بندېدل اندېښمنونکي بللي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د فېسبوک کمپنۍ له‌خوا د یو شمېر افغان خبریالانو د اکونټونو تړل‌کېدل «یو اندېښمنوونکی او پر بیان ازادۍ جدي ګوزار» بللی دی. له څو ورځو راهیسې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو اکونټونه تړل شوي، چې له هېواده د باندې مېشت دي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فېسبوک کمپنۍ (میټا پلټفورم) په دې وروستیو ورځو کې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو چې له هېواده بهر د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارو د افغانانو د حقایقو، ستونزو او انساني وضعیت غږ نړۍ ته رسوي بند کړي دي.

فېسبوک کمپنۍ لا تر اوسه د یادو افغان خبریالانو د فېسبوک اکونټونو د بندښت په تړاو هېڅ رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی او خبریالانو ته هم د وضاحت غوښتنې حق نه دی ورکړل شوی.

خبرپاڼه کاږي: «دا اقدام نه یوازې د خبریالانو د حقونو او د هغوی د مسلکي کار خنډ ګرځي، بلکې د بیان ازادۍ، د معلوماتو د لاسرسي او د ډېموکراسۍ ارزښتونو له اصولو سره هم په څرګنده توګه په ټکر کې دی.»

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له فېسبوک کمپنۍ څخه غوښتي، چې په لومړي سر کې د یادو افغان خبریالانو تړل شوي اکونټونه ژر تر ژره فعال کړي ګنې د دغې پرېکړې شفاف دلیلونه وړاندې کړي او یا هم هغه پالیسۍ دې بیا وارزوي چې د بیان ازادۍ د محدودېدو لامل شوې دي.

د یاد سازمان په وینا، افغان خبریالان د معلوماتو د ازاد بهیر، د خلکو د غږ رسونې او د ځواب‌ویلو د کلتور د ټینګښت لپاره کار کوي او «د هغوی خاموشه‌کول، د ټول ملت خاموشه‌کول دي.»

په بهر کې مېشت یو شمېر فعال افغان خبریالان وايي، پرته له دې چې د فېسبوک پالیسۍ خلاف کوم کار یې کړی وي، فېسبوکونه یې بند کړای شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

هندي خبریالانې: امیرخان متقي د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه دروغ ویلي دي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

یوې هندۍ خبریالې سمیتا شرما چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون کړی و، وايي چې د افغان نجونو د زده کړو د حق په اړه د متقي ځوابونه ریښتیا نه وو. د نوموړې په وینا، امیرخان متقي د افغان ښځو د جنسیتي مساواتو په اړه دروغ ویلي.

سمیتا شرما چې یوه خپلواکه هندۍ خبریاله ده او د بهرني سیاست په برخه کې تمرکز لري، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې بالاخره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اړ شو، چې د ښځینه خبریالانو له جدي پوښتنو سره مخ شي.

هغې همداراز زیاته کړه، چې د متقي خبرې د افغان ښځو له واقعي وضعیت سره هېڅ ورته والی نه لري.

له دې سره، د هندو ورځپاڼې مدیره سوهاسیني حیدر بیا ویلي چې هغې هېڅکله نه دي ليدلي چې د طالبانو له یوه چارواکي څخه په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښځو د وضعیت په اړه دومره ډېرې پوښتني وشي.

هغې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغان ښځو په اړه له پوښتنو سره مخ شو، خو روښانه ځواب یې ورنه کړ.

نوموړې زیاته کړه، د متقي دا ادعا چې یو پر څلورمه برخه ښځې زده‌کړې ته لاسرسی لري او د ځینو ټولنیزو ازادیو خوندیتوب شته، له حقیقته ډېره لرې ده.

د هندو ورځپاڼې مدیرې وویل، چې هغه د خپلو دندو د یوې برخې په توګه د افغان ښځو پروړاندې د طالبانو پالیسي څاري. هغې ټینګار وکړ، هغه څه چې امیر خان متقي ادعا کوي په افغانستان کې نشته.

مېرمن سوهاسیني حیدر یادونه وکړه، طالبان باید پوه شي کله چې دوی د هند په خاوره کې وي، دوی باید د دغه هېواد قوانین ومني او د جنسیتي برابرۍ ته درناوی وکړي.

یوه بله خپلواکه هندي خبریاله نانیما باسو وویل، چې د هند حکومت طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې د نوي ډیلي لپاره ځانګړي پيغامونه او پایلې لري. هغې ټینګار وکړ، چې هند ته د طالبانو د چارواکو بلنه افغان ښځو او نړۍ ته پیغام لېږي.

دې خبریالې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ځوابونه د ښځو د زده ‌کړې په اړه «شوک ورکوونکي» وو.

هغې زیاته کړه: «طالبانو داسې ادعاوې وکړې لکه موږ چې د افغانستان له حاله ناخبره یو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا مهال په یوه رسمي شپږ ورځني سفر هند ته تللی دی. د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ افغان سفارت کې ښځینه خبریالانو ته اجازه ور نه کړه چې د امیرخان متقي د خبري ناستې ګډونوالې شي.

د طالبانو دا کار د هند د سیاستوالو، مدني ټولنو او رسنیو سخت غبرګونونه راوپارول. د هند د بهرنیو چارو وزارت د کورنیو نیوکو له زیاتوالي وروسته له طالب پلاوي وغوښتل، چې یوه بله ناسته د ښځینه او نارینه خبریالانو د مساوي حضور سره جوړه کړي.

د طالبانو پلاوي بیا د یکشنبې په ورځ د افغان سفارت په ودانۍ کې دویمه خبري ناسته د ښځو په حضور کې ترسره کړه. امیرخان متقي په دې دویمه ناسته کې د افغان ښځو د زده‌کړې او ازادۍ د حق په اړه د ګڼو پوښتنو سره مخ شو.

ټرمپ: اورېدلي مې دي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ جګړه شوې، خو اوس بوخت یم

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې پای ته رسېدو ته په اشارې سره ویلي، دا اتمه جګړه ده چې حل کړې یې ده. ټرمپ له دغې موضوع سره جوخت وویل: «اورېدلي مې دي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ هم جګړه روانه ده، خو اوس بوخت یم.»

ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال په «اېر فورس ون» الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «اورېدلي مې دي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ هم جګړه روانه ده. باید صبر وکړم، څو بېرته راستون شم.» هغه همداراز یې زیاته کړه، اوس د یوې بلې جګړې پر حلولو بوخت دی وروسته به دغې موضوع ته سر ورښکاره کړي.

ټرمپ وایي: «زه د جګړو په حلولو کې ښه یم. د سولې په ټينګښت کې ښه یم او زه ویاړم چې دغه کار کوم.»

هغه همداراز په ډاګه کړه، د څو کلنو جګړو په پای ته رسولو او د سولې په ټينګښت سره یې میلیونونه کسان ژغورلي او دغه کار یې هم د نوبل د سولې جایزې د ترلاسه کولو لپاره نه دی کړی، بلکې د انسانانو د ژغورنې لپاره یې کړی دی.

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور وروسته له هغې بل شو، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تېرې پنجشنبې د تلې ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني، ویې ویل چې د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.

په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد څخه ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ، که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.

طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

اسلام اباد بیا پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل، خو افغان طالبانو خبرداری ورکړی، که پاکستان بیاځلې د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړل شي.

له دغې جګړې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تبلغاتو زور واخیست او لا تر اوسه هم په کره توګه روښانه نه ده، چې په دغې جګړه کې په دواړو خواوو کې څومره کسان وژل شوي او همداراز ولسي وګړو ته د اوښتې زیان کچه څومره ده.

ندا محمد ندیم د افغانستان په چارو کې د مصر د نه‌مداخلې پالیسي وستایله

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د مصر سفارت له مستشار سره په لیدنه کې د دغه هېواد هغه پالیسي وستایله، چې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي. په لیدنه کې د مصر استازي افغان محصلانو ته د غوره روزنې او نورو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ندا محمد ندیم د مصر سفارت په فرهنګي او تعليمي چارو کې له مستشار محمد عبدالحلیم سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر نږدې مذهبي او تاريخي اړیکو خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان په اړه د مصر پاليسي د ستايلو وړ ده، چې د افغانستان ارزښتونو، عنعناتو او قوانينو ته درناوی لري او داخلي چارو کې يې لاسوهنه نه کوي.»

طالبانو د مصر د مستشار له قوله لیکلي: «مصر په دغه هېواد کې مېشتو محصلانو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.»

خالد حنفي د امر بالمعروف غړو ته اجازه ورکړې چې قانون ماتونکي طالب مسوولان ونیسي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي په هلمند کې د محتسبینو په یوې ناسته کې هغوی ته واک ورکړی، چې که د دغې ډلې ملکي یا نظامي مسوولین له قانون څخه سرغړونه وکړي، ونیسي او بندیان یې کړي. هغه ویلي: «د مظلوم شکایت واورئ او د اسلامي شریعت د صلاحیت له مخې اقدام ترسره کړئ.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي په هلمند کې محتسبینو ته په یوه بیان کې د امر بالمعروف غړو ته واک ورکړی، څو هغه کسان ونیسي او محکمې ته یې راجع کړي، چې د دوی له قانون څخه سرغړونه کوي.

حنفي ویلي: «که هر څوک وي، که د لوا مسوول وي، د کنډک مسوول وي، قوماندان وي، د استخباراتو مسوول وي، د محکمې قاضي وي او که د ولایت والي وي، نو د امر بالمعروف غړي صلاحیت لري چې هغوی له ګرېوانه را ونیسي او د خپل منشور له مخې یې محاکمه کړي.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همداراز وایي، که هر مسوول کس ظلم کوي او یا هم «د دین او جهاد» له نوم څخه استفاده کوي، محتسبین کولی شي چې هغوی تر ګرېوانه را ونیسي او زنداني یې کړي.

هغه خپلو محتسیبانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو ته دغه صلاحیت «الله ج او اسلامي نظام» درکړی او باید د مظلوم شکایت حل کړای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: هیله لرو چې یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ د تېرې شپې له جګړې وروسته وايي، اسلام‌اباد دا هیله لري چې یوه ورځ افغان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ریښتیني حکومت مالکان شي. شنونکي بیا دغه څرګندونې پارونکې ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ماښام (د تلې ۲۰مه) د ډيورند کرښې په اوږدو کې د تېرې شپې جګړې په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په افغان لوري کې له طالبانو سربېره «فتنه خوارج او فتنه هندوستان» هم شامل و.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د تېرې شپې جګړه غېر ضروري بللې او په وینا یې په دې سره به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام‌اباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټولګډونه او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغې خبرپاڼې مخکې یعنې نن سهار (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شوې جګړې په تړاو ځانګړي خبري کنفرانس کې په ډاګه وویل، پاکستان د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي چې ځینې افغانان په خپل دام کې راګیر او بیا یې د افغانستان د ملي امنیت پر ضد وکاروي.

د ذبیح‌الله مجاهد ځانګړی خبري کنفرانس
100%
د ذبیح‌الله مجاهد ځانګړی خبري کنفرانس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې هېڅ ډلې ته اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي، د افغانستان په ټوله خاوره کې هېڅ ډول ګواښ نشته او په تېرو اتو میاشتو کې کومه د پام وړ سیاسي امنیتي پېښه نه ده را منځته شوې او له هغې مخکې کوم لوی او واړه بریدونه چې په افغانستان کې شوي، هغه د افغانستان په ګاونډ کې د فتنې او فساد له مرکزونو څخه تنظیم او ترسره شوي وو او په وینا یې د هغو ټول عاملین یا نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خپل ځان د دفاع له حق څخه په ګټې اخیستنې سره یې په تېره شپنۍ جګړه کې طالبانو او «اړوندو خوارجو» ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې او همداراز یې هغه تاسیسات هم له‌منځه وړي چې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو د طرحه کولو لپاره ترې استفاده کېده.

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان خبرو اترو او ډيپلوماسۍ او همداراز له افغانستان سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکو ته ارزښت ورکوي او په هند کې د امیرخان متقي هغه څرګندونې چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته هم رد کړې او ادعا یې کړې، چې په افغان خاوره کې ترهګر پټنځایونه لري او په ازادانه توګه فعالیت کوي.

د دغې خبرپاڼې له‌مخې، پاکستان په افغانستان کې د «فتنې خوارجو او فتنې هندوستان» د موجودیت او له هغه ځایه د فعالیتونو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې د ترهګرو عناصرو پر وړاندې جدي او د تایید وړ اقدمات وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او داعش هم په پوره قوت سره ځپل شوی او په وینا یې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش پروژې پر موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړي او د هغو په وسیله خپل دیني علماء او خلک وژني او همداراز د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې ګواښي او په باور یې «پاکستان خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»

د مجاهد په وینا، داعش څو کاله مخکې د ډیورند کرښې ها خوا په اورکزیو ساحه کې سر راپورته کړ او مشري هم د سعید خان په نوم د یوه پاکستاني پر غاړه وه او پر کابل د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته دغه ډله د دوی له لوري ځپل شوې او اوس په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپلو اصلي سیمو ته تښتېدلي او هلته یې نوي پټنځایونه او مرکزونه جوړ کړي او له نورو هېوادونو استخدام شوي کسان د پاکستان له لوېدیځې پولې او د کراچۍ او اسلام‌اباد له هوایي ‌‌‌ډګرونو خپلو یادو مرکزونو ته لېږدوي او له روزنې وروسته بیا یې افغانستان او نورې نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو په موخه استوي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي، «زموږ د اطلاعاتو له‌مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود دي، افغانستان په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص باید اسلامي امارت ته وسپارل شي.»

مجاهد همداراز له پاکستان څخه غوښتي، که یاد کسان دوی ته نه سپاري نو لږ تر لږه دې باید له خپلې خاورې وباسي او په دې توګه دې خپل مسوولیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.

پاکستان له یادو جګړو وروسته خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به په خپله خاوره کې له قوانینو سره سم د افغان کډوالو په تړاو اقدامات وکړي. دمګړی په پاکستان کې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان شپې او ورځې تېروي. په دې سره په پاکستان کې مېشت یو زیات شمېر افغانان په وېره کې دي چې ګنې له یادو نښتو وروسته به له دوی سره ناسم چلند لاپسې بد شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې له منفي چلند، د حریم نقضولو او نورو پارونکو کړنو لاس پر سر شي، ګنې یادې کړنې به په طبیعي ډول خورا منفي او نا مطلوب عواقب ولري.