ندا محمد ندیم د افغانستان په چارو کې د مصر د نهمداخلې پالیسي وستایله

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د مصر سفارت له مستشار سره په لیدنه کې د دغه هېواد هغه پالیسي وستایله، چې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي. په لیدنه کې د مصر استازي افغان محصلانو ته د غوره روزنې او نورو همکاریو ډاډ ورکړی دی.




