ازادۍ جبهه وایي، په کندوز کې یې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی

د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د یکشنبې په ماښام د (تلې پر ۲۹مه) یې د کندوز ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی. دغه جبهه وایي، یاد برید کې یې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی دی. تر اوسه پر کابل واکمنې ډلې د دغه ادعا په تړاو څه نهدي ویلي.