هند کې د یوشمېر کارخونو شربتونه د ماشومانو د مړینې لامل کېږي

د هند د مالي جرمونو ضد ادارې خبر ورکړی، چې د بې‌کېفیته درمل جوړوونکو پر ضد یې پراخ عملیات پیل کړي. دغه اداره وایي، د هغه کارخونو په تړاو جدي اقدامات کوي چې شربتونه یې د ماشومانو د مړینې لامل کېږي. رویټرز راپور ورکړی، چې نږدې ورځو کې ۱۹هندي ماشومان بې‌کېفیته شربتونو مړه کړي.