خواجه اصف: بېاسناده افغان کډوال به بېرته افغانستان ته واستول شي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له سرحدونو ساتنه د ایالتي حکومتونو نه؛ بلکې د فدرالي حکومت صلاحیت او مسوولیت دی. هغه زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د وتلو موضوع هم فدرالي حکومت پورې اړه لري او فدرالي حکومت به په دې اړه پرېکړه کوي.