پاکستان د افغان کډوالو ستنولو لپاره په لنډمهالي ډول د سپین بولدک -چمن دروازه پرانیستې وه

پاکستان د دوشنبې په ورځ په چمن کې د سلګونه بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د سپین بولدک -چمن دروازه د لنډې مودې لپاره پرانیستې وه. دغه کډوال د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت وو.