• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران یوې ابتدایه محکمې دوه فرانسوي وګړي په جاسوسۍ تورن کړل

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د ایران یوې ابتدایه محکمې دوه فرانسوي وګړي د جاسوسي په تور تورن کړي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې له دې دوو کسانو یو یې د ایران د امنیت پر وړاندې د جرم ترسره کولو او توطیې په تور په ۵ کاله بند او له اسراییل سره د استخباراتي همکارۍ له امله په ۲۰ کلونو تبعیدي بند محکوم شوی.

دا چې بل کس په څو کله حبس محکوم شوی، په اړه یې لا جزییات نه دي ورکړل شوي.

فرانسې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۳

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۴

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

کرملېن: د غزې له اوربند وروسته د اوکراین په سوله کې د ټرمپ د هڅو هرکلی کوو

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱
100%

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملېن) د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې ارادې هرکلی کوي، چې غواړي د غزې تر اوربند وروسته د اوکراین د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز وکړي.

کرملېن هیله څرګنده کړې چې ټرمپ به کییف د سولې یوې هوکړې ته وهڅولای شي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې مسکو لا هم د سولې خبرې نه دي بندې کړې او د ټرمپ د ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف، د هڅو ستاینه کوي.

پیسکوف زیاته کړه: «موږ بې شکه د دا ډول نیتونو هرکلی کوو، او د سیاسي ارادې دا څرګندونه چې د سولې د موندلو لپاره هر ممکن ګام پورته شي، موږ ته د قدر وړ ده.»

هغه وویل، روسیه له مخکې له ویټکاف سره اشنا ده.

پیسکوف هیله وښوده چې ویټکاف به په اوکراین کې هم د روانو هڅو په پرمختګ کې مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ چې پرون دوشنبه یې د اسراییل په کنېست (پارلمان) کې وینا وکړه، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند تر اعلان وروسته وویل چې غواړي د ایران له اټومي پروګرام سره تړلې هوکړه ترلاسه کړي، خو لومړی به د اوکراین جګړې ته پام وکړي.

هغه خپل استازي سټیو ویټکاف ته وویل: «لومړی باید د روسیې موضوع حل کړو. راځئ، په همغې تمرکز وکړو.»

د الجزیره رپوټ: هند هغه مسلمانان نیسي چې له محمد ص سره د مینې اظهار کوي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱
100%

الجزیرې رپوټ ورکړی، چې له تیرې میاشتې راهیسې د هند پولیسو د لومړي وزیر نریندرا مودي د هندو ملت‌پال ګوند (بي‌جی‌پي)تر واک لاندې ایالتونو پر ګڼو بازارونو او کورونو چاپې وهلې او لسګونه مسلمانان یې له دې امله نیولي، چې «له محمد ص سره د مینې اظهار کوي».

د رپوټ له مخې، د دوی «ګناه» پر پوسټرونو، یا ټولنیزو رسنیو «زه له محمد سره مینه لرم لیکل دي، مانا دا چې له پیغمبر سره د مینې څرګندول دي. هندي چارواکي وايي دا کار د «عامه نظم» لپاره ګواښ ګڼل شوی.

د الجزیرې د راپور له مخې، تر اوسه په لږ تر لږه ۲۲قضیو کې له ۲۵۰۰ زیات مسلمانان تورن شوي دي. د مدني حقونو د ساتنې نادولتي ټولنې (اې‌پي‌سي‌ار) د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۰کسان د(بي‌جی‌پي)تر واک لاندې بېلابېلو ایالتونو کې نیول شوي دي.

د سپتمبر په څلورمه، د هند د شمالي ایالت اتر پردېش په کانپور ښار کې مسلمانانو د میلاد النبي (ص) نمانځنه کوله، چې د یوې کوڅې اوسېدونکو یوه ځلیدونکې لوحه ولګوله چې پرې لیکلي یې وو «زه له محمد (ص)سره مینه لرم.»

خو دې لوحې، چې د مشهور شعار«زه له نیویارک سره مینه لرم»بڼه یې اخیستې وه، د ځینو هندو اوسېدونکو غبرګون راوپاروه. دوی وویل چې دا نوې لوحه د دیني نمانځنې دودیزې بڼې برخه نه ده او د ایالت قوانینو له مخې په عامه مذهبي مراسمو کې نوې نښې نښانې نه شي زیاتولی.

د کانپور شاوخوا ۲۰سلنه نفوس مسلمانان دي.

پولیسو بیا د شکایتونو پر بنسټ د شلو کسانو پر ضد د مذهب پر بنسټ د دښمنۍ هڅولو جدي تورونه ولګول، چې سزا یې تر پنځو کلونو زندان پورې ده.

د کانپور پېښې د مسلمانو سیاسي مشرانو او خلکو غبرګون راوپاروه او د پولیسو پر ضد مظاهرې نورو ایالتونو لکه تیکلانګانا، ګجرات، مهاراشترا، اتراکنډ او جمو کشمیر ته وغځېدلې او د «زه له محمد (ص)سره مینه لرم»لوحې، کمیسونه او پوسټونه په ټول هېواد کې خپاره شول.

شاوخوا ۲۷۰کیلومتره لرې، د اتر پردېش په بریلي ښار کې، خلکو د یو سیمه‌ییز امام په بلنه د کانپور د نیونو پر ضد مظاهره وکړه، خو د سپتمبر په ۲۶مه دا مظاهره تاوتریخوالي ته واوښته او له پولیسو سره نښته وشوه.

پولیسو وروسته ۷۵کسان ونیول، چې امام توقیر رضا او د هغه خپلوان او مرستیالان پکې شامل وو. د ځايي چارواکو له‌خوا لږ تر لږه څلور ودانۍ چې د دغو کسانو وې، ویجاړې شوې.

په تېرو کلونو کې سلګونه مسلمانان د ورته غیرقانوني ورانکارۍ ښکار شوي، چې نه یې له ورانولو مخکې خبر ورکړل شوی او نه د محکمې حکم موجود دی. د هند سترې محکمې ویلي چې د کورونو ورانول د قانون له چوکاټه بهر سزا نه شي کېدای، خو فعالان وایي، په ډېرو ځایونو کې دا حکم عملي نه‌دی.

په ورته وخت کې، په نورو ایالتونو حتا د مودي په خپل ایالت ګجرات کې هم لسګونه مسلمانان د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو یا ویډیوګانو له امله نیول شوي چې «زه له محمد (ص)سره مینه لرم» یې لیکلي وو.

د هند اساسي قانون د مذهب د ازادۍ او د بیان د ازادۍ حق تضمینوي. ۲۵مه ماده د هر وګړي د مذهب د ازاد تمرین حق خوندي کوي. همدارنګه ۱۹(۱) ماده د وینا او څرګندونې ازادي ورکوي تر هغه چې دا تاوتریخوالی یا کرکه ونه هڅوي.

خو پولیسو د نیول شویو کسانو پر ضد هغه قانوني مادې کارولې چې د «مذهبي تاوتریخوالي یا ګډوډۍ د هڅونې» په تور د خلکو د راټولېدو مخه نیسي حتا پر هغو کسانو چې یوازې یې کمیس اغوستی یا په ټولنیزو رسنیو یې «زه له محمد (ص)سره مینه لرم» لیکلي وو.

د اوښکو او غېږو شېبې؛ اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیان له خپلو کورنیو سره یوځای شول

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۳ GMT+۱
100%

د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو ستنېدو د اسراییل، غزې او لوېدیځې غاړې په سیمو کې احساساتي صحنې رامنځته کړې.

100%

رېیم کې، ماتان زنګوکر له دوو کلونو بند وروسته له خپلې مور سره وکتل.

100%

رېیم کې، اسراییلي یرغمل نیمروډ کوهن له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

100%

رام‌الله، له اسراییلي بند څخه خوشې شوی فلسطینی له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

100%

رام‌الله، د اسراییل له بند څخه د خوشې شوي فلسطیني څخه د هغه کورنۍ هرکلی کوي.

عبداللطیف منصور د انرژۍ په یوه نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ. دغه وزارت یاد سفر د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم سفر بللی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، عبداللطیف منصور به په یاد نړۍوال فورم کې له ګډون سربېره د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.

دغه وزارت یاد سفر مهم بللی، ځکه په وینا یې د انرژۍ نړۍوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.

خبرپاڼه کاږي، عبداللطیف منصور به په دې سفر کې هڅې وکړي چې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونو ته ګډون کوونکي غړي هېوادونه وهڅوي.

د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.

ټرمپ: د تهران له چمتو کېدو سره سم له ایران سره د هوکړې لپاره تیار یم

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱
100%

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ورځ د اسراییل په پارلمان کې ویلي چې که ایران چمتو وي نو دی ورسره موافقه کوي.

تهران او واشنګټن د جون په میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې تر مخه د اټومي خبرو پنځه دورې ترسره کړې وې، هغه جګړه چې واشنګټن په کې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

دغه خبرې له لویو خنډونو سره مخ شوې، لکه په ایران کې د یورانیمو بډاینې موضوع چې لویدیځ غواړي دا مساله پر ځای ودریږي څو د وسلې جوړولو خطر تر ټولو کم حالت ته راټیټ شي، خو تهران دا پلان رد کړی دی.

ټرمپ د ایران سره د یوې معاملې په اړه وویل: «موږ چمتو یو کله چې تاسې چمتو یاست او دا به غوره پرېکړه وي.»

هغه د پارلمان غړو ته وویل: «موږ د دوستۍ او همکارۍ لاس پرانستی دی. زه درته وایم، هغوی (ایران) غواړي معامله وکړي. که موږ موافقه تر لاسه کړو نو ډېر ښه به وي.»

د شنبې په ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا د اټومي پروګرام په اړه د احتمالي «عادلانه او متوازن» وړاندیز هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې تهران د خبرو لپاره کوم پیلني ټکي نه دي تر لاسه کړي.