نن هم د تورخم او سپین بولدک په ګډون له پاکستان سره ټولې لارې تړلې دي

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته نن درېیمه ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او خرلڅي لارې بندې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته نن درېیمه ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او خرلڅي لارې بندې دي.
طالبانو او د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. د معلوماتو له مخې؛ دواړه خواوو ته ګڼ مساپر او سوداګریز بار وړونکي موټرونه له تېرو درېیو ورځو راهیسې بند پاتې دي.

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ومنله، که څه هم طالبان د اسلاماباد لهخوا جوړ شوي او پياوړي شوي؛ خو نور د دوی د باور وړ نیابتي ډله نهده.
په دې اړه د نوي ډيلي یوې څېړنیزې ادارې څېړونکې نينا شرما باور لري، چې پاکستان د طالبانو په ملاتړ خپلو ستراتيژيکو موخو ته نهدی رسېدلی؛ بلکې دغه ډله اوس د پاکستان لپاره په امنيتي سرخوږي اوښتې ده.
هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښته وشوه. پاکستان تل د افغانستان او هند ترمنځ ښو اړیکو اندېښمن کړی، هغه که د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پرمهال اړیکې وې او که اوس د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دي.
د پاکستان ستراتيژي جوړوونکو تل دا هڅه کړې، چې باید هند په افغانستان کې نفوذ ونه لري چې د دوی له نظره د پاکستان لوېديځې پولې خوندي پاتې شي. اوس اسلاماباد باور لري، چې طالبان د هغو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي چې هند وخت ناوخت د پاکستان د بېثباته کولو لپاره کار ترې اخیست او اوس داسې ښکاري، چې دغه ستراتيژيکو موخو د يوې امنيتي کندې بڼه غوره کړې ده.
د سياست او حکومتولۍ په برخه کې د څېړنیز بنسټ غړې نینا شرما د دوشنبې په ورځ په اسيا ټايمز کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي، پاکستان د طالبانو په ملاتړ نهدي توانېدلي چې خپل سرحدونه او خاوره خوندي کړي.
د پاکستان د امنيتي مطالعاتو او څېړنو مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړيو درېیو مياشتو کې د پاکستان شاوخوا ۲۴۱۴ پوځیان وژل شوي، چې دغه شمېر د ۲۰۲۴کال له تلفاتو سره برابر دی.
دغه ډول د وسلهوالو شخړو د معلوماتو سازمان ACLED شمېرې ښيي، چې تېر کال د پاکستاني طالبانو تحریک او پاکستان امنيتي ځواکونو ترمنځ لږ تر لږه ۶۰۰ نښتې شوې دي. اسلاماباد وايي، چې د دغه نښتو ډېروالي لامل د افغان طالبانو لهخوا د پاکستاني طالبانو ملاتړ دی.
نينا شرما ليکي:« په تېرو دوو لسيزو کې د پاکستان پوځ دا هڅه کوله، چې په کابل کې داسې ډله واکمنه کړي چې د هند نفوذ کم کړي او خپل سرحدونه ارام وساتي؛ خو د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره پاکستان دې موخې ته ونه رسېد.»
د مېرمن شرما په وينا؛ طالبان اوس هڅه کوي، چې پر پاکستان خپله تکیه کمه کړي او ځان د يوه خپلواک ځواک په توګه معرفي کړي؛ ځکه یې له هند سره خپلې اړيکې پراخې کړې او پاکستان نهشي کولای، چې د دغه اړيکو د پراخېدو مخه ونيسي.
دغه هندۍ څېړونکې باور لري، چې په افغانستان او پښتونخوا کې پر پاکستاني طالبانو هوايي بريدونه د پاکستان سرحدي سیمې نهشي خوندي کولای؛ ځکه چې پاکستاني طالبان د دغه بریدونو په بدل کې غبرګون ښيي او افغان طالبان هم د اسلاماباد په غوښتنه د پاکستاني طالبانو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي.
د هغې په وينا؛ له ستراتيژيک پلوه هغه موخه چې پاکستان یې پخوا په لټه کې و، اوس د يوې امنيتي کندې بڼه غوره کړې او ګواښ یې تر پخوا ډېر شوی دی.
اغلې شرما وړاندوينه کوي، چې ښايي پاکستان په افغانستان کې د دغه وسلهوالو ډلو د پټنځایونو ویجاړولو لپاره ځمکني عملیات ونه کړي؛ خو خپلو توپچي او هدفي هوايي بریدونو ته به دوام ورکړي. دغه ډول به پاکستان دا هڅه هم وکړي، چې د چين او قطر له لارې پر طالبانو سياسي فشار راوړي.
خو د افغانستان طالبان نه غواړي داسې ښکاره شي، چې ګواکې د پاکستان د فشار له امله له خپل دریځ څخه په شا شوي دي. د شرما په وينا؛ له پاکستان سره د افغان طالبانو مخالفت هغوی ته په ملي کچه مشروعیت او ارزښت ورکوي، په داسې حال کې چې دغه ډله له جدي سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د صنعت او سوداګرۍ له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او هند د سوداګرۍ کچه نږدې یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلې او په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره شوې ده.
نوموړي له هندي چارواکو وغوښتل، چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدام وکړي؛ ترڅو د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ متقي په نوي ډیلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې له فدراسیون سره په ګډه غونډه کې ویلي: «په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو زمینه برابره شوې ده.»
د راپورونو له مخې؛ هندي صنعت کارانو او پانګهوالو د ویزو او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټنیګار کړی دی.
هند په وروستیو کلونو کې د افغانستان یو له سیمهییزو سوداګریزو شریکانو و؛ خو د پخواني حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې کمې شوې.
په کندهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د طالبانو په دويمې واکمنۍ کې د دولتي ښوونځیو کیفیت خورا ټیټ شوی؛ ځکه د ښوونځیو مشري طالبانو ته سپارل شوې، د څار څانګه لغوه شوې، له ساینسي علومو سره توپیري چلند کېږي، ډېری لابراتوارونه غیر فعال او اوس د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم نه جوړېږي.
د داوودشاه کور د کندهار ښار په میروېس مېنه کې دی؛ خو هغه هر سهار خپل دوولس کلن زوی فرید پر موټرسایکل سپروي، په عینو مېنه کې یې یوه خصوصي ښوونځي ته بیايي او غرمه یې بېرته راولي، چې تګ راتګ یې یو ساعت وخت نیسي.
هغه وايي، د خصوصي ښوونځیو خاوندان د خپلې ګټې، زدهکوونکو جذبولو او نورو خصوصي ښوونځیو سره د سیالۍ له امله هڅه کوي چې د خپلو ښوونځیو کیفیت لوړ کړي؛ د بېلګې په ډول تکړه ښوونکي وګوماري، ښه درسي مواد او چاپېریال برابر کړي، درسي بهیر په ښه ډول وڅاري او د زدهکوونکو او د هغوی د کورنیو اندېښنو ته ځواب ووايي.
هغه زیاتوي، که څه هم ځینې خصوصي ښوونځي له زدهکوونکو په یوه او بله پلمه پیسې غواړي او موخه یې یوازې شخصي ګټه ده؛ خو په ټوله کې یې کیفیت تر دولتي ښوونځیو ښه دی.
د ښوونځيو نامسلکي رهبري
سرچینې وايي، چې طالبانو په ښوونځیو کې د جمهوریت د دورې مدیران او سرښوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې ملایان، طالبان او قاریان مقرر کړي دي. د ښوونې او روزنې کارپوهان وايي، چې دغه کار پر درسي کیفیت ناوړه اغېزې کړې دي.
د سرور خان په نوم یو ښوونکی وايي، چې د جمهوریت پر مهال د نږدې هر ښوونځي مدیر او سرښوونکی د مدیریت ترڅنګ ښه ښوونکی هم و؛ که کوم ښوونکی به رخصت یا
غیر حاضر و، مدیر یا سرښوونکی به ټولګي ته ورغی او درس به یې ورکړ؛ خو د ښوونځیو اوسني مشران دغه استعداد او وړتیا نهلري.
هغه زیاتوي، کله چې د ښوونځي مدیر او سرښوونکی مسلکي نه وي درسي بهیر په علمي او مسلکي ډول نه شي څارلای؛ ځکه په درسي پلان، درسي میتود او ټولګي د کنټرول په لارو چارو نه پوهېږي، کله چې نه پوهېږي نو ښوونکو ته هم مسلکي لارښوونه نه شي کولای، په دې صورت کې که ښوونکی بېغوري کوي؛ خو مخه یې نه نیول کېږي.
د کندهار یو بل ښوونکی جبار خان وايي:« مسلکي مدیر او سرښوونکی هم د ښوونکو او هم د زدهکوونکو ستونزې حل کولای شي. د دې ترڅنګ درسي بهیر هم ښه څارلای شي؛ که داسې یې وګڼو چې د فزیک، کېمیا او ریاضي ښوونکی کمزوری وي یا د درس لپاره چمتووالی ونه لري، دې نیمګړتیا ته د نامسلکي مدیر یا سرښوونکي نه ورپام کېږي.»
جبار خان زیاتوي، اوس د ښوونځیو د مشرانو پام یوازې د زدهکوونکو کالیو، لنګوټو او ږېرو ته اوښتی دی، درسي بهیر ورته هیڅ ارزښت نهلري. که ټولګي ته ورځي نو یوازې دیني مضمونونه څاري.
د پیډاګوژۍ کارپوه عزیزالله خان وايي، چې مسلکي مدیر یا سرښوونکي پوهېږي چې هر ښوونکی یې څومره استعداد لري، باید له کومو درسي موادو او درسي میتودونو کار واخلي؛ د ښوونځیو مسلکي مشران ښوونکو ته یوازې په خوله لارښوونه نه کوي؛ بلکې په عملي ډول کار ورسره کوي.
عزیزالله خان زیاتوي، ډېری ښوونکي غواړي چې مسلک یې یو مضمون وي او دی د ځان د هوساينې لپاره د بل مضمون غوښتنه وکړي؛ لکه د ریاضي ښوونکی وايي، چې «زه د ورزش یا پښتو مضمون غواړم؛ خو مسلکي مشرتابه هڅه کوي، چې د هر مضمون لپاره مسلکي ښوونکی وګوماري او تر ګومارنې وروسته یې ګام په ګام وڅاري.»
د څار امریت لغوه کول
د راپورونو له مخې؛ طالبانو د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ په میاشت کې د ښوونکو د روزنې ۴۹ عالي موسسات (دارالمعلین) او دغه موسساتو سره تړلې ۱۹۸ نورې ادارې هم د ښوونې او روزنې وزارت له تشکیل څخه حذف کړې، تر هغه وروسته یې د کندهار د پوهنې ریاست د ښوونځیو د څار امریت هم لغوه کړ.
د کندهار یو ښوونکی صمد خان وايي، د کندهار دارالمعلین استادان د پوهنې ریاست له (تضمین او کیفیت امریت) سره یو ځای کړل شوي؛ اوس د ښوونځیو څارنه د دغه امریت پر غاړه ده، چې د مسلکي پرسونل شمېر یې تر ۲۰ ډېر نهدی.
معلم صمد خان زیاتوي، چې پخوا د څار څانګې ۸۰ غړي او د هر مضمون لپاره یې متخصص څارونکي لاره؛ خو اوس دغه څانګه یوازې ۲۰ غړي لري.
صمدخان زیاتوي، په ۲۰ کسانو د ۵۶۵ ښوونځیو څارنه مطلوبه پایله نهلري؛ اوس په کال کې هر ښوونځي ته یوازې یو څارونکی ورځي او هغه هم عمومي څارونکی دی او د هر مضمون لپاره جلا متخصص څارونکی نهشته.
د روزنیزو ورکشاپونو نشتوالی
سرچینه وايي، د جمهوریت پر مهال هر کال د ښځینه او نارینه ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړېدل چې د نوو او پخوانیو ښوونکو ظرفیت په لوړلو کې یې مهم رول لاره؛ خو د طالبانو تر راتګ وروسته د ښوونکو لپاره یوازې یو ورکشاپ جوړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دوه کاله مخکې یوې مرستندویه ادارې د ښځینه ښوونکو لپاره ۱۵ ورځنی ورکشاپ جوړ کړ؛ خو طالبانو ښځینه ښوونکو ته اجازه ورنه کړه او له امله یې یاد سیمینار یوازې د نارینه ښوونکو لپاره جوړ شو.
روغ ښوونځي او ویجاړ لابراتوارونه
سرچینه وايي، چې د ډېریو لېسو لابراتوارونه فلج شوي دي؛ کېدای شي کوم اسکلیټ پهکې پاتې وي، نور پام نه ورته کېږي، حال دا چې له لابراتوار پرته ساینسي علوم نه زده کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې طالبان له ساینسي علومو سره ښکاره تعصب کوي، د ديني مضمونونو په ساعتونو کې زدهکوونکو ته وايي چې ساینس عبث علم دی؛ باید اخروي یا ديني علوم زده کړئ.
که په ټولو دولتي ادارو کې د یوې ډلې مطلق انحصار، کار اهل کار ته نه سپارل او عصري علومو سره دښمنۍ ته وګورو دا اټکل کولای شو، چې په ټولیز ډول د افغانستان د ښوونې او روزنې کیفیت خورا ټیټ شوی دی.
یادونه:
په دغه راپور کې د امنیتي لاملونو له مخې ټول لیکل شوي نومونه مستعار دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د هند د صنعت او سوداګرۍ د وزیر جیتین پرساد تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه وشوه، چې د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه جوړه شي. خو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ لنډه ټرانزیتي لاره لانجمنه ده.
په دې کتنه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) په نوي ډیلي کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو هم خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه وکړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، دواړو لوریو همداراز سلا وکړه چې د افغانسان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه به وخت پر وخت د سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او غونډې ولري.
احمدالله زاهد په دې کتنه کې هندي لوري ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د هند او افغانستان تر منځ لنډه ځمکنۍ ټرانزیتي لاره پر پاکستان ده او پاکستان ډېری وخت په دې برخه کې ستونزې جوړوي او ورسره لاره بندوي چې له امله یې افغان او هندي سوداګر سخت زیانمنېږي.
د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د افغانستان انټرنشنل- پښتو سپېس کې وویل، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د پاکستان د زور په مقابل کې خبرې نهکوي، بلکې یوازې د مظلوم په مقابل کې په لوړ اواز خبرې کوي او یوازې پر افغانانو خپل ظلم ته دوام ورکوي.
جنرال سمیع سادات د لومړي ځل لپاره پر کابل د پاکستان هوايي برید یو «ګستاخانه» عمل وباله او له یاد هوايي برید وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه هم ورته جالبه ښکاري، ځکه طالبان د پاکستان محصول ګڼي.
سمیع سادات طالبان په درېیو برخو وېشي، یو دا چې د هبتالله او سراجالدین حقاني په ګډون شیوخ دي چې په وینا یې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایاېسای) لاسپوڅي دي او دویم ګډ، وطني او سخت دریځه طالبان دي او درېیمه برخه یې بیا چې ۸۰ سلنه جوړوي طالب عسکر او تر امر لاندې یې دي.
د سادات په وینا، لومړۍ کټګوري طالبان د پاکستان په ګټه کار کوي ځکه خپله راتلونکې بېرته په پاکستان کې ګوري، خو طالب جنګي قومندانان بیا د پاکستان پر وړاندې د جدي دریځ پلوي دي.
هغه د طالبانو د مشر په تړاو زیاتوي: «هبتالله د پاکستان لاسپوڅی دی ځکه تر اوسه یې د پاکستان پر وړاندې د جګړې په تړاو هېڅ دریځ نه دی ښودلی او د زور په مقابل کې خبرې نه کوي، یوازې د مظلوم په مقابل کې د ده اواز لوړ وي.»
د نوموړي په باور، د پاکستان په ایاېسای کې دوه ډلې دي؛ یو یې له مذهبي ډلو سره ښې اړیکې لري بل یې پر ضد دي او په وینا یې د ډیورند کرښه کې جګړه د افغانانو په تاوان ده، ځکه دواړه لوري افغانان زیانمنېږي.
هغه د پاکستان د هغې هیلې چې ګواکې افغانان ازاد او یو ریښتینی حکومت ولري په غبرګون کې ویلي: «پاکستان په خپله ازاد نهدی، سیاستوال یې یا بندیان کېږي او یا هم ترور کېږي. هلته نه سیاست او نه هم رسنۍ ازادې دي، پاکستان دې اول په خپل مملکت کې ازادي راولي.»
ایا پاکستان د افغانستان نظام بدلولی شي؟ | افغانستان انټرنشنل پښتو
د سمیع سادات په باور، په افغانستان کې د نظام بدلون باید د افغانانو په لاس، د افغانانو په خوښه او ارادې سره رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې پر کابل او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر ځینو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو تر اوسه هېڅ خبره نه ده کړې او همداراز په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله د ویجاړیو او اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې هم هېڅ نه دي ویلي.