• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان او نړۍ کې ۱۴ میلیونه خلک د مرستو د کمېدو له امله له سختې لوږې سره مخ دي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۱

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان، کانګو، هایټي، سومالیا، سوېلي سوډان او سوډان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک د نړۍ د بشردوستانه مرستو د کمېدو له امله د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي. د دوی په خبره، د مرستو کمول د لوږې پر وړاندې د مبارزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، امریکا چې د دې ادارې تر ټولو لوی مالي ملاتړی دی، د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال یې خپلې بهرنۍ مرستې سختې راکمې کړې.

نورو لویو هېوادونو هم خپلې بشري او پرمختیایي مرستې کمې کړې دي یا یې د کمولو پلان لري.

یاد سازمان زیاتوي: «زموږ بودیجه به په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۰ سلنه راکمه شي، چې د ۲۰۲۴ کال له ۱۰ میلیارد ډالرو څخه ۶.۴ میلیار ډالرو ته ورسېږي. دا حالت زموږ د مرستې رسولو وړتیا ډېره محدوده کړې.»

سازمان خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو کمښت ممکن ۱۳.۷ میلیونه کسان د «بېړنۍ لوږې» سره مخ کړي چې دا پړاو یوازې له قحطۍ یوه درجه لرې ده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام مشره سینډي مکین وايي: «د اړتیاوو او زموږ د مالي توان ترمنځ واټن هېڅکله دومره نه و. که مرسته ونه شي، نو د لوږې پر وړاندي د څو لسیزو پرمختګونه به له منځه ولاړ شي.»

هغې زیاته کړه: «دا ستونزه یوازې هغو هېوادونو پورې محدود نه دی چې له ناورین سره مخ دي. د ساحل په سیمه کې چېرې چې ۵۰۰ زره کسان نور د خوړو له مرستو بې‌ برخې شوي وو که ملاتړ ونه شي، ښايي دا لاسته راوړنه له لاسه ورکړو. موږ باید د شا تګ مخه ونیسو.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له بېوزلۍ او لوږې سره مبارزه کوي او نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

امریکا ویلي، د دې له امله چې له طالبانو سره د مرستو د لاس‌ رسي په اړه اندېښنه لري، افغانستان ته یې خپلې مرستې بندې کړې دي.

طبیعي پېښو لکه د ختیځ افغانستان وروستۍ زلزله، سېلابونه، وچکالي او د فقر د له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو نشتوالی د دې لامل شوي، چې افغانستان له یوه سخت بشري حالت سره مخ شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په بولدک کې یو شمېر کورنۍ د پاکستان د بیا بریدونو له وېرې خپلو کورونو ته نه ستنېږي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د سپین بولدک اوسېدونکي وايي، د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د جګړې د پیل سره سم د وېش سیمې یا صفري نقطې شاوخوا ډېری کورنۍ خوندي ځایونو ته وتلي دي. دغه کورنۍ د جګړې له وېرې خپلو کورونو ته بېرته ستنېدلی نه شي او د دوی په خبره، د خوراکي توکو، درملو او بېړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

د دې خلکو په وینا، که څه هم د ورځې په جریان کې د اوربند خبر ورکړل شو؛ خو پاکستاني ځواکونو د کابل او کندهار په بېلابېلو سیمو کې هوایي بریدونه تر سره کړل او زیات شمېر ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د سپین بولدک د وېش سیمې یوه اوسېدونکي سید احمد له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي: «موږ خپلو کورونو ته ستنېدلای نه شو. پاکستانۍ الوتکې لا هم زموږ د کورونو په شاوخوا کې کرځي او وېره شته چې بمبار وکړي، ماشومان، ښځې او زاړه کسان ټول په خطر کې دي. موږ نشو کولای پر پاکستان باور وکړو، ځکه کله چې جګړه د طالبانو او هغوی تر منځ رامنځته کېږي، دوی د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي.»

د سیمې د خلکو په وینا، د جګړې له پیل څخه تر دې دمه ګڼ شمېر کورنۍ خپل کورونه پرېښي او په بل ځای کې هغه کلیو کې مېشت شوي، چې د تخته پل ولسوالۍ خوا ته پرتې دي.

دوی وايي، د جګړې ډزو او هاوانونو له امله ماشومانو او ښځو ته جدي زیان رسېدلی او ډېری کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

یوه بل اوسېدونکي ویلي: «د پاکستاني ځواکونو هاوانونه زموږ د کورونو او سیمو پر سر اوروي. ماشومان ټپي شوي، ځینې خلک وژل شوي او موږ له وېرې خپلو کورونو ته نه ستنېږو. هر کله چې جګړه او نښتې پېښېږي، ملکي وګړي په سختو شرایطو کې پاتې کېږي، زموږ کورونه د دوی د بریدونو اصلي هدف ګرځېدلي دي.»

د سیمې ځینې وګړي وايي، که څه هم اوربند اعلان شوی، خو دا یوازې د وخت لپاره دی ځکه د پاکستاني ځواکونو پر هوايي بریدونو لا هم باور نشته او هر کله چې جګړه پیل شي، ملکي وګړي یې قرباني کېږي.

د دې خلکو په وینا، دوی نه غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي، تر څو د ماشومانو او ښځو ژوند خوندي پاتې شي.

دوی وايي، دغه کورنۍ د جګړې له وېرې د خپل ځای پر ځای پاتې کېدو هڅه کوي، خو د خوراکي توکو، درملو او بېړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

د سیمې د خلکو خبرې څرګندوي، چې د پاکستان د تېري او هوايي بریدونو دوام د خلکو پر رواني وضعیت جدي اغېزې کړي او هغوی د خپلو کورونو د خوندیتوب لپاره خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.

طالب وزیر په روسیه کې د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د ظرفیتونو او فرصتونو اړوند بحثونه کړي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطيف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په فورم کې ګډون کړی او د افغانستان د انرژۍ د پراخو ظرفیتونو او فرصتونو په اړه یې بحثونه کړي. نوموړي هیله ښودلې، چې په دې سره به د نړۍوالو همکاریو زمینه پراخه شي.

عبداللطیف منصور د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د روسیې د انرژۍ اوونۍ په فورم کې ګډون کړی.

د طالبانو د اوبو او اونرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړو دولتي‌ چارواکو، پانګوالو او د انرژۍ د سکټور متخصصینو برخه اخیستې.

طالبانو دا ناسته د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ، پانګونې، نوښتونو او د نوې ټېکنالوژې د تبادلې لپاره مهم نړۍوال فرصت ګڼلی.

طالب وزیر زياته کړې: «د دې ګډون موخه دا وه چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو په برخه کې د نړۍوالو همکاریو زمینه لا پراخه شي، د بهرنیو پانګوالو باور ترلاسه شي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره عملي لارې چارې رامنځته شي.»

د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.

ریچارډ لینډسي: د بشري حقونو سرغړونو ته رسېدنه د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، چې نن یې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سره د هغه د مهمو هڅو په اړه خبرې اترې کړې دي.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ ویلي: «نن مې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سره د هغه د حیاتي کار په اړه مفصلې خبرې وکړې. برېتانیا په بشپړ ډول د هغه د ماموریت ملاتړ کوي.»

لینډسي ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوی او د دغو مواردو څېړنه د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري.

هغه زیاته کړې، چې د بشري حقونو درناوی او عدالت ته ژمنتیا د افغان ولس د سوکالۍ، سولې او دایمي ثبات لپاره اړینه ده.

منظور پشتین: پاکستاني پوځ تل د جګړې په ډګر کې د ماتې غوسه او وارخطايي په عام ولس اېستلې

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان له خوا په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي:«کله چې دوی په جګړه کې څه نه شي کولی، نو خپله غوسه او وارخطايي یې پر عامو تش لاس ولسونو اېستلې ده.»

پشتین ویلي، چې د پاکستان پوځ پر افغانستان په بریدونو او د ملکي وګړو په وژلو سره جنګي جرمونه وکړل.

نوموړی وايي، په کابل او ګڼو نورو سیمو کې د پاکستان د پوځ په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، چې د پاکستان پوځ تردې وړاندې هم د پاکستان په پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې په خپلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژلي دي.

نوموړي وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به څلور ورځې وروسته د جنګي جرمونو نړیواله محکمه کې پر پاکستان د جنګي جرمونو قضیه ثبت کړي.

د کابل د چاودنو ۵ تنه مړي او ۴۰ ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۱

په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان وکړ، چې نن په کابل کې له چاودنو وروسته دغه روغتون ته پنځه مړي او ۴۰ ټپیان انتقال شوي دي. د ایمرجنسي روغتون مشر دیجان پانیج وايي، چې د لسو تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی. سرچینوافغانستان انټرنشنل ته ویلي چې کابل کې بریدونه پاکستاني الوتکو کړي.

د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون مشر دیجان پانیج وايي، چې ټپیان په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د مرمیو په ټوټو لګېدلي او ځینې سوځېدلي دي.

پانیج وایي، چې پنځه تنه ټپیان روغتون ته پر لاره مړه شوي دي.

د لس تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د مړو او ټپیانو کره شمېر لنډمهالی دی.