• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: په کابل کې پاکستان پر دوو اهدافو هوايي بریدونه کړي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱

په کابل کې معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پاکستان الوتکو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې په تایمني سیمه کې پر دوو ځایونو بریدونه کړي دي. د بریدونو مشخص اهداف تراوسه نه دي په ډاګه شوي. طالبانو تر اوسه پر کابل د پاکستان هوايي برید رسمي نه دی تایید کړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په سپین بولدک کې نننۍ نښتې د افغانستان پر وخت پنځه بجې بندې شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ، چې د اسلام اباد په ټینګار او غوښتنه یې اوربند کړی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون ویلي، چې په کندهار کې هم د طالبانو څو اهداف په نښه شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر پر افغانانو غږ کړی چې دفاع ته چمتو شي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي له خلکو غوښتنه کړې، چې د یوې بشپړې دفاع لپاره ځانونه چمتو کړي او د طالبانو ترڅنګ ودریږي. فراهي د پاکستان له نوم یادولو پرته ویلي، چې دغه هېواد هم خپل ملت یرغمل نیولی او هم په سیمه کې شومې موخې لټوي.

دغه طالب چارواکي د پاکستان او دې ډلې ترمنځ د روانو شخړو په تړاو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې افغانان دې د یوې بشپړې دفاع لپاره ځانونه چمتو کړي او د دې ډلې ترڅنګ ودریږي.

نوموړي ویلي، « افغانان دې د هغه چا په وړاندې د دفاع لپاره چمتو شي، چې د لویدیځ په نیابت سیمه د ناامنۍ په لور بیايي او د ګاونډیتوب او اسلامي ورورولۍ هېڅ اصل ته ژمن نه دی».

مهاجر فراهي د پاکستان له نوم یادولو پرته ویلي، چې دغه هېواد هم خپل ملت یرغمل نیولی او هم په سیمه کې شومې موخې لټوي.

زرداري د طالبانو بریدونو ته د پاکستاني پوځ ځواب «محتاط او اغېزناک» وباله

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ددغه هېواد له پوځ مشر عاصم منیر سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستاني پوځ طالبانو ته « محتاط او اغیزناک» ځواب ور کړی دی.

د پاکستان د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د هېواد د داخلي او بهرني امنیت پر وضعیت خبرې وکړې.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې عاصم منیر زرداري ته د پوځ د «محتاطو او موثرو اقداماتو» په اړه معلومات ورکړل، چې ددوی په وینا، د افغان طالبانو بریدونو په وړاندې ترسره شوي دي.

زرداري د پاکستاني پوځ د وړتیا او چمتووالي ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به د خپل ملي حاکمیت او سرحدي بشپړتیا د دفاع لپاره هر اړین ګام پورته کړي.

عمران خان وايي له طالبانو سره له جدي خبرو اترو پرته د ترهګرۍ مساله نه شي اوارېدای

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندان څخه د خیبر پښتونخوا نوي حکومت ته په استولي پیغام کې ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د ستونزې هواری له افغانستان سره له جدي خبرو پرته ناممکن دی.

د پاکستان دغه بندي پخواني لومړي وزیر ویلي، چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په هره تګلاره جوړولو او پرېکړه کې، د ایالتي حکومت، مرکزي مرکزي حکومت، سیمه ییزو قبایلي مشرانو او افغانستان ګډون اړین دی.

عمران خان ویلي:« له افغانستان سره له جدي خبرو اترو پرته د ترهګرۍ مساله نه شي حل کېدای.»

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتوخوا له مشورې او ګډون پرته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هېڅ تګلاره ورته د منلو وړ نه ده.

همدارنګه عمران خان ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې پوځي عملیات ورته د منلو وړ نه دي، ځکه په یادو عملیاتو کې تر ډېره ملکي وګړو ته ډېر زیانونه اوړي.

نوموړي د خیبر پښتونخوا پر نوۍ حکومت غږ کړی، چې په یاد ایالت کې دې د ترهګرۍ پر وړاندې جامع تګلاره جوړه کړي.

فوزیه کوفي: نړۍ د افغان ښځو او نجونو په اړه په خپل مسوولیت کې ناکامه شوې ده

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د پارلمان غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي، نړۍ د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ښځو، سولې او امنیت د اجنډا په پلي کولو کې ناکامه شوې. نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د پارلمان د نړیوالې پرمختیا کمېټې ته د وینا پرمهال کړې.

فوزیه کوفي د ایکس په یوه پوسټ کې لیکلي چې هغې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک او د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د پلي کېدو په اړه د برېتانیا د پارلمان د نړیوالې پرمختیا کمېټې ته شفاهي شواهد وړاندې کړل.

دغه غونډه د پارلمان د غړې سارا چمپیون په مشرۍ ترسره شوې وه.

هغې په خپله وینا کې ټینګار کړی چې: «نړۍ د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه ناکامه شوې ده، حتا بهرني ډیپلوماتان هڅه کوي د طالبانو تبعیضي تګلارې توجیه کړي، څو خپله دنده بریالۍ وښيي.»

کوفی زیاته کړې چې افغان ښځو ته باید د مقاومت او مبارزې لپاره فضا او سیاسي ملاتړ ورکړل شي، څو وکولای شي د خپل هېواد لپاره داسې لاره ومومي چې د خلکو له‌خوا او د خلکو لپاره وي.

نوموړې د برېتانیا د پارلمان د نړیوالې پرمختیا کمېټې مننه کړې چې د دې خبرو ته یې ځای ورکړ، او هیله یې څرګنده کړې چې د کمېټې راپور به د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پر تګلارو اغېز ولري او د افغانستان له ښځو او نجونو سره د تعامل په برخه کې به بدلون راولي.

روسي شرکتونه په افغانستان کې د طبیعي زېرمو او برېښنا په برخه کې پانګونه کوي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، یو شمېر روسي شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت، جست، مسو او کرومایټ ډبرو د اکتشاف او استخراج، برېښنا تولید، اوبو مدیریت او صنعتي ماشینونو د تولید په برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د حکومت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر روسي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، د روسي شرکتونو استازو ویلي چې دوی به د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي او تخنیکي برخو کې پانګونه وکړي او د دې موخې لپاره به په کابل کې خپل دفتر پرانیزي، څو له اړوندو افغان ادارو سره همغږي رامنځته کړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د روسي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له دوی سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو وي.