• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې زلزله ‌ځپلې سیمې له روغتیايي ناورین سره مخ دي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ختیزو زلزله‌ځپلو سیمو کې د اوبو او حفظ‌ الصحې سیسټمونو له ویجاړېدو وروسته، له ۲۱۲ زرو زیات ماشومان د حاد اسهال او نورو وژونکو ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

یونیسف په یو خپور کړي راپور کې وایي، چې د زلزلې له امله د پاکو اوبو ډېری سرچینې ویجاړې شوې او ګڼې کورنۍ له څښاک اوبو او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې برخې دي.

د راپور له مخې، د اوبو ۱۳۲ سرچینې ویجاړې شوې دي، او څلور نه تر پنځو کلیو پورې اوس خلاص پر ځمکه رفع حاجتونه کوي، ځکه ډېری تشنابونه وران شوي دي.

یونیسف وایي، ډېر خلک صابون او نور د لاس مینځنې او لاس پاکوالي توکي نه‌ لري، چې دې وضعیت د ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې که عاجلې مرستې و نه‌ شي، نو د روغتیا یوه لویه فاجعه به رامنځته شي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین ویلي:«زلزلې کورونه ویجاړ کړل او ګڼې کورنۍ یې له منځه یووړې، خو اوس د ناروغیو له لارې د لا ډېرو ماشومانو د مړینې خطر رامنځته شوی دی.»

یونیسف وايي، د تشنابونو او د اوبو د شبکو ویجاړۍ په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له خطرونو سره مخ کړې دي، ځکه چې د خوندي تشنابونو اسانتیاوې نه‌ لري.

یادې ادارې ویلي چې زلزله‌ځپلو سیمو ته د اوبو بیړني ټانکرونه لیږي او د اوبو سیستمونه رغوي، تر څنګ یې لنډمهاله تشنابونه جوړوي، د حفظ الصحې کڅوړې وېشي او د ناروغیو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي.

خو په وینا یې، د مرستو لپاره پیسې کافي نه‌ دي، ځکه د دوی له اړخه د ۲۱،۶ میلیونه ډالرو له غوښتنې یوازې نیمایي برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې د زلزله‌ځپلو د ژوند ژغورنې لپاره سملاسي مرستې وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهې د کندز په چهاردره کې د طالبانو د یوه قوماندان د وژلو خبر ور کړی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د ازادۍ جبهې په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې ادعا کړې چې د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو سیمه‌ ییز قوماندان «قاري خالد» د یو پلان شوي برید په ترڅ کې وژلی دی. طالبانو تراوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید د چارشنبې په شپه د تلې پر ۲۳مه، د شپې مهال ترسره شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، «د طالبانو دا قوماندان، قاري خالد، هغه مهال د جبهې د چریکي ځواکونو له لوري په نښه شو، چې له قول اردو څخه د چهاردرې ولسوالۍ پر لور روان و.»

په خبرپاڼه کې راغلي، برید د کندز د انگورباغ په سیمه کې شوی.

تر اوسه طالبانو د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه‌ دي ویلي.

طالبان وايي د هرات-خواف ریل ګاډي پټلۍ د مسافرو لپاره چمتو نه ده

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ له لارې دا مهال یوازې د سوداګریزو توکو انتقال روان دی او د مسافرو د تګ راتګ لپاره دا مسیر لا چمتو نه دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له مشهد څخه به یو مسافر وړونکی اورګاډی افغانستان ته داخل شي.

وزارت ویلي، د هرات-خواف د پټلۍ څلورمې قطعې دوه فازونه، چې شاوخوا ۹۰ کیلومتره اوږدوالی لري، لاهم د رغونې په حال کې دي او یوازې د «روزنک» تر تم‌ځای پورې د تجارتي توکو انتقال پرې ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا مسیر د مسافرو د تګ راتګ لپاره تراوسه تیار نه‌دی، خو وزارت پلان لري چې د مسافرو لپاره ځانګړي تم‌ځایونه جوړ کړي او له اړوندو ادارو سره د سفر د امنیت او نورو اړتیاوو په اړه همغږي رامنځته کړي.

په سپین بولدک کې د پاکستان په بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۱ ټپیان دي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د کندهار له میرویس روغتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې ورځې نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سې شنبې په شپه او د چارشنبې ورځې نښتو او د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د میرویس روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له سپین بولدک څخه ګڼ شمېر ټپیان میرویس روغتون، د عینومینې روغتون او نورو خصوصي روغتونونو ته انتقال شوي.

سرچینې ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د اطلاعاتو امر هم رسنیو ته د ۳۹ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۱۷۰ تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جکړې د قربانیانو په اړه رسنیو ته ویلي و، چې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او تر سل ډېر ټپیان شوي دي.

طالبانو د خپلو نظامیانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې یوناما د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د نشه يي توکو پر ضد یې ۱۵۷ عملیات کړي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د کندهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې له نشه‌يي توکو سره ددوی د مبارزې ځواکونو په تېرو دوو اونیو کې د ښار او ولسوالیو په ګڼو سیمو کې ۱۵۷ بریالي عملیات ترسره کړي دي.

د طالبانو د کندهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌يي توکو په تړاو ۳۰ تنه شکمن کسان نیول شوي او له دوی څخه ۲،۲۷ ګرامه ښیښه، ۴۶۵ ګرامه ټابلیټ‌کا، ۱۸۰ ګرامه اومان، ۱،۲۱۰ کیلو ګرامه تریاک، ۳۵،۴۶۸ کیلو ګرامه چرس، ۲۳۰ کیلو ګرامه د چرسو بوساړه او ۱۲ تلیفونونه ترلاسه شوي دي.

یاده قومانداني وايي، د عملیاتو پر مهال ۱۳ جریبه کرنیزه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه شوې او د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲۹۱ تنه په نشه‌يي توکو روږدي کسان او ۳۴ تنه سوالګر راټول او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي چې دغه عملیات به دوام ولري.

طالب چارواکو په کراتو ویلي چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید صفر ته رسیدلی، خولاهم ددې توکو کښت او قاچاق کیږي.

سویس د افغانستان او پاکستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

سویس سټیفان رې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل فوق العاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه ټاکلی دی. د سویس دولت وايي، رې به په دواړو هېوادونو کې د سویس د ډېپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.

د سویس دولت وايي، چې نوموړی به په اسلام اباد کې میشت وي.

د سویس دولت په اعلامیه کې رې «د افغانستان اسلامي جمهوریت» لپاره استازی نومول شوی.

سویس د طالبانو له ادارې سره په تخنیکي کچه اړیکې لري او په دې وروستیو کې د طالبانو یو پلاوی هم سویس ته تللی و، چې د شړل کېدونکو افغان پناه غوښتونکو د هویت په برخه کې له سویسي چارواکو سره مرسته وکړي، خو د سویس اړوند رسنۍ وايي، چې طالبان د افغان پناه غوښتونکو پخواني اسناد نه مني او هرڅه د خپلې ادارې په اسنادو پورې مشروطوي.

سویس له دې وړاندې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته لېږلی و، چې طالبانو یې له منلو انکار کړی و.