سویس د افغانستان او پاکستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

سویس سټیفان رې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل فوق العاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه ټاکلی دی. د سویس دولت وايي، رې به په دواړو هېوادونو کې د سویس د ډېپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.

سویس سټیفان رې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل فوق العاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه ټاکلی دی. د سویس دولت وايي، رې به په دواړو هېوادونو کې د سویس د ډېپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.
د سویس دولت وايي، چې نوموړی به په اسلام اباد کې میشت وي.
د سویس دولت په اعلامیه کې رې «د افغانستان اسلامي جمهوریت» لپاره استازی نومول شوی.
سویس د طالبانو له ادارې سره په تخنیکي کچه اړیکې لري او په دې وروستیو کې د طالبانو یو پلاوی هم سویس ته تللی و، چې د شړل کېدونکو افغان پناه غوښتونکو د هویت په برخه کې له سویسي چارواکو سره مرسته وکړي، خو د سویس اړوند رسنۍ وايي، چې طالبان د افغان پناه غوښتونکو پخواني اسناد نه مني او هرڅه د خپلې ادارې په اسنادو پورې مشروطوي.
سویس له دې وړاندې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته لېږلی و، چې طالبانو یې له منلو انکار کړی و.

اروپايي ټولنې افغانستان ته د راستنېدونکو لپاره ۵۰مېلیونه یورو ځانګړي کړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي جېلس برتران د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي سازمانونو له لوري ولګول شي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په حواله راغلي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته په کتو یې خپلې مرستې زیاتې کړې دي.
د خبرپاڼې په ټکو؛ د اروپايي ټولنې پلاوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې دغه حالت پر بشري وضعیت منفي اغېز کړی او ګڼ راستنېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزیر له اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغه بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي.

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اېف بي ار) امر کړی، چې په کراچۍ بندر کې دې د افغانستان اړوند د ټرانزیټي سوداګرۍ د مالونو لېږد رالېږد بهیر په بشپړه توګه ودرول شي. دغه اداره وایي، دغه بندیز به تر نامعلومې نېټې پورې دوام ولري.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ د عمومي رییس په مشرۍ یوه مهمه ناسته د کراچۍ د ګمرک په مرکزي دفتر کې شوې، چې د کویټې او پېښور ګمرکونو مشرانو پهکې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.
له یادې ناستې وروسته یو امر صادر شوی، چې له مخې یې د افغانستان هر ډول ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې وځنډول شوه. په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې د کویټې او پېښور ګمرکونو د تم ځایونو ظرفیت بشپړ شوی او د نورو کانټینرونو د ځای کېدو امکان نهشته.
د دغه امر له مخې؛ ټولو بندري ترمینالونو ته لارښوونه شوې، هغه کانټینرونه چې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ په بار وړونکو موټر کې بار شوي باید ژر تر ژر تخلیه یا خالي شي. همدا راز د ټولو بار وړونکو موټرونو ګېټ پاسونه هم لغوه شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ټول ترمینالونه ډک شوي او د بار وړونکو موټرو کتارونه ولاړ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو پنځو ورځو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه نښتې وشوې او ان د پاکستان پوځ د کابل په ګډون د افغانستان پر ځینو ولایتونو بمبارۍ هم وکړې. که څه هم له تېرې ورځې راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ اوربند شوی؛ خو اسلاماباد ویلي چې هره شېبه د بیا جګړې احتمال شته.
افغان او پاکستاني سوداګرو په وار، وار له خپلو حکومتونو غوښتي، چې سوداګري دې د سیاسي ناندریو ښکار نه ګرځوي. په تېر کې هم د دغسې کړکېچونو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې وه، چې له کبله یې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او ورسره د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې څو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن یو ځل بیا په بېلابېلو سیمو کې پولیس د افغانانو کورونو ته ورغلي او ځینې کورنۍ یې نیولې دي. سرچینې وایي، له څه مودې وروسته د کډالو د اېستلو عملیاتو نن بیا زور اخیستی دی.
په بي -۱۷ ښارګوټي کې یو ځايي اوسېدونکي وویل، چې نن شاوخوا ۱۱بجې دغلته پولیس دروازه په دروازه د افغانانو پسې ګرځي. د سرچینې په وینا؛ ځینې افغان کورنۍ په دغو عملیاتو کې نیول شوې او افغانستان ته ډیپورټ کېدو لپاره د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو توقیف ځای ته وړل کېږي.
که څه هم تورخم او بېلابېلې لارې بندې دي؛ خو د معلوماتو له مخې په اسلاماباد کې د حاجي کمپ په نوم دغه توقیف خونه کې پخوا هم کډوال په اونیو، اونیو ساتل شوي او د لارې په پرانېستلو سره افغانستان ته اېستل شوي دي. همدا راز د اسلاماباد په بهاره کهو سیمه کې هم پولیسو پر کډوالو عملیات کړي.
یوه افغانه مېرمن چې د ملا تکلیف هم لري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته یې د نوم نه ښودو په شرط وویل، چې نن د پنجشنبې په ورځ نږدې یوولس نیمې بجې پولیسو نیولې. هغې وویل: «زه یې همدا اوس یو لوی موټر کې کېنولې یم، دلته دوه نورې مېرمنې او یو ماشوم هم شته. پولیس نور خلک هم راوړي او کله چې دغه موټر ډک شي بیا مو حاجي کمپ ته وړي».
د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د مخکېني جمهوريت تر ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان اسلاماباد ته لاړل او هلته په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول. اسلاماباد ته دغه تازه دمي تللي کډوالو په افغانستان کې له دولتي ادارو، بشري حقونو سازمانونو، رسنیو او د ښځو له ادارې سره دندې لرلې. دوی اوس په روانو عملیاتو کې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
دغه افغانان وېره لري که افغانستان ته ډیپورټ شي؛ نو د طالبانو له لوري به له مرګونو ګواښونو سره مخ شي.

تازه د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې ایران د یوه افغان په ګډون شپږ کسان د شېراز، اصفهان، بیرجند او بروجرد په زندانونو کې اعدام کړي دي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ دغه اعدام شوی افغان اسحاقزی نومېږي، چې د فراه ولایت اوسېدونکی دی. دغه سازمان زیاتوي، اسحاقزی د نشهیي توکو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.
پرون د حالوش په نامه د بشري حقونو یو بل سازمان ویلي و، چې په اعدام محکوم شوی ۲۶کلن اسحاقزی د اصفهان زندان انفرادي خونې ته لېږدول شوی دی. د یاد سازمان د معلوماتو پربنسټ؛ اسحاقزی درې کاله وړاندې په اصفهان کې د نشهیي توکو د قاچاق په تور ونیول شو او وروسته بیا محکمې په اعدام محکوم کړ.
په ورته وخت کې د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال له پیله د سپټمبر تر ۶مې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ کسان چې د ایران په زندانونو کې بندیان وو، اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي. که څه هم د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو په ایران کې په لوړ شمېر کې د اعدامونو په اړه وخت ناوخت توند غبرګونونه ښودلي؛ خو د ایران حکومت بیا تل ویلي، چې د کورني ثبات او د امنیت د ټینګښټ په موخه د دوی دغه کړنه مهمه او د پام وړ ده.
دغه بنسټونو همداراز خبرداری ورکړی، چې افغان بندیان په ایران کې ډېری وخت د عادلانه محاکمې او وکیل ته د لاسرسي له حقه بېبرخې پاتې کېږي او د دوی د اعدام ډېری پېښې د کورنیو او رسنیو له خبرولو پرته ترسره کېږي.

له ډیورنډ کرښې نیولې اوس هم تر پلازمېنې کابل پورې سیمې د طالبانو او د هغوی د پخواني ملاتړي پاکستان ترمنځ د نښتو په ډګر بدلې شوې دي. دغه نښتې که څه هم کومه نوې پدیده نهده؛ خو په تېرو اونیو کې یې په بېسارې توګه زور اخیستی دی.
د افغانستان انټرنشنل فارسي موندنې ښيي، چې به تېرو څلورو کلونو کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۱۵۰زیاتې نښتې شوې دي.
د شخړو جرړه څه ده؟
طالبان او پاکستان اوس مهال یوازې دوه ښکېل اړخونه دي. اسلاماباد وایي، د افغان طالبانو سره په ګډه د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» او بلوڅ بېلتون پالو یې پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه بريدونه د هند په ملاتړ ترسره کېږي او د طالبانو «رژيم» یې مرستندوی دی.
د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو وروسته د پاکستان امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی او اسلاماباد په دې برخه کې د پړې ګوته پر کابل همدې واکمنې ډلې ته نیولې ده. د ملګرو ملتونو راپورونه تاييدوي، چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړو په تېرو څلورو کلونو کې له افغان خاورې څخه څو ځلې د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه کړي دي.
اسلاماباد څو، څو ځله په ډاګه ویلي، چې افغان طالبانو د دوی ضد ډلو او په ځانګړې توګه «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیمېږي؛ خو پر کابل واکمنو دغه تورونه رد کړي. طالبانو په وار، وار ویلي، چې پاکستان کې نا امني د یاد هېواد د امنیتي ادارو خپله ناکامي ده او دوی یې مسوول نهدي.
د اسلاماباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ وخت ناوخت شخړو کې بېپېلوټه الوتکې، مخامخ وسلهوال بریدونه، ماینونه، ځانمرګي او ان د سړک د غاړې بمونه هم کارول شوي دي. د پاکستان هوايي ځواک د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د نړولو په موخه د افغانستان ختيځ، سوېل او ان د کابل ځینې سيمې بمبار کړې دي.
پاکستاني پوځ همدارنګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅ جنګيالو پر ضد د «ترهګرۍ ضد» پراخ عمليات پيل کړي دي. له بلېخوا، په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر قوماندانان هم د افغانستان دننه د نامعلومه وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
افغان طالبانو بيا د پاکستان هوايي بريدونو ته د سرحدي بريدونو په بڼه غبرګون ښودلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله رسمي اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې، چې پهکې ژېړې بوشکې لیدل کېږي؛ هغه چې د طالبانو د سترو چاودنو یادونه تازه کوي. خو تر اوسه کوم باوري راپور نهشته، چې طالبانو دې پر پاکستاني پوستو د ځانمرګو يا موټر بم بريدونو کارولو ته مخه کړې وي.
عموماً د پاکستاني طالبانو تحريک او بلوڅ بېلتونپالي دغه ډول بريدونه کوي، چې اسلاماباد يې د افغان طالبانو متحدان بولي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو خونړۍ مياشت
د ۱۴۰۳کال د تلې په دويمه نيمايي (د ۲۰۲۵کال په اکټوبر) کې د طالبانو او اسلاماباد اړيکې له ۱۴۰۰ کال راوروسته تر ټولو کړکېچن پړاو ته رسېدلې. د تلې له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې، د دواړو لوریو ترمنځ پنځه سترې سرحدي نښتې او پر کابل د پاکستاني جېټ الوتکو بریدونه شوي دي.
دغه کړکېچ کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. همدا راز یې د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو تر څنګ پر افغان کډوالو فشارونه هم ډېر کړي او د دواړو غاړو ترمنځ سوداګري هم پهکې بنده شوې ده.
د تلې ۱۶مه – د پاکستان د هوايي بريد انګېزه
په همدې ورځ د خېبر پښتونخوا ایالت په کورمې ولسوالۍ کې د یوه برید له کبله ۱۱پاکستاني عسکر ووژل شول. د دغه بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک پر غاړه واخيست. سبا ورځ، پاکستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل کابل بمبار کړ.
د تلې ۱۷مه – کابل ته د پاکستاني جنګي الوتکو ننوتل
د شپې شاوخوا لس بجې د کابل، خوست او جلالاباد اوسېدونکي د درنو چاودنو او جېټ الوتکو غږونو راوېښ کړل. د طالبانو د دفاع وزارت تاييد کړه، چې د پاکستان جېټ الوتکې د افغانستان هوايي حريم ته داخلې شوې وې. اسلاماباد هم دغه خبره په نامستقيم ډول ومنله او ويې ويل، چې د «پاکستان د دفاع لپاره هر ډول اړین اقدامات کوي».
د تلې ۱۹مه – د طالبانو غبرګون
طالبانو له کونړ، ننګرهار او هلمند څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل. اسلاماباد د خپلو ۲۳ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ خو طالبانو د خپلو تلفاتو شمېر ۹ ښودلی.
د تلې ۲۰مه – د سپين بولدک بمبار
پاکستاني جېټ الوتکو د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو يو پوځي مرکز بمبار کړ. له دې وروسته، اسلاماباد د طالبانو پر ضد د رژيم د بدلون غوښتنه هم وکړه.
د تلې ۲۲مه او ۲۳مه – پراخې جګړې
په همدې ورځو کې نښتې د کندهار، خوست، پکتيکا او د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې روانې وې. طالبانو د خوست اړوند په ډیورنډ کرښه کې پر پاکستاني پوستو برید وکړ او پکتیکا کې یې پر لیکه پراته اوسېدونکي د کورونو پرېښودو ته اړ کړل. پاکستاني پوځ هم د طالبانو د څلورو پوستو د نړولو ادعا وکړه.
پاکستاني جېټ الوتکو د دويم ځل لپاره کابل بمبار کړ او دا ځل يې څرګنده کړه، چې موخه يې د پاکستاني طالبانو مرکزونه وو.
له وږي میاشتې تر تلې پورې د کړکېچ دوام
په وږي مياشت کې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لړۍ روانه وه. په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پاکستانۍ بېپیلوټه الوتکو بريدونو د درې ملکي وګړو په ګډون ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واړوله. اسلاماباد په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات د ځان د دفاع مشروع حق ګڼي.
د طالبانو د واک له پيله د ډیورنډ کړکېچ
طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته هڅه وکړه، چې د افغانستان پر پولو بشپړ کنټرول ټينګ کړي؛ خو ډېر ژر د ګاونډيانو له لوري له نښتو سره مخ شول. د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۹مه په خوست او کونړ کې پر ډیورنډ کرښه سختې جګړې وشوې. له دې راوروسته هر کال لسګونه دغه ډول شخړې ثبت شوې دي.
د يوناما د راپورونو له مخې؛ يوازې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۱۹ جګړې شوې چې ۱۷ يې پر ډیورنډ کرښه شوې دي.
په دغه نښتو کې زياتره پېښې د خوست، پکتيا، کونړ او ننګرهار پر یادې کرښې متمرکزې وې.
د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کال نښتې
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور پر بنسټ؛ د ۱۴۰۲کال له سلواغې تر د ۱۴۰۴ کال د زمري میاشتې پورې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۶۰ زياتې وسلهوالې نښتې شوې دي. دغه جګړې د ننگرهار، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا او هلمند کې پر یاده کرښه شوې دي.
په ډېری بریدونو کې دواړو لوریو پر يو بل د هاوان او راکټ ډزې کړې او د ملکي خلکو د بېځايه کېدو لامل شوې هم دي.
اسلاماباد څو ځله د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د لهمنځه وړلو په موخه د پکتيا، پکتيکا او خوست پر ځینو ولسواليو هوايي بريدونه وکړل. طالبانو بیا په تورخم او سپین بولدک کې پر پاکستاني عسکرو غچ اخیستونکي بریدونه کړي.
د کړکېچ دوام
ملګري ملتونه وايي، چې له د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې نه تر د ۱۴۰۴ کال تر زمري میاشتې پورې دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی دی.
اوسمهال، د ټيټيپي حضور له کبله پر ډیورنډ کرښه د نویو پوستو جوړونه، هدفي وژنې او هوایي بریدونه لا هم روان دي.
