• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ تېرو څلورو کلونو کې یې پر ډیورنډ کرښه له ۱۵۰ ډېرې نښتې شوې دي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۱

له ډیورنډ کرښې نیولې اوس هم تر پلازمېنې کابل پورې سیمې د طالبانو او د هغوی د پخواني ملاتړي پاکستان ترمنځ د نښتو په ډګر بدلې شوې دي. دغه نښتې که څه هم کومه نوې پدیده نه‌ده؛ خو په تېرو اونیو کې یې په بې‌سارې توګه زور اخیستی دی.

د افغانستان انټرنشنل فارسي موندنې ښيي، چې به تېرو څلورو کلونو کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۱۵۰زیاتې نښتې شوې دي.

د شخړو جرړه څه ده؟

طالبان او پاکستان اوس مهال یوازې دوه ښکېل اړخونه دي. اسلام‌اباد وایي، د افغان طالبانو سره په ګډه د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» او بلوڅ بېلتون پالو یې پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه بريدونه د هند په ملاتړ ترسره کېږي او د طالبانو «رژيم» یې مرستندوی دی.

د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو وروسته د پاکستان امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی او اسلام‌اباد په دې برخه کې د پړې ګوته پر کابل همدې واکمنې ډلې ته نیولې ده. د ملګرو ملتونو راپورونه تاييدوي، چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړو په تېرو څلورو کلونو کې له افغان خاورې څخه څو ځلې د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه کړي دي.

اسلام‌اباد څو، څو ځله په ډاګه ویلي، چې افغان طالبانو د دوی ضد ډلو او په ځانګړې توګه «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیمېږي؛ خو پر کابل واکمنو دغه تورونه رد کړي. طالبانو په وار، وار ویلي، چې پاکستان کې نا امني د یاد هېواد د امنیتي ادارو خپله ناکامي ده او دوی یې مسوول نه‌دي.

د اسلام‌اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ وخت ناوخت شخړو کې بې‌پېلوټه الوتکې، مخامخ وسله‌‌وال بریدونه، ماینونه، ځانمرګي او ان د سړک د غاړې بمونه هم کارول شوي دي. د پاکستان هوايي ځواک د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د نړولو په موخه د افغانستان ختيځ، سوېل او ان د کابل ځینې سيمې بمبار کړې دي.

پاکستاني پوځ همدارنګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅ جنګيالو پر ضد د «ترهګرۍ ضد» پراخ عمليات پيل کړي دي. له بلې‌خوا، په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر قوماندانان هم د افغانستان دننه د نامعلومه ‌وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

افغان طالبانو بيا د پاکستان هوايي بريدونو ته د سرحدي بريدونو په بڼه غبرګون ښودلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله رسمي اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې، چې په‌کې ژېړې بوشکې لیدل کېږي؛ هغه چې د طالبانو د سترو چاودنو یادونه تازه کوي. خو تر اوسه کوم باوري راپور نه‌شته، چې طالبانو دې پر پاکستاني پوستو د ځانمرګو يا موټر بم بريدونو کارولو ته مخه کړې وي.

عموماً د پاکستاني طالبانو تحريک او بلوڅ بېلتون‌پالي دغه ډول بريدونه کوي، چې اسلام‌اباد يې د افغان طالبانو متحدان بولي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو خونړۍ مياشت

د ۱۴۰۳کال د تلې په دويمه نيمايي (د ۲۰۲۵کال په اکټوبر) کې د طالبانو او اسلام‌اباد اړيکې له ۱۴۰۰ کال راوروسته تر ټولو کړکېچن پړاو ته رسېدلې. د تلې له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې، د دواړو لوریو ترمنځ پنځه سترې سرحدي نښتې او پر کابل د پاکستاني جېټ الوتکو بریدونه شوي دي.

دغه کړکېچ کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. همدا راز یې د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو تر څنګ پر افغان کډوالو فشارونه هم ډېر کړي او د دواړو غاړو ترمنځ سوداګري هم په‌کې بنده شوې ده.

د تلې ۱۶مه – د پاکستان د هوايي بريد انګېزه
په همدې ورځ د خېبر پښتونخوا ایالت په کورمې ولسوالۍ کې د یوه برید له کبله ۱۱پاکستاني عسکر ووژل شول. د دغه بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک پر غاړه واخيست. سبا ورځ، پاکستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل کابل بمبار کړ.

د تلې ۱۷مه – کابل ته د پاکستاني جنګي الوتکو ننوتل
د شپې شاوخوا لس بجې د کابل، خوست او جلال‌اباد اوسېدونکي د درنو چاودنو او جېټ الوتکو غږونو راوېښ کړل. د طالبانو د دفاع وزارت تاييد کړه، چې د پاکستان جېټ الوتکې د افغانستان هوايي حريم ته داخلې شوې وې. اسلام‌اباد هم دغه خبره په نامستقيم ډول ومنله او ويې ويل، چې د «پاکستان د دفاع لپاره هر ډول اړین اقدامات کوي».

د تلې ۱۹مه – د طالبانو غبرګون
طالبانو له کونړ، ننګرهار او هلمند څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل. اسلام‌اباد د خپلو ۲۳ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ خو طالبانو د خپلو تلفاتو شمېر ۹ ښودلی.

د تلې ۲۰مه – د سپين بولدک بمبار
پاکستاني جېټ الوتکو د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو يو پوځي مرکز بمبار کړ. له دې وروسته، اسلام‌اباد د طالبانو پر ضد د رژيم د بدلون غوښتنه هم وکړه.

د تلې ۲۲مه او ۲۳مه – پراخې جګړې
په همدې ورځو کې نښتې د کندهار، خوست، پکتيکا او د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې روانې وې. طالبانو د خوست اړوند په ډیورنډ کرښه کې پر پاکستاني پوستو برید وکړ او پکتیکا کې یې پر لیکه پراته اوسېدونکي د کورونو پرېښودو ته اړ کړل. پاکستاني پوځ هم د طالبانو د څلورو پوستو د نړولو ادعا وکړه.

پاکستاني جېټ الوتکو د دويم ځل لپاره کابل بمبار کړ او دا ځل يې څرګنده کړه، چې موخه يې د پاکستاني طالبانو مرکزونه وو.

له وږي میاشتې تر تلې پورې د کړکېچ دوام

په وږي مياشت کې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لړۍ روانه وه. په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پاکستانۍ بې‌پیلوټه الوتکو بريدونو د درې ملکي وګړو په ګډون ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واړوله. اسلام‌اباد په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات د ځان د دفاع مشروع حق ګڼي.

د طالبانو د واک له پيله د ډیورنډ کړکېچ

طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته هڅه وکړه، چې د افغانستان پر پولو بشپړ کنټرول ټينګ کړي؛ خو ډېر ژر د ګاونډيانو له لوري له نښتو سره مخ شول. د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۹مه په خوست او کونړ کې پر ډیورنډ کرښه سختې جګړې وشوې. له دې راوروسته هر کال لسګونه دغه ډول شخړې ثبت شوې دي.

د يوناما د راپورونو له مخې؛ يوازې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۱۹ جګړې شوې چې ۱۷ يې پر ډیورنډ کرښه شوې دي.

په دغه نښتو کې زياتره پېښې د خوست، پکتيا، کونړ او ننګرهار پر یادې کرښې متمرکزې وې.

د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کال نښتې

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور پر بنسټ؛ د ۱۴۰۲کال له سلواغې تر د ۱۴۰۴ کال د زمري میاشتې پورې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۶۰ زياتې وسله‌والې نښتې شوې دي. دغه جګړې د ننگرهار، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا او هلمند کې پر یاده کرښه شوې دي.

په ډېری بریدونو کې دواړو لوریو پر يو بل د هاوان او راکټ ډزې کړې او د ملکي خلکو د بې‌ځايه کېدو لامل شوې هم دي.

اسلام‌اباد څو ځله د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د له‌منځه وړلو په موخه د پکتيا، پکتيکا او خوست پر ځینو ولسواليو هوايي بريدونه وکړل. طالبانو بیا په تورخم او سپین بولدک کې پر پاکستاني عسکرو غچ اخیستونکي بریدونه کړي.

د کړکېچ دوام

ملګري ملتونه وايي، چې له د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې نه تر د ۱۴۰۴ کال تر زمري میاشتې پورې دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی دی.

اوس‌مهال، د ټي‌ټي‌پي حضور له کبله پر ډیورنډ کرښه د نویو پوستو جوړونه، هدفي وژنې او هوایي بریدونه لا هم روان دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

تر نښتو وروسته؛ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د کورونو تشولو خبرداری ورکړل شوی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو او شخړو په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی. په اسلام‌اباد او ګڼو نورو ښارونو کې مېشت افغانان وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستان حکومت پر دوی فشارونه ډېر کړي دي.

له دغه نښتو وروسته ګڼ افغانان له دندو اېستل شوي او ځینو کورنیو ته د کورونو تشولو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د صفي الله په نوم په پاکستان کې مېشت یو افغان وايي، په یوه رسټورانټ کې یې کار کاوه؛ خو تازه د رسټورانټ څښتن ورته ویلي، چې نور دې کار ته نه ورځي. نوموړی وايي، چې په دغه تنخوا یې یو څه ګوزاره کېده؛ خو اوس له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

په ورته وخت کې د یوې پلازې مالک چې پاکستانی دی وايي، د مجبورۍ له مخې یې دوو افغان کورنیو ته له خپلې پلازې د وتلو ویلي دي. نوموړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، پولیس ورته خبرداری ورکړی؛ که له ځنډ پرته ټول افغانان له خپلې پلازې ځواب نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

په ورته وخت کې یوه بله افغانه کورنۍ چې تازه د کرایې له یوه کوره ځواب شوې وايي، چې د کورنۍ ټول غړي یې له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ دي. د دغه کورنۍ مشره وږمه یوسفي وايي، د کور مالک ورته ویلي چې د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه دې د ځان لپاره بل کور ولټوي.

هغه وایي:« د کور مالک وايي، چې زه نور نه‌شم کولای تاسو دلته وساتم. په ما فشارونه ډېر دي، چې افغانانو ته باید ځای ورنه کړم. د کور څښتن راته ځواب راکړی هیڅ نپوهېږو، چې څه وکړو او چېرته ولاړ شو؟»

دا لومړی ځل نه‌دی، چې په پاکستان او بیا په ځانګړې توګه په اسلام‌اباد کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې دغه ډول اقدام کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې له افغان کډوالو سره له تاوتریخالي ډک چلند په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې د‌ طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ له وروستیو جګړو سره هم‌مهاله خبر ورکړی، چې په کویټه کې پولیسو د کډوالو ضد عملیاتو پر مهال ۷۵۲ افغانان نیولي دي. دغه رسنۍ وايي، په بلوچستان او نورو ایالتونو کې د افغان کډوالو د اېستلو دغه عملیات په چټکۍ پیل شوي.

د راپور له مخې؛ په تېرو ورځو کې د کویټې په هزاره ټاون سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوله ساتو ځواکونو له لوري دغه عملیاتو کې افغان کډوال په نښه شوي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ نیول کېدونکي د پاکستان د نادرا یا وګړو ثبت ادارې له لوري راجسټر کېږي او بیا د چمن له لارې اېستل کېږي. که څه هم یاده لاره اوس د طالبانو د جګړو له کبله تړل شوې؛ خو تر خلاصونه پورې به یې دغه کسان په توقیف خونو کې ساتل کېږي.

طالبانو په لغمان کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په درو وهلي دي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۱

په لغمان ولایت کې د طالبانو د ابتدايه محکمې د حکم له مخې؛ په دغه ولایت کې یوه ښځه او دوه نارینه «له کوره د تېښتې او غلا» په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو ته د ۳۹ درو سربېره له شپږو میاشتو نیولې تر یوه کاله د بند سزا هم ورکړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لغمان ولایت کې د طالبانو د ابتدایه محکمې ریيس د دغه سزا د عملي کولو پر مهال د «قصاص، حدودو او تعزیراتو» پر فلسفې او د شريعت د پلي کولو پر ارزښت خبرې وکړې.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو په عام محضر کې سلګونه کسان په درو وهلو او نورو بدني سزاوو محکوم کړي دي. درې ورځې وړاندې هم په یاد ولايت کې شپږ نور کسان د ورته تورونو له امله په درو وهل شوي وو.

که څه هم طالبان دغه کړنې د «اسلامي شريعت» د پلي کولو مهمه برخه بولي؛ خو نړۍوالې بشري ادارې يې د بشري حقونو او عادلانه محاکمو له اصولو سره په ټکر کې ګڼي او په وار، وار یې له طالبانو غوښتي، چې د ورته سزاوو له ورکولو ډډه وکړي.

د خوړو نړۍواله ورځ؛ لاهم ګڼ افغانان په وږي نس ویده کېږي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د اکټوبر۱۶مه د خوړو نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ خو افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ دي او لاهم ګڼ خلک په وږي نس ویده کېږي. ملګري ملتونه هم وايي، چې په نړۍ کې ۶۷۳ مېلیونه کسان هره شپه وږې ویده کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ په نړۍواله کچه مېلیونونه خلک د یو وخت خوړو برابرولو وس نه‌لري، چې له کبله یې هغوی د خوړو د خوندیتوب او خوارځواکۍ له لوړ ګواښ سره مخامخ دي. دغه سازمان ویلي و، چې په ګڼو هېوادونو کې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک چې له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دي په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له سختې ستونزې سره مخ دي. وړاندې د خوړو نړۍوالپروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې څه باندې شل مېلیونه خلک کافي خواړه نه‌لري او د بېړنیو خوراکي توکو مرستو ته اړ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اجرايوي مرستیال کارل سکاو څه موده مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې د دې وس نه‌لري ‌چې ځان ته خواړه پیدا کړي.

د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي، چې د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لسګونه زره کسان بې‌کاره شوي او او ورسره بې‌وزلي هم مخ په زياتېدو ده.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو سمیع الله او فرشتې «مستعار نومونه» په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل:« په افغانستان کې بې‌وزلي ورځ تربلې مخ په پراخېدو ده، چې د مهارولو لپاره یې داسې رغنده اقدامات موږ نه ګورو او دغه حالت ځورونکی دی.»

دوی وایي:« د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه ده، چې دې مسلې نیغ په نیغه د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی او خلک نه‌شي کولای چې د اړتیا وړ توکي وپېري.»

په افغانستان کې د بېلابېلو مرستندویه ادارو شمېرې ښيي، چې د بې‌وزلۍ او مرستو ته د اړتیا کچه خورا لوړه ده او په افغانستان کې د خلکو وضعیت مخ په خرابېدو دی. یادو ادارو په وار، وار په افغانستان کې د بشري وضعیت د سختېدو او د بې‌وزلۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش تازه د خوړو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، چې لاهم په نړۍ کې ۶۷۳ مېلیونه کسان هره شپه وږي ویده کېږي.

نوموړي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې د خلکو لاسنیوی وکړي او په دې برخه کې شته وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

له جګړو سره هم‌مهاله؛ پاکستاني پولیسو په کویټه کې ۷۵۲ افغان کډوال نیولي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۱

پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې د‌ طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ له وروستیو جګړو سره هم‌مهاله خبر ورکړی، چې په کویټه کې پولیس د کډوالو ضد عملیاتو پر مهال ۷۵۲ افغانان نیولي دي. دغه رسنۍ وايي، په بلوچستان او نورو ایالتونو کې د افغان کډوالو د اېستلو دغه عملیات په چټکۍ پیل شوي.

د راپور له مخې؛ په تېرو ورځو کې د کویټې په هزاره ټاون سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوله ساتو ځواکونو له لوري دغه عملیاتو کې افغان کډوال په نښه شوي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ نیول کېدونکي د پاکستان د نادرا یا وګړو ثبت ادارې له لوري راجسټر کېږي او بیا د چمن له لارې اېستل کېږي. که څه هم یاده لاره اوس د طالبانو د جګړو له کبله تړل شوې؛ خو تر خلاصونه پورې به یې دغه کسان په توقیف خونو کې ساتل کېږي.

د کویټې مرستیال کمېشنر خبر ورکړی، چې تر اوسه یوازې د چمن له لارې ۱۷۵زره افغانان بېرته ستانه کړای شوي او هغه د دغه لړۍ د دوام خبره کړې. هم‌مهاله د پاکستان په نورو ښارونو کې هم افغان کډوالو ته د اېستلو خبرداری ورکړل شوی او اندېښنې دا دي، چې د طالبانو تر جګړو وروسته په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي دي.

د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللو افغان کډوالو اندېښنه څرګنده کړې، که دوی هېواد ته واستول شي؛ نو پر افغانستان د حاکمې ډلې له لوري به مرګوني ګواښونو سره مخ شي. هغوی وایي، د طالبانو د ناسمو سیاستونو او د غچ اخیستنې تګلارو له امله زیانمن دي او د پاکستان حکومت یې باید له اېستلو ډډه وکړي.

د بشري حقونو سازمانونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم له پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه د افغانانو له اېستنې ډډه وکړي؛ خو اسلام‌اباد پر دغه غوښتنو چوپتیا اختیار کړې.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا د دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتران د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د رییس‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره یې لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو ځینې اقدامات لکه د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، امنیت او د بېرته‌ راستانه شویو کډوالو مدیریت د دې ډلې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

د اروپايي ټولنې یاد ځانګړي استازي په دې لیدنه کې همدارنګه د بېرته راستانه شویو افغانانو د مرستې او همکارۍ لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

د طالبانو د یاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې طالبان غواړي له سیمه‌ییزو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره متوازنې، پر درناوي ولاړې، له مداخلې پاکې او اقتصاد محورې اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې، له نړۍوالو هم ورته اړیکې غواړي چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

ژیل برتران تازه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی او دا یې کابل ته لومړنی سفر دی.

نوموړی د توماس نیکلسون ځای ناستی ټاکل شوی، نیکلسون د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د اروپايي ټولنې د استازي په توګه دنده پر غاړه لرله.