د راپور له مخې؛ په تېرو ورځو کې د کویټې په هزاره ټاون سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوله ساتو ځواکونو له لوري دغه عملیاتو کې افغان کډوال په نښه شوي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ نیول کېدونکي د پاکستان د نادرا یا وګړو ثبت ادارې له لوري راجسټر کېږي او بیا د چمن له لارې اېستل کېږي. که څه هم یاده لاره اوس د طالبانو د جګړو له کبله تړل شوې؛ خو تر خلاصونه پورې به یې دغه کسان په توقیف خونو کې ساتل کېږي.
د کویټې مرستیال کمېشنر خبر ورکړی، چې تر اوسه یوازې د چمن له لارې ۱۷۵زره افغانان بېرته ستانه کړای شوي او هغه د دغه لړۍ د دوام خبره کړې. هممهاله د پاکستان په نورو ښارونو کې هم افغان کډوالو ته د اېستلو خبرداری ورکړل شوی او اندېښنې دا دي، چې د طالبانو تر جګړو وروسته په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي دي.
د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللو افغان کډوالو اندېښنه څرګنده کړې، که دوی هېواد ته واستول شي؛ نو پر افغانستان د حاکمې ډلې له لوري به مرګوني ګواښونو سره مخ شي. هغوی وایي، د طالبانو د ناسمو سیاستونو او د غچ اخیستنې تګلارو له امله زیانمن دي او د پاکستان حکومت یې باید له اېستلو ډډه وکړي.
د بشري حقونو سازمانونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم له پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه د افغانانو له اېستنې ډډه وکړي؛ خو اسلاماباد پر دغه غوښتنو چوپتیا اختیار کړې.
پر افغانستان په ځانګړي ډول په کابل او کندهار د پاکستان له هوایي بریدونو وروسته، عامو افغانانو سخت غبرګون ښودلی او دا بریدونه یې د هېواد د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی دی. عام خلک د جګړې سیمو ته د طالبانو د ملاتړ لپاره ورغلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې هم د هڅونې لیکنې کړې دي.
پر افغانستان د پاکستان تر بریدونو وروسته یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې دغه بریدونه غندلي او د نړی پر چپ پاته کېدو یې اندېښنه ښودلې.
په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان تر هوایي بریدونو او د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې له پیل سره سم، په سلګونه عام خلک بولدک ته تللي او هلته یې د طالبانو د ملاتړ او هڅونې انځورونه اخیستي دي.
د کندهار یوه اوسېدونکي ذبیح الله لیکلي: «موږ له جګړو ستړي یو. خو کله چې یو بهرنی هېواد زموږ پر خاوره برید کوي دا د زغملو نه ده. مونږ په داسي حالت کې له دفاع کوونکو طالب سرتېرو سره ولاړ یو.»
ډېرو نورو بیا د جګړې پر مهال د طالبانو انځورونه خپاره کړي او د پاکستاني سرتېرو ماتې ته په اشارې یې طالبان د پاکستان پر وړاندې بریالي بللي دي.
د بشیر احمد صالح په نوم یوه بل افغان پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «د پنجابک پر وړاندې د عوامو سرښندنه او مبارزه د ستايلو ده.طالبانو ته په کار ده چي د جګړې له حل وروسته خپل همدا عوام په غېږه کي ونيسي.»
سمېع غیرتمل هم دې جګړې ته په اشارې لیکلي: «سر مو خلاص وي، د پاکستان ملا، تجار، عسکر او عام خلک د افغانستان وینه زبېښي.هېڅ وخت هغوی زموږ په ګټه نه دي.»
د ځوان فیضي په نوم یوه بل کس پر فېسبوک له بهرمېشتو افغانانو غوښتي: «د غږ مسوولیت ستاسو دی، پر وطن یرغل دی. معاملګر ګاونډی عام افغانان وژني، په هر رقم چې وي د وطن په ننګ به غږ پورته ساتئ.»
د لېمې په نوم یوې مېرمنې پر فېسبوک لیکلي: «زموږ ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راغلی. د پاکستان لهخوا دا ډول بریدونه د نړۍوالو اصولو خلاف دي، خو تر ټولو بده دا ده چې غږ نه اورېدل کېږي.»
لیکوال او سیاسي شنوونکي مجید قرار پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د وطن په ګټه ویوونکي او لیکونکي طالب پلوه معرفي کېږي.
هغه لیکلي: «افغانان یې داسې حالت ته راوستي چې نن هر ځای د پاکستان د وحشت خلاف لاریون وکړې، د طالب ملاتړی به معرفي کېږې او د طالب ملاتړ جرم دی. هغه میلیونونه افغانان چې له طالبه را تښتېدلي، نن د خپلو خلکو درد نشي بیانولای.»
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پر کندهار د پاکستان جېټ الوتکو برید ته په اشارې لیکلي: «موږ خپل زور په خپل لاس اوبه کړ، ځکه اوس د پاکستان بمبار ته تش لاس پاتې یو.»
ډېرو افغانانو د پاکستان بریدونه غندلي او د غبرګونونه یې ښودلي دي.
خلک له ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان دغه عمل وغندي او د افغانستان د خاورې درناوی وکړي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په زلزلهځپلو سیمو کې له ۲۱۲زرو څخه ډېر ماشومان د «حاد نس ناستي» او نورو وژونکو او همداراز د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د یونېسف استازي تاجالدین اویوواله ویلي، زلزلې نه یوازې د خلکو ژوند او کورونه ویجاړ کړي، بلکې اوس د ناروغیو له لارې د لا زیاتو مرګونو ګواښ یې هم رامنځته کړی دی.
د ده په وینا، ماشومان په ګڼه ګوڼه کې په خیمو او لنډمهالو استوګنځایونو کې ژوند کوي، چې نه تشنابونه لري او نه پاکې اوبه. هغه وویل: «دا د روغتیایي ناورین لپاره یو بشپړ توپان دی.»
د روغتیا د نړۍوال سازمان په وینا، د «حاد نسناستي» ناروغي د ماشومانو د مړینې له درېیو مخکښو علتونو څخه ده، چې هر کال له ۴لکه ډېر ماشومان تر پنځو کلونو کم عمره د همدې ناروغۍ له امله مري.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د پاکو اوبو، د پاکوالي مناسب سیستم او د لاسونو د مینځلو امکاناتو نشتوالی د دغې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لاملونه دي.
یونېسف وايي، د زلزلې له امله ۱۳۲د اوبو سرچینې ویجاړې شوي او زرګونه کورنۍ له پاکو اوبو او د لاس مینځلو له وسایلو بېبرخې شوې دي. له څلور تر پنځو کلیو اوس د تشنابونو له منځه تلو وروسته له خلاصې فضا څخه د حاجت لپاره کار اخلي. ډېرې کورنۍ له صابون او نورو لومړنیو حفظالصحې وسایلو هم بېوسه شوې دي، چې دا وضعیت د ناروغیو د خپرېدو زمینه برابروي.
د یونېسف له ۲۱.۶ میلیونه ډالرو بېړني غوښتنلیک څخه تر اوسه یوازې نیم تمویل ترلاسه شوی او دغه اداره له نړۍوالو تمویل کوونکو غوښتنه کوي، چې مرستې زیاتې کړي.