• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې سږ کال د ګنیو حاصلات ۱۴۰ زره ټنه اټکل شوي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، مالدارې او اوبو لګولو ریاست مسوولان وایي، سږکال د دغه ولایت په کامه، کوز کونړ، ګوشته، بټي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې پر ۳۱۹۶ زره هکټاره ځمکې ګني کرل شوي چې له یوې برخې به یې ۹۲۰۰ټُنه ګوړه ترلاسه شي.

د طالبانو تر واک لاندې د حریت راډیو د ننګرهار د کرنې، مالداری او اوبو لګولو ریاست مطبوعاتي مسوول اجمل سجادي له قوله ویلي، چې پر ۳۱۹۶ هکټاره ځمکه باندې ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۱۴۳ زره او ۸۵۰ میټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شي.

سجادي زیاتوي: «له ۹۶ زره ۸۵۰ ټُنه ګنیو څخه به ګوړه جوړه شي چې سږ کال به ۹۲۰۰ مټریک ټنه د ګوړې تولید ولرو. ۲۲۰۰۰ به د راتلونکي کال لپاره وساتل شي.»

د نومړيه په وینا، ۲۵۰۰۰ میټریک تُنه ګني به په شربت او څښاک کې وکارول شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

سویس د افغانستان او پاکستان لپاره خپل نوی سفیر وټاکه

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

سویس سټیفان رې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل فوق العاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه ټاکلی دی. د سویس دولت وايي، رې به په دواړو هېوادونو کې د سویس د ډېپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.

د سویس دولت وايي، چې نوموړی به په اسلام اباد کې میشت وي.

د سویس دولت په اعلامیه کې رې «د افغانستان اسلامي جمهوریت» لپاره استازی نومول شوی.

سویس د طالبانو له ادارې سره په تخنیکي کچه اړیکې لري او په دې وروستیو کې د طالبانو یو پلاوی هم سویس ته تللی و، چې د شړل کېدونکو افغان پناه غوښتونکو د هویت په برخه کې له سویسي چارواکو سره مرسته وکړي، خو د سویس اړوند رسنۍ وايي، چې طالبان د افغان پناه غوښتونکو پخواني اسناد نه مني او هرڅه د خپلې ادارې په اسنادو پورې مشروطوي.

سویس له دې وړاندې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته لېږلی و، چې طالبانو یې له منلو انکار کړی و.

د پاکستان تازه اقدام؛ کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د کانټینرونو لېږد رالېږد بند شو

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اېف‌ بي ار) امر کړی، چې په کراچۍ بندر کې دې د افغانستان اړوند د ټرانزیټي سوداګرۍ د مالونو لېږد رالېږد بهیر په بشپړه توګه ودرول شي. دغه اداره وایي، دغه بندیز به تر نامعلومې نېټې پورې دوام ولري.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ د عمومي رییس په مشرۍ یوه مهمه ناسته د کراچۍ د ګمرک په مرکزي دفتر کې شوې، چې د کویټې او پېښور ګمرکونو مشرانو په‌کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.

له یادې ناستې وروسته یو امر صادر شوی، چې له مخې یې د افغانستان هر ډول ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې وځنډول شوه. په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې د کویټې او پېښور ګمرکونو د تم ځایونو ظرفیت بشپړ شوی او د نورو کانټینرونو د ځای کېدو امکان نه‌شته.

د دغه امر له مخې؛ ټولو بندري ترمینالونو ته لارښوونه شوې، هغه کانټینرونه چې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ په بار وړونکو موټر کې بار شوي باید ژر تر ژر تخلیه یا خالي شي. همدا راز د ټولو بار وړونکو موټرونو ګېټ پاسونه هم لغوه شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ټول ترمینالونه ډک شوي او د بار وړونکو موټرو کتارونه ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو پنځو ورځو کې د طالبانو او‌ پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه نښتې وشوې او ان د پاکستان پوځ د کابل په ګډون د افغانستان پر ځینو ولایتونو بمبارۍ هم وکړې. که څه هم له تېرې ورځې راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ اوربند شوی؛ خو اسلام‌اباد ویلي چې هره شېبه د بیا جګړې احتمال شته.

افغان او پاکستاني سوداګرو په وار، وار له خپلو حکومتونو غوښتي، چې سوداګري دې د سیاسي ناندریو ښکار نه ګرځوي. په تېر کې هم د دغسې کړکېچونو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې وه، چې له کبله یې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او ورسره د توکو بیې هم لوړې شوې دي.

اسلام‌اباد کې نن بیا د افغان کډوالو نیولو زور اخیستی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۹ GMT+۱

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې څو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن یو ځل بیا په بېلابېلو سیمو کې پولیس د افغانانو کورونو ته ورغلي او ځینې کورنۍ یې نیولې دي. سرچینې وایي، له څه مودې وروسته د کډالو د اېستلو عملیاتو نن بیا زور اخیستی دی.

په بي -۱۷ ښارګوټي کې یو ځايي اوسېدونکي وویل‌، چې نن شاوخوا ۱۱بجې دغلته پولیس دروازه په دروازه د افغانانو پسې ګرځي. د سرچینې په وینا؛ ځینې افغان کورنۍ په دغو عملیاتو کې نیول شوې او افغانستان ته ډیپورټ کېدو لپاره د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو توقیف ځای ته وړل کېږي.

که څه هم تورخم او بېلابېلې لارې بندې دي؛ خو د معلوماتو له مخې په اسلام‌اباد کې د حاجي کمپ په نوم دغه توقیف خونه کې پخوا هم کډوال په اونیو، اونیو ساتل شوي او د لارې په پرانېستلو سره افغانستان ته اېستل شوي دي. همدا راز د اسلام‌اباد په بهاره کهو سیمه کې هم پولیسو پر کډوالو عملیات کړي.

یوه افغانه مېرمن چې د ملا تکلیف هم لري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته یې د نوم نه ښودو په شرط وویل، چې نن د پنج‌شنبې په ورځ نږدې یوولس نیمې بجې پولیسو نیولې. هغې وویل: «زه یې همدا اوس یو لوی موټر کې کېنولې یم، دلته دوه نورې مېرمنې او یو ماشوم هم شته. پولیس نور خلک هم راوړي او کله چې دغه موټر ډک شي بیا مو حاجي کمپ ته وړي».

د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د مخکېني جمهوريت تر ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان اسلام‌اباد ته لاړل او هلته په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول. اسلام‌اباد ته دغه تازه دمي تللي کډوالو په افغانستان کې له دولتي ادارو، بشري حقونو سازمانونو، رسنیو او د ښځو له ادارې سره دندې لرلې. دوی اوس په روانو عملیاتو کې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه افغانان وېره لري که افغانستان ته ډیپورټ شي؛ نو د طالبانو له لوري به له مرګونو ګواښونو سره مخ شي.

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ تېرو څلورو کلونو کې یې پر ډیورنډ کرښه له ۱۵۰ ډېرې نښتې شوې دي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۱

له ډیورنډ کرښې نیولې اوس هم تر پلازمېنې کابل پورې سیمې د طالبانو او د هغوی د پخواني ملاتړي پاکستان ترمنځ د نښتو په ډګر بدلې شوې دي. دغه نښتې که څه هم کومه نوې پدیده نه‌ده؛ خو په تېرو اونیو کې یې په بې‌سارې توګه زور اخیستی دی.

د افغانستان انټرنشنل فارسي موندنې ښيي، چې به تېرو څلورو کلونو کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۱۵۰زیاتې نښتې شوې دي.

د شخړو جرړه څه ده؟

طالبان او پاکستان اوس مهال یوازې دوه ښکېل اړخونه دي. اسلام‌اباد وایي، د افغان طالبانو سره په ګډه د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» او بلوڅ بېلتون پالو یې پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه بريدونه د هند په ملاتړ ترسره کېږي او د طالبانو «رژيم» یې مرستندوی دی.

د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو وروسته د پاکستان امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی او اسلام‌اباد په دې برخه کې د پړې ګوته پر کابل همدې واکمنې ډلې ته نیولې ده. د ملګرو ملتونو راپورونه تاييدوي، چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړو په تېرو څلورو کلونو کې له افغان خاورې څخه څو ځلې د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه کړي دي.

اسلام‌اباد څو، څو ځله په ډاګه ویلي، چې افغان طالبانو د دوی ضد ډلو او په ځانګړې توګه «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیمېږي؛ خو پر کابل واکمنو دغه تورونه رد کړي. طالبانو په وار، وار ویلي، چې پاکستان کې نا امني د یاد هېواد د امنیتي ادارو خپله ناکامي ده او دوی یې مسوول نه‌دي.

د اسلام‌اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ وخت ناوخت شخړو کې بې‌پېلوټه الوتکې، مخامخ وسله‌‌وال بریدونه، ماینونه، ځانمرګي او ان د سړک د غاړې بمونه هم کارول شوي دي. د پاکستان هوايي ځواک د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د نړولو په موخه د افغانستان ختيځ، سوېل او ان د کابل ځینې سيمې بمبار کړې دي.

پاکستاني پوځ همدارنګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅ جنګيالو پر ضد د «ترهګرۍ ضد» پراخ عمليات پيل کړي دي. له بلې‌خوا، په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر قوماندانان هم د افغانستان دننه د نامعلومه ‌وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

افغان طالبانو بيا د پاکستان هوايي بريدونو ته د سرحدي بريدونو په بڼه غبرګون ښودلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله رسمي اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې، چې په‌کې ژېړې بوشکې لیدل کېږي؛ هغه چې د طالبانو د سترو چاودنو یادونه تازه کوي. خو تر اوسه کوم باوري راپور نه‌شته، چې طالبانو دې پر پاکستاني پوستو د ځانمرګو يا موټر بم بريدونو کارولو ته مخه کړې وي.

عموماً د پاکستاني طالبانو تحريک او بلوڅ بېلتون‌پالي دغه ډول بريدونه کوي، چې اسلام‌اباد يې د افغان طالبانو متحدان بولي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو خونړۍ مياشت

د ۱۴۰۳کال د تلې په دويمه نيمايي (د ۲۰۲۵کال په اکټوبر) کې د طالبانو او اسلام‌اباد اړيکې له ۱۴۰۰ کال راوروسته تر ټولو کړکېچن پړاو ته رسېدلې. د تلې له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې، د دواړو لوریو ترمنځ پنځه سترې سرحدي نښتې او پر کابل د پاکستاني جېټ الوتکو بریدونه شوي دي.

دغه کړکېچ کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. همدا راز یې د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو تر څنګ پر افغان کډوالو فشارونه هم ډېر کړي او د دواړو غاړو ترمنځ سوداګري هم په‌کې بنده شوې ده.

د تلې ۱۶مه – د پاکستان د هوايي بريد انګېزه
په همدې ورځ د خېبر پښتونخوا ایالت په کورمې ولسوالۍ کې د یوه برید له کبله ۱۱پاکستاني عسکر ووژل شول. د دغه بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک پر غاړه واخيست. سبا ورځ، پاکستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل کابل بمبار کړ.

د تلې ۱۷مه – کابل ته د پاکستاني جنګي الوتکو ننوتل
د شپې شاوخوا لس بجې د کابل، خوست او جلال‌اباد اوسېدونکي د درنو چاودنو او جېټ الوتکو غږونو راوېښ کړل. د طالبانو د دفاع وزارت تاييد کړه، چې د پاکستان جېټ الوتکې د افغانستان هوايي حريم ته داخلې شوې وې. اسلام‌اباد هم دغه خبره په نامستقيم ډول ومنله او ويې ويل، چې د «پاکستان د دفاع لپاره هر ډول اړین اقدامات کوي».

د تلې ۱۹مه – د طالبانو غبرګون
طالبانو له کونړ، ننګرهار او هلمند څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل. اسلام‌اباد د خپلو ۲۳ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ خو طالبانو د خپلو تلفاتو شمېر ۹ ښودلی.

د تلې ۲۰مه – د سپين بولدک بمبار
پاکستاني جېټ الوتکو د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو يو پوځي مرکز بمبار کړ. له دې وروسته، اسلام‌اباد د طالبانو پر ضد د رژيم د بدلون غوښتنه هم وکړه.

د تلې ۲۲مه او ۲۳مه – پراخې جګړې
په همدې ورځو کې نښتې د کندهار، خوست، پکتيکا او د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې روانې وې. طالبانو د خوست اړوند په ډیورنډ کرښه کې پر پاکستاني پوستو برید وکړ او پکتیکا کې یې پر لیکه پراته اوسېدونکي د کورونو پرېښودو ته اړ کړل. پاکستاني پوځ هم د طالبانو د څلورو پوستو د نړولو ادعا وکړه.

پاکستاني جېټ الوتکو د دويم ځل لپاره کابل بمبار کړ او دا ځل يې څرګنده کړه، چې موخه يې د پاکستاني طالبانو مرکزونه وو.

له وږي میاشتې تر تلې پورې د کړکېچ دوام

په وږي مياشت کې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لړۍ روانه وه. په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پاکستانۍ بې‌پیلوټه الوتکو بريدونو د درې ملکي وګړو په ګډون ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واړوله. اسلام‌اباد په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات د ځان د دفاع مشروع حق ګڼي.

د طالبانو د واک له پيله د ډیورنډ کړکېچ

طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته هڅه وکړه، چې د افغانستان پر پولو بشپړ کنټرول ټينګ کړي؛ خو ډېر ژر د ګاونډيانو له لوري له نښتو سره مخ شول. د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۹مه په خوست او کونړ کې پر ډیورنډ کرښه سختې جګړې وشوې. له دې راوروسته هر کال لسګونه دغه ډول شخړې ثبت شوې دي.

د يوناما د راپورونو له مخې؛ يوازې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۱۹ جګړې شوې چې ۱۷ يې پر ډیورنډ کرښه شوې دي.

په دغه نښتو کې زياتره پېښې د خوست، پکتيا، کونړ او ننګرهار پر یادې کرښې متمرکزې وې.

د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کال نښتې

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور پر بنسټ؛ د ۱۴۰۲کال له سلواغې تر د ۱۴۰۴ کال د زمري میاشتې پورې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۶۰ زياتې وسله‌والې نښتې شوې دي. دغه جګړې د ننگرهار، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا او هلمند کې پر یاده کرښه شوې دي.

په ډېری بریدونو کې دواړو لوریو پر يو بل د هاوان او راکټ ډزې کړې او د ملکي خلکو د بې‌ځايه کېدو لامل شوې هم دي.

اسلام‌اباد څو ځله د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د له‌منځه وړلو په موخه د پکتيا، پکتيکا او خوست پر ځینو ولسواليو هوايي بريدونه وکړل. طالبانو بیا په تورخم او سپین بولدک کې پر پاکستاني عسکرو غچ اخیستونکي بریدونه کړي.

د کړکېچ دوام

ملګري ملتونه وايي، چې له د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې نه تر د ۱۴۰۴ کال تر زمري میاشتې پورې دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی دی.

اوس‌مهال، د ټي‌ټي‌پي حضور له کبله پر ډیورنډ کرښه د نویو پوستو جوړونه، هدفي وژنې او هوایي بریدونه لا هم روان دي.

تر نښتو وروسته؛ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د کورونو تشولو خبرداری ورکړل شوی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو او شخړو په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی. په اسلام‌اباد او ګڼو نورو ښارونو کې مېشت افغانان وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستان حکومت پر دوی فشارونه ډېر کړي دي.

له دغه نښتو وروسته ګڼ افغانان له دندو اېستل شوي او ځینو کورنیو ته د کورونو تشولو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د صفي الله په نوم په پاکستان کې مېشت یو افغان وايي، په یوه رسټورانټ کې یې کار کاوه؛ خو تازه د رسټورانټ څښتن ورته ویلي، چې نور دې کار ته نه ورځي. نوموړی وايي، چې په دغه تنخوا یې یو څه ګوزاره کېده؛ خو اوس له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

په ورته وخت کې د یوې پلازې مالک چې پاکستانی دی وايي، د مجبورۍ له مخې یې دوو افغان کورنیو ته له خپلې پلازې د وتلو ویلي دي. نوموړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، پولیس ورته خبرداری ورکړی؛ که له ځنډ پرته ټول افغانان له خپلې پلازې ځواب نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

په ورته وخت کې یوه بله افغانه کورنۍ چې تازه د کرایې له یوه کوره ځواب شوې وايي، چې د کورنۍ ټول غړي یې له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ دي. د دغه کورنۍ مشره وږمه یوسفي وايي، د کور مالک ورته ویلي چې د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه دې د ځان لپاره بل کور ولټوي.

هغه وایي:« د کور مالک وايي، چې زه نور نه‌شم کولای تاسو دلته وساتم. په ما فشارونه ډېر دي، چې افغانانو ته باید ځای ورنه کړم. د کور څښتن راته ځواب راکړی هیڅ نپوهېږو، چې څه وکړو او چېرته ولاړ شو؟»

دا لومړی ځل نه‌دی، چې په پاکستان او بیا په ځانګړې توګه په اسلام‌اباد کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې دغه ډول اقدام کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې له افغان کډوالو سره له تاوتریخالي ډک چلند په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې د‌ طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ له وروستیو جګړو سره هم‌مهاله خبر ورکړی، چې په کویټه کې پولیسو د کډوالو ضد عملیاتو پر مهال ۷۵۲ افغانان نیولي دي. دغه رسنۍ وايي، په بلوچستان او نورو ایالتونو کې د افغان کډوالو د اېستلو دغه عملیات په چټکۍ پیل شوي.

د راپور له مخې؛ په تېرو ورځو کې د کویټې په هزاره ټاون سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوله ساتو ځواکونو له لوري دغه عملیاتو کې افغان کډوال په نښه شوي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ نیول کېدونکي د پاکستان د نادرا یا وګړو ثبت ادارې له لوري راجسټر کېږي او بیا د چمن له لارې اېستل کېږي. که څه هم یاده لاره اوس د طالبانو د جګړو له کبله تړل شوې؛ خو تر خلاصونه پورې به یې دغه کسان په توقیف خونو کې ساتل کېږي.