• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محسن داوړ: پر افغانستان بمبارۍ له پاکستان نه د میلیونونو افغانانو کرکه نوره هم ډېروي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ ویلي، چې پر افغانستان بمبارۍ له پاکستان نه د میلیونونو افغانانو کرکه نوره هم ډېروي. نوموړی وايي، د پاکستان ویجاړوونکې پالیسي لا هم بدله شوې نه ده.

محسن داوړ په خپل تازه ایکس پوسټ کې لیکلي، چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د طالبانو ملاتړ کړی او دا ډله د افغان ولس د استازیتوب وړ نه ده.

نوموړي ټینګار کړی: «د پاکستان او طالبانو اړیکه د روزونکي او شاګرد په څېر ده، پاکستان له طالبانو ملاتړ کړی، خو طالبان د افغانانو استازیتوب نه شي کولی.»

هغه پر کابل د پاکستان د بمبارۍ او د ملکي وګړو د وژنې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ډول کړنې به د میلیونونو افغانانو کرکه نوره هم زیاته کړي.

محسن داوړ زیاته کړې، چې د پاکستان «ویجاړوونکې پالیسي لا هم بدله شوې نه ده»، او دا چلند به نه‌ یوازې د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي، بلکې د سیمې د ثبات لپاره به هم ګواښناک تمام شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ: په عام محضر کې د مرګ سزا ظالمانه او غیر انساني کړنه ده

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د بادغیس په یو ورزشي لوبغالي کې د یو کس اعدام کولو ته غبرګون ښودلی او یاده کړنه یې ظالمانه او غیر انساني بللې ده.

نوموړي ویلي، چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د مرګ سزا له بشري حقونو جدي سرغړونه، ظالمانه، غیر انساني او توهینوونکې کړنه ده.

بېنېټ ویلي، دا ډول سزاګانې د جرمونو په مخنیوي کې بې اغیزې دي.

نوموړي یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې په عام محضر کې له مرګ او بدني سزاګانو څخه لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن د پنجشنبې په ورځ د اسماعیل په نوم د بادغیس د جوند ولسوالۍ اوسیدونکی د دوو نورو کسانو د وژلو په جرم په عام محضر کې اعدام کړ.

پاکستان د افغان کډوالو د ۲۸ کمپونو د سملاسي تخلیې امر کړی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت د طالبانو او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته د ایالت په کچه د افغان کډالو د ۲۸ کمپونو د سملاسي تخلیې امر کړی او ټولو ولسوالیو ته یې لارښوونه کړې، چې دغه امر عملي کړي. شنونکي وايي، چې پاکستان افغان کډوال او د لارو بندول د فشار د حربو په توګه کاروي.

له دغو ۲۸ کمپونو څخه ۸ یې په پېښور، درې په نوښار، پنځه په هنګو، څلور په کوهاټ، دوه په مردان، دوه په صوابۍ، یو په بونیر او درې نور په دیر کې دي.

100%

دا حکم د پاکستان د فدرالي چارو وزارت د ایالتونو او سرحدي سیمو ادارې له خوا خپور شوی.

د حکم پر اساس، ټوله هغه ځمکه چې پخوا د دغو کمپونو لپاره ځانګړې شوې وه، د لیکلو سندونو له لارې د خېبر پښتونخوا حکومت یا اړوندو مرستیال کمشنرانو ته سپارل کېږي.

په حکم کې دا هم ویل شوي چې د دغو سیمو ټولې غیر منقولې شتمنۍ (د ودانۍ او تاسیساتو په ګډون) به د ایالتي حکومت یا اړوندې ولسوالۍ ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو او شخړو په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر ژوند هم منفي اغېز کړی دی.

په اسلام‌اباد او ګڼو نورو ښارونو کې مېشت افغانان وايي، له نښتو وروسته د پاکستان حکومت پر دوی فشارونه ډېر کړي دي.

له دغه نښتو وروسته ګڼ افغانان له دندو اېستل شوي او ځینو کورنیو ته د کورونو تشولو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

بلخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر بیا زور اخیستی.

نن هم د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې څو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، یو ځل بیا په بېلابېلو سیمو کې پولیس د افغانانو کورونو ته ورغلي او ځینې کورنۍ یې نیولې دي.

د چارو شنونکي وايي، چې پاکستان ډېر وخت له افغانستان سره په اړیکو کې افغان کډوال او د سوداګریزو لارو بندول د فشار د حربو په توګه کاروي.

یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې زلزله ‌ځپلې سیمې له روغتیايي ناورین سره مخ دي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ختیزو زلزله‌ځپلو سیمو کې د اوبو او حفظ‌ الصحې سیسټمونو له ویجاړېدو وروسته، له ۲۱۲ زرو زیات ماشومان د حاد اسهال او نورو وژونکو ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

یونیسف په یو خپور کړي راپور کې وایي، چې د زلزلې له امله د پاکو اوبو ډېری سرچینې ویجاړې شوې او ګڼې کورنۍ له څښاک اوبو او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې برخې دي.

د راپور له مخې، د اوبو ۱۳۲ سرچینې ویجاړې شوې دي، او څلور نه تر پنځو کلیو پورې اوس خلاص پر ځمکه رفع حاجتونه کوي، ځکه ډېری تشنابونه وران شوي دي.

یونیسف وایي، ډېر خلک صابون او نور د لاس مینځنې او لاس پاکوالي توکي نه‌ لري، چې دې وضعیت د ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې که عاجلې مرستې و نه‌ شي، نو د روغتیا یوه لویه فاجعه به رامنځته شي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین ویلي:«زلزلې کورونه ویجاړ کړل او ګڼې کورنۍ یې له منځه یووړې، خو اوس د ناروغیو له لارې د لا ډېرو ماشومانو د مړینې خطر رامنځته شوی دی.»

یونیسف وايي، د تشنابونو او د اوبو د شبکو ویجاړۍ په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له خطرونو سره مخ کړې دي، ځکه چې د خوندي تشنابونو اسانتیاوې نه‌ لري.

یادې ادارې ویلي چې زلزله‌ځپلو سیمو ته د اوبو بیړني ټانکرونه لیږي او د اوبو سیستمونه رغوي، تر څنګ یې لنډمهاله تشنابونه جوړوي، د حفظ الصحې کڅوړې وېشي او د ناروغیو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي.

خو په وینا یې، د مرستو لپاره پیسې کافي نه‌ دي، ځکه د دوی له اړخه د ۲۱،۶ میلیونه ډالرو له غوښتنې یوازې نیمایي برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې د زلزله‌ځپلو د ژوند ژغورنې لپاره سملاسي مرستې وکړي.

ازادۍ جبهې د کندز په چهاردره کې د طالبانو د یوه قوماندان د وژلو خبر ور کړی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د ازادۍ جبهې په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې ادعا کړې چې د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو سیمه‌ ییز قوماندان «قاري خالد» د یو پلان شوي برید په ترڅ کې وژلی دی. طالبانو تراوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید د چارشنبې په شپه د تلې پر ۲۳مه، د شپې مهال ترسره شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، «د طالبانو دا قوماندان، قاري خالد، هغه مهال د جبهې د چریکي ځواکونو له لوري په نښه شو، چې له قول اردو څخه د چهاردرې ولسوالۍ پر لور روان و.»

په خبرپاڼه کې راغلي، برید د کندز د انگورباغ په سیمه کې شوی.

تر اوسه طالبانو د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه‌ دي ویلي.

طالبان وايي د هرات-خواف ریل ګاډي پټلۍ د مسافرو لپاره چمتو نه ده

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ له لارې دا مهال یوازې د سوداګریزو توکو انتقال روان دی او د مسافرو د تګ راتګ لپاره دا مسیر لا چمتو نه دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له مشهد څخه به یو مسافر وړونکی اورګاډی افغانستان ته داخل شي.

وزارت ویلي، د هرات-خواف د پټلۍ څلورمې قطعې دوه فازونه، چې شاوخوا ۹۰ کیلومتره اوږدوالی لري، لاهم د رغونې په حال کې دي او یوازې د «روزنک» تر تم‌ځای پورې د تجارتي توکو انتقال پرې ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا مسیر د مسافرو د تګ راتګ لپاره تراوسه تیار نه‌دی، خو وزارت پلان لري چې د مسافرو لپاره ځانګړي تم‌ځایونه جوړ کړي او له اړوندو ادارو سره د سفر د امنیت او نورو اړتیاوو په اړه همغږي رامنځته کړي.