• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالسلام ضعیف:د پاکستان له‌خوا اوربند مات شو

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د لومړۍ دورې په اسلام اباد کې سفیر عبدالسلام ضعیف پاکستان ته د «غدار» په خطاب کولو سره د جمعې په ماخوستن (د تلې ۲۵مه) ویلي، چې دغه هېواد اوربند مات کړی دی. هغه زیاته کړې، «الله دې خیرکړي دپاکستان غدار پوځ له‌خوا اوربند مات شو.»

عبدالسلام ضعیف همداراز په ډاګه کړې، «افغانان دچاسره جنګ نه غواړي خوکه ورباندې تحمل شي بیا یې استقامت حق دی.»

یاد بریدونه او نښتې په داسې مهال کې رامنځته کېږي، چې تازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډمهالی اوربند د دوحې د روانو مذاکراتو تر پایه غځول شوی و.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، چې طالبان هېڅکله هم متجاوز نه و، او د اړتیا پر مهال یې دفاع ته کلکه ملا تړلې او په وینا یې په سپین بولدک کې پاکستاني لوري له درنو تلفاتو وروسته د اوربند غوښتنه کړې وه.

د نوموړي په وینا، له پاکستان سره په اوربند کې طالب ځواکونو ته ویل شوي، تر هغې چې پرې برید نه وی شوي، پر پاکستان لوري به برید نه کوي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۳

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

•
•
•

نور کیسې

اکسیوس: ټرمپ نه غواړي چې اوکراین ته د «تاماهاوک» توغندي ورکړي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۱
100%

د امریکايي رسنۍ «اکسیوس»د دوو باخبره سرچینو په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوې لیدنه کې ویلي، چې دا مهال نه غواړي د اوږد واټن تاماهاوک توغندي اوکراین ته ورکړي.

د سرچینو په وینا، دا لیدنه «اسانه نه وه». که څه هم د خبرو پر مهال څوک نه غږېدل، خو ټرمپ جدي او پرېکړه‌ کوونکی ښکاره کېده. یوې بلې سرچینې دا لیدنه «ناوړه» بللې ده.

راپور زیاتوي، زیلینسکي په ټینګار سره غوښتنه کړې وه چې اوکراین ته د «تاماهاوک»توغندیو مرسته وشي، خو ټرمپ له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او هېڅ انعطاف یې ونه ښود.

د باخبره سرچینو له قوله، ټرمپ ټینګار وکړ چې د روسیې په اړه باید ډيپلوماتیکو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي، او د تاماهاوک توغندیو ورکول ممکن د دې هڅو د زیان سبب شي.

د اکسیوس د راپور له مخې، زیلینسکې له ټرمپ سره د لیدنې تر پای وروسته سمدستي له اروپايي مشرانو سره په یوه ویډیويي غونډه کې خبرې وکړې. د راپور له مخې، د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشران د ټرمپ د ظاهراً بدل شوي دریځ له امله حیران شوي وو.

ټرمپ له وړاندې هم ویلي و، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، خو د هغه وروستي دریځ د واشنګټن او کیف اړیکې یو ځل بیا له ابهام سره مخ کړې دي.

سرچینې: طالب استخباراتو د شمشاد ټلویزیون نشرات بند کړي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نیم ساعت وړاندې طالب استخباراتو د شمشاد خصوصي ټلویزیون نشرات بند کړي. د شمشاد ټلویزیون څخه سرچینو زیاته کړې، چې تر اوسه د نشراتو د بندېدو لامل معلوم نه دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د جمعه په ورځ (د تلې ۲۵مه) ویلي،

چې طالب استخبارات یې دفتر ورغلي او د دوی نشرات یې تر نامعلومې مودې پورې بند کړي.

که څه هم د نشراتو بندېدو اصلي لامل روښانه نه دی؛ خو یوې بلې سرچینې ویلي، چې کیدای شي دا پرېکړه د ځینو خپرو شویو مطالبو یا د طالبانو د پالیسو خلاف نشراتو له امله شوې وي.

د طالبانو حکومت د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دغه ټلویزیون د افغانستان له مهمو تلویزیونونو څخه ګڼل کېږي او د هېواد په بیلابیلو سیمو کې پراخ لیدونکي لري.

د بیان ازادۍ ملاتړي فعالان او خبریالان اندېښنه لري، چې دا اقدام به د رسنیو پر ازاد فعالیت منفي اغېز وکړي او د خبریالانو پر فضا نور فشارونه زیات کړي.

محسن داوړ: د حکومت د غلطو پالیسو له امله خلک ځوريږي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۱
100%

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ ویلي، چې د حکومت د غلطو پالیسو له امله خلک ځوریږي. هغه زياته کړې، د شمالي‌ وزیرستان پر خادي پوځې مرکز په ځانمرګي برید کې ۶ پوځي سرتیري او ملکي کسان وژل شوي دي.

محسن داوړ د جمعه په ورځ (د تلې ۲۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پر دې ياد پوځي مرکز تر ځانمرګي برید وروسته ګڼ ملکي کسان په ډزو کې ټپيان شوي‌ دي.

هغه زياته کړې، چې ځايي خلک د حکومت د غلطو پالیسو له کبله ځوريږي.

وړاندې سیمه‌ییزو ځايي سرچینو ویلي وه، چې نن سهار د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ اړوند د خدي په نامه پر یوه پوځي مرکز برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د معلوماتو پربنسټ؛ په یاده څو ساعته نښته کې د ۴ بریدګرو په ګډون ۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

پاکستان په پکتیکا کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۱
100%

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، نن شپه (جمعه د تلې ۲۵مه) شاوخوا ۸ بجې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.

سرچینو زیاته کړې، د پاکستان په دغو هوايي بریدونو کې تر اوسه ۱۰ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او په ټپیانو کې ۶ ښځې هم شامل دي.

په ارګون ولسوالۍ کې سرچینو ویلي، چې دا برید د دغه ولسوالۍ اړوند خاندار کلي کې د «غازي» په نوم قضاب په کور ترسره شوی دی.

د پاکستان دغه بریدونه په داسې حال کې دي چې، د دوحې خبرو تر پای ته رسېدو د افغانستان او پاکستان تر منځ اوربند اعلان شوی و او د ځينو طالب چارواکو په وینا، دغه اوربند د پاکستان له لوري مات شوی او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې یې د ولسي وګړو پر کورونو بمبارۍ پیل کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ وضعیت له نږدې څارو

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د دواړو لوریو ترمنځ روان وضعیت له نږدې څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ د ترکیې راډیو ټلویزیون ته ویلي:«موږ د افغان طالبانو او پاکستان ترمنخ د تاوتریخوالي او شخړې له زیاتوالي خبر یو او دا وضعیت له نږدې څارو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه رسنۍ د نورو جزییاتو په اړه سپینې ماڼۍ ته راجع کړې ده.