• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین له کمونېست ګوند او پوځ نه دوه جګپوړي جنرالان و اېستل

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د چین د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې دوه لوړپوړي پوځي چارواکي یې له « نظم او قانون نه د جدي سرغړونو» له امله له ګوند او پوځ نه اېستلي دي. هی وېدونګ د چین دویم ستر جنرال او میاوهوا د چین د پوځ لوړپوړی سیاسي افسر وو.

دواړه جنرالان د چین د پوځ د سترې نظامي کمېټې غړي وو، چې دا ددغه هېواد تر ټولو لوړه نظامي اداره ده.

میاوهوا په جون میاشت کې له دندې لرې شوی و او هی وېدونګ له مارچ راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

کارولین لیويټ: هغه معترضان اوس چېرته دي چې د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکول

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱
100%

سپینې ماڼۍ ویاندې «کارولین لیویټ» د نیویارک د ښاروالۍ لپاره د ډیموکرات ګوند نوماند «زهران ممداني» څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د ډیموکرات ګوند بنسټ د «حماس ترهګرو او ناقانونه کډوالو» څخه جوړ شوی دی. لیویټ زیاته کړې، هغه معترضان اوس چېرته دي چې د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکول

کارولین لیویټ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې ممداني د یوې مرکې پر مهال له دې ځواب ورکولو ډډه وکړه، چې ایا حماس باید وسلې پر ځمکه کېږدي او د غزې کنټرول پرېږدي که نه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه: «ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سخت کار وکړ. دا ټرمپ و، چې وروستی ژوندي برمته شوی کس یې له غزې څخه بېرته راوست».

نوموړې وویل، ټرمپ په رښتیا د سولې لپاره هڅه کړې او پوښتنه یې وکړه: «هغه معترضان چې د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکول، اوس چېرته دي؟ دا ټرمپ و، چې فلسطین یې رښتیا ازاد کړ، خو اوس هغوی چوپ دي، ځکه د ټرمپ زغمل ورته ګران دي».

لیويټ د خبرو په پای کې وویل: «د نن ورځې ډیموکرات ګوند هېڅ لورینه لري، پرته له دې چې د خپلې افراطي چپي ډلې غوښتنو ته خدمت وکړي».

زهران ممداني، چې د ټرمپ سخت منتقد بلل کېږي، په خپلو خبرو کې ویلي و: «زه د حماس او اسراییل د راتلونکي په اړه، له عدالت او امنیت هاخوا، کوم مشخص نظر نه لرم».

د امریکا څارنوالۍ جان بولټن د محرمو اسنادو د ساتلو او خپرولو په تور تورن کړ

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۱
100%

د امریکا څارنوالۍ د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د محرمو اسنادو د ساتنې او خپرولو په تور رسمي تورن کړی دی. دا په وروستیو اوونیو کې درېیم ځل دی چې د عدلیې وزارت د ولسمشر د منتقدینو پر وړاندې دوسیه پرانیزي.

د امریکا د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مریلینډ ایالت فدرالي محکمې ته یې د جان بولټن پر ضد تورنلیک سپارل دی، چې پکې هغه په اتو مواردو کې د ملي دفاعي معلوماتو د لېږد او په لسو مواردو کې د دغو معلوماتو د ناقانونه ساتنې په تور تورن شوی دی.

د یادو تورونو له مخې، که په بولټن تورنه ثابت شي، هر یو تور تر لسو کلونو د بند سزا لرلی شي، خو وروستۍ پرېکړه به د قاضي د ارزونې او حقوقي شرایطو پر بنسټ وشي.

د بولټن وکیل لا تراوسه څه ندي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې موکل یې هېڅ قانوني سرغړونه نه ده کړې.

جان بولټن مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا پهملګرو ملتونو کېاستازی او د ټرمپ د حکومت د لومړي دورې پر مهال د ملي امنیت سلاکار و. هغه وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه او د ټرمپ له تندو منتقدانو څخه شو. بولټن په خپل یاداښت‌کتاب کې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره «نامناسب» بللی و.

یهود خبري بنسټ: د غزې د سولې په برخه کې د ترکیې بریا د سیمې لپاره خطرناکې پایلې لرلای شي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱
100%

سنډیکا یهود خبري اژانس د اسراییلي کارپوهانو په حواله لیکلي، چې ترکیه د خپل ولسمشر رجب طیب اردوغان د «شخصي او اسلامي ایډیالوژیکي لارښوونې» لاندې هڅه کوي د اسراییل شاوخوا یو ستراتیژیک محاصرې حلقه جوړه کړي.

دغه کارپوهان وايي، که ترکیه د غزې د سولې په مسله کې بریا ترلاسه کړي دا به د سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.

په ویب پاڼه کې لیکل شوي، چې ترکیې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ ماده‌ییز اوربند پلان ملاتړ ته لېوالتیا ښوولې او دا چمتووالی ښايي دغه هېواد ته د مخ پټو جنګیالیو د ترلاسه کولو چانس زیات کړي.

که څه هم دا موضوع لا تر اوسه رسمي نه ده تایید شوې.

د رایخسمن پوهنتون د ترهګرۍ ضد نړیوال انستیتیوت یوه مشر څېړونکي دغه ویب‌سایټ ته ویلي: «که چیرې د سوریې د نظامي واکمنۍ لپاره د اردوغان پلان بریالی شي او هغه د غزې د بیارغونې لپاره د قطر واک، مشروعیت او پانګه ترلاسه کړي، نو ترکیه به په لویه کچه د اسراییل د محاصرې کولو خوب د ډیر خطرناک نظامي او سیاسي محاصرې سره بدل کړي

د ترهګرۍ یو شنونکي‌ کارپوه خبرداری ورکړی، چې ترکیه اوس د اسد رژیم د سقوط څخه ګټه پورته کوي ترڅو په سوریه کې خپل نفوذ پراخ کړي، چې د اسراییلو لپاره مستقیمې اغیزې لري.

یاد ویب‌سایټ زیاتوي، چې اسراییلي کارپوهان خبرداری ورکوي، چې انقره ښايي د غزې له سولې څخه د تر ټولو لوی بریا اخیستونکي په توګه راووځي، هغه بدلون چې د سیمې لپاره خطرناکې پایلې لرلای شي.

ټرمپ: که حماس خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې نه شي، له جدي غبرګون سره به مخ شي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۱ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که حماس ډله د سولې د هوکړې له مخې ښه چلند ونکړي او خپلو کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشي، ورسره به جدي چلند وشي.

ټرمپ ویلي، تمه لري چې حماس به خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي، خو که نه شي، نو «زمونږ د جدي غبرګون سره به مخ شي».

هغه ټینګار کړی چې د امریکایي ځواکونه به غزې ته لاړ نشي، خو دا به د واشنګټن تر څارنې لاندې ترسره شي.

ټرمپ زیاته کړه: «موږ ته اړتیا نشته چې غزې ته داخل شو. داسې کسان شته چې نژدې دي، هغوی به دا کار اسان ترسره کړي.»

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې د موافقې د عملي کېدو په اړه شکونه لا هم پر ځای دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د رییس‌الوزرا د دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتران د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د رییس‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره یې لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو ځینې اقدامات لکه د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، امنیت او د بېرته‌ راستانه شویو کډوالو مدیریت د دې ډلې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

د اروپايي ټولنې یاد ځانګړي استازي په دې لیدنه کې همدارنګه د بېرته راستانه شویو افغانانو د مرستې او همکارۍ لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

د طالبانو د یاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې طالبان غواړي له سیمه‌ییزو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره متوازنې، پر درناوي ولاړې، له مداخلې پاکې او اقتصاد محورې اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې، له نړۍوالو هم ورته اړیکې غواړي چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

ژیل برتران تازه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی او دا یې کابل ته لومړنی سفر دی.

نوموړی د توماس نیکلسون ځای ناستی ټاکل شوی، نیکلسون د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د اروپايي ټولنې د استازي په توګه دنده پر غاړه لرله.