ټرمپ: که حماس خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې نه شي، له جدي غبرګون سره به مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که حماس ډله د سولې د هوکړې له مخې ښه چلند ونکړي او خپلو کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشي، ورسره به جدي چلند وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که حماس ډله د سولې د هوکړې له مخې ښه چلند ونکړي او خپلو کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشي، ورسره به جدي چلند وشي.
ټرمپ ویلي، تمه لري چې حماس به خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي، خو که نه شي، نو «زمونږ د جدي غبرګون سره به مخ شي».
هغه ټینګار کړی چې د امریکایي ځواکونه به غزې ته لاړ نشي، خو دا به د واشنګټن تر څارنې لاندې ترسره شي.
ټرمپ زیاته کړه: «موږ ته اړتیا نشته چې غزې ته داخل شو. داسې کسان شته چې نژدې دي، هغوی به دا کار اسان ترسره کړي.»
د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې د موافقې د عملي کېدو په اړه شکونه لا هم پر ځای دي.


ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، مالدارې او اوبو لګولو ریاست مسوولان وایي، سږکال د دغه ولایت په کامه، کوز کونړ، ګوشته، بټي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې پر ۳۱۹۶ زره هکټاره ځمکې ګني کرل شوي چې له یوې برخې به یې ۹۲۰۰ټُنه ګوړه ترلاسه شي.
د طالبانو تر واک لاندې د حریت راډیو د ننګرهار د کرنې، مالداری او اوبو لګولو ریاست مطبوعاتي مسوول اجمل سجادي له قوله ویلي، چې پر ۳۱۹۶ هکټاره ځمکه باندې ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۱۴۳ زره او ۸۵۰ میټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شي.
سجادي زیاتوي: «له ۹۶ زره ۸۵۰ ټُنه ګنیو څخه به ګوړه جوړه شي چې سږ کال به ۹۲۰۰ مټریک ټنه د ګوړې تولید ولرو. ۲۲۰۰۰ به د راتلونکي کال لپاره وساتل شي.»
د نومړيه په وینا، ۲۵۰۰۰ میټریک تُنه ګني به په شربت او څښاک کې وکارول شي.

سویس سټیفان رې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل فوق العاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه ټاکلی دی. د سویس دولت وايي، رې به په دواړو هېوادونو کې د سویس د ډېپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.
د سویس دولت وايي، چې نوموړی به په اسلام اباد کې میشت وي.
د سویس دولت په اعلامیه کې رې «د افغانستان اسلامي جمهوریت» لپاره استازی نومول شوی.
سویس د طالبانو له ادارې سره په تخنیکي کچه اړیکې لري او په دې وروستیو کې د طالبانو یو پلاوی هم سویس ته تللی و، چې د شړل کېدونکو افغان پناه غوښتونکو د هویت په برخه کې له سویسي چارواکو سره مرسته وکړي، خو د سویس اړوند رسنۍ وايي، چې طالبان د افغان پناه غوښتونکو پخواني اسناد نه مني او هرڅه د خپلې ادارې په اسنادو پورې مشروطوي.
سویس له دې وړاندې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته لېږلی و، چې طالبانو یې له منلو انکار کړی و.

د طالبانو د رییسالوزرا د دفتر لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتران د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د رییسالوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره یې لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو ځینې اقدامات لکه د نشهيي توکو پر ضد مبارزه، امنیت او د بېرته راستانه شویو کډوالو مدیریت د دې ډلې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.
د اروپايي ټولنې یاد ځانګړي استازي په دې لیدنه کې همدارنګه د بېرته راستانه شویو افغانانو د مرستې او همکارۍ لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.
د طالبانو د یاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې طالبان غواړي له سیمهییزو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره متوازنې، پر درناوي ولاړې، له مداخلې پاکې او اقتصاد محورې اړیکې ولري.
هغه زیاته کړې، له نړۍوالو هم ورته اړیکې غواړي چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.
ژیل برتران تازه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی او دا یې کابل ته لومړنی سفر دی.
نوموړی د توماس نیکلسون ځای ناستی ټاکل شوی، نیکلسون د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د اروپايي ټولنې د استازي په توګه دنده پر غاړه لرله.

د امریکا ولسمشر وایي، که حماس د اوربند تړون ته ژمن پاتې نه شي، نو اسراییل به د ده په دستور بیا ځلې په غزه کې جګړه پيل کړي. هغه له سياېناېن سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که حماس له بېوسلې کېدو ډډه وکړي څه به وشي، وویل: «اسراییل به سمدلاسي زما په ویلو جګړه پیل کړي.»
ټرمپ زیاته کړه، چې تر اوسه یې اسراییلي ځواکونو او د نتنیاهو حکومت کنټرول کړی دی. هغه دا هم وویل، چې د ۲۰ یرغمل شویو کسانو ژوندي ژغورل یو «مهم ګام» و.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د هغه د ۲۰ ماده ییز پلان پړاوونه شامل دي، چې لومړی پړاو اوربند او د یرغمل شویو کسانو تبادله پلي شوې؛ خو دویم پړاو د جګړې وروسته مدیریت او بې وسلې کولو لاهم نیمګړی دی.
هغه خبرداری ورکړ، چې حماس باید بې وسلې شي که نه «موږ به یې بې وسلې کړو.»
نوموړي زیاته کړه، چې اوس «حماس د تاوتریخوالي کوونکو ډلو تصفیه پیل کړې ده.»
ټرمپ د هغو راپورونو په اړه هم خبرې وکړې، چې ګواکې حماس ملکي خلک اعدام کړي دي.
هغه وویل: «زه د دې په اړه څېړنه کوم. ژر به معلومه شي. ښايي نورې ډلې یا عناصر هم پکې لاس ولري.»
د امریکا ولسمشر همداراز د اوږدمهاله سولې لپاره هیله څرګنده کړه او ویې ویل، چې ۵۹ هېوادونه په دغه توافق کې شامل دي او ځینې نور هېوادونه هم غواړي چې د «ابراهیم توافقونو» سره یو ځای شي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان، کانګو، هایټي، سومالیا، سوېلي سوډان او سوډان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک د نړۍ د بشردوستانه مرستو د کمېدو له امله د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي. د دوی په خبره، د مرستو کمول د لوږې پر وړاندې د مبارزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، امریکا چې د دې ادارې تر ټولو لوی مالي ملاتړی دی، د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال یې خپلې بهرنۍ مرستې سختې راکمې کړې.
نورو لویو هېوادونو هم خپلې بشري او پرمختیایي مرستې کمې کړې دي یا یې د کمولو پلان لري.
یاد سازمان زیاتوي: «زموږ بودیجه به په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۰ سلنه راکمه شي، چې د ۲۰۲۴ کال له ۱۰ میلیارد ډالرو څخه ۶.۴ میلیار ډالرو ته ورسېږي. دا حالت زموږ د مرستې رسولو وړتیا ډېره محدوده کړې.»
سازمان خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو مرستو کمښت ممکن ۱۳.۷ میلیونه کسان د «بېړنۍ لوږې» سره مخ کړي چې دا پړاو یوازې له قحطۍ یوه درجه لرې ده.
د خوړو د نړۍوال پروګرام مشره سینډي مکین وايي: «د اړتیاوو او زموږ د مالي توان ترمنځ واټن هېڅکله دومره نه و. که مرسته ونه شي، نو د لوږې پر وړاندي د څو لسیزو پرمختګونه به له منځه ولاړ شي.»
هغې زیاته کړه: «دا ستونزه یوازې هغو هېوادونو پورې محدود نه دی چې له ناورین سره مخ دي. د ساحل په سیمه کې چېرې چې ۵۰۰ زره کسان نور د خوړو له مرستو بې برخې شوي وو که ملاتړ ونه شي، ښايي دا لاسته راوړنه له لاسه ورکړو. موږ باید د شا تګ مخه ونیسو.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له بېوزلۍ او لوږې سره مبارزه کوي او نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.
امریکا ویلي، د دې له امله چې له طالبانو سره د مرستو د لاس رسي په اړه اندېښنه لري، افغانستان ته یې خپلې مرستې بندې کړې دي.
طبیعي پېښو لکه د ختیځ افغانستان وروستۍ زلزله، سېلابونه، وچکالي او د فقر د له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو نشتوالی د دې لامل شوي، چې افغانستان له یوه سخت بشري حالت سره مخ شي.