• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو لس پنډغالي وتړل

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د پاکستان حکومت په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو لس پنډغالي وتړل. پاکستانی رسنیو رپوټ ورکړی، چې دغه لس پنډغالي د بلوچستان په کویټه، قلعه سیف الله، پشین، لورلايي او چاغي کې تړل شوي او په دې پنډغالو کې شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال اوسېدل.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو په حواله راپور خپور کړی، چې په تړل شویو پنډغالو کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي تېره ورځ هم په بلوچستان کې شاوخوا ۳ زره افغان کډوال د استوګنې اسنادو د نه لرلو له امله پولیسو نیولي دي.

له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي ول، چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي تړل کیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت په امر ټولو ایالتونو کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل شوې ده.

د پاکستان ډان نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې دا پنډغالي د خېبر پښتونخوا په هریپور، چترال او بر دیر، د بلوچستان په چاغي، لورالایي، کلا سیف الله، پشین او کویټه او د پنجاب په میانوالي کې موقعیت لري.

د کډوالو د پنډغالو د تړل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښودلې ده.

دغه اداره ټینکار کوي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره دواړو لوریو تدابیر نیولي دي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

له تورخم څخه د طالبانو د کمیسارۍ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو لپاره پاکستانی لوری د سکینرونو په نصبولو کار کوي. سرچینو وویل، چې لوی موټر په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه سرچینه وايي چې له کرښې پورې غاړې د سکینر ماشینونه چېد جګړې پرمهال انتقال شوي وو، د پاکستان له لوري بېرته نصب شول.

د یادې سرچینې په وینا، طالبانو هم د دروازې د پرانیستې تدابیر بشپړ کړي دي، خو تر اوسه د پرانیستلو مشترکه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه بله سرچینه وايي چې ښايي د شپې تر ناوخته د لویو لاریو پر مخ د تورخم دروازه خلاصه شي.

له دې وړاندې طالبانو د سوداګرۍ پرمخ د سپین بولدک لارې د پرانېستل کېدو خبر ور کړی و، خو وروسته په کندهار کې محلي چارواکو وویل، چې لاره یوازې د تشو کانتینرو پرمخ پرانېستل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې چې د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې زور واخیست.

د پاکستان دفاع وزیر: له افغانستان نه به هر ډول برید له اوربنده سرغړونه وي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف رویټرز ته ویلي، چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اوربند دوام او د سولې راتلونکی به یوازې هغه وخت تضمین شي، چې د طالبانو حکومت له افغانستان نه د پاکستان پر ضد د وسله‌والو بریدونه ودروي. طالبانو له دې وړاندې ویلي چې افغان خاوره د هیچا خلاف نه کاریږي.

رویټرز د دوشنبې په ورځ د خواجه محمد اصف له خولې ویلي، چې «د افغانستان له لوري هر ډول برید د دې هوکړې سرغړونه بلل کېږي او د اوربند ټول بنسټ پر همدې یوه ماده ولاړ دی.»

پاکستاني ځواکونه او طالبان له تېرو څو ورځو پرله‌پسې نښتو وروسته، چې د لسګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې لامل شول، په دوحه کې د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي.

دغه نښتې د ټي ټي پي د پټنځایونو له منځه وړو په نامه د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته پیل شوې.

خواجه محمد اصف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، چې ترکیې او قطر هم پرې لاسلیک کړی، روښانه شوې ده چې هېڅ ډول برید به نه کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ تر هغه د اوربند هوکړه لرو، څو پورې چې د دې تړون سرغړونه نه وي شوې.»

د پاکستان دفاع وزیر د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته هم اشاره وکړه، چې د ده په وینا له افغانستان نه د طالبانو په همغږۍ د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

د ټي ټي پي مشر پر کابل له هوايي برید وروسته په یوه ویډیو کې اعلان وکړ، چې دی په قبایلي سیمه خیبر ولسوالۍ کې دی.

کابل له پخوا راهیسې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه دخواجه اصف د دې څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

خواجه محمد اصف له دې وړاندې د طالبانو سرسخته ملاتړی ګڼل کېده، خو پر کابل ددې ډلې له واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې د ناکراریو له ډېرېدو وروسته، نوموړی د طالبانو په سرسخته منتقد بدل شوی دی.

د طالبانو لوی درستیز وايي د پاکستان بریدونو ته مناسب ځواب ورکړل شوی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۱

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌ الدین «فطرت» ویلي، چې که هر څوک د افغانستان پر خاوره تېری وکړي، « قاطع او پرېکنده ځواب به ورکړل شي». هغه د ۲۰۳ منصوري قول اردو د نوي قوماندان د معرفۍ غونډه کې د پاکستان بریدونه غیر موجه وبلل او زیاته یې کړه، چې بریدونو ته یې مناسب ځواب ورکړل شوی دی.

فطرت په دې غونډه کې وویل، چې د ګاونډي هېواد له لوري وروستي بریدونه بې‌ دلیله او غیر موجه وو او زیاته یې کړه چې د دې بریدونو مناسب ځواب ورکړل شوی دی.

هغه په ټینګار وویل چې د طالبانو حکومت «هېڅکله د جګړې پیلوونکی نه دی او د جګړې غوښتونکی هم نه دی، خو که جګړه پر موږ تحمیل شي، زموږ امنیتي ځواکونه به په مېړانه د وطن دفاع وکړي.»

د فطرت په وینا، د طالبانو حکومت د خپل هېواد د تمامیت او حاکمیت په دفاع کې هېڅ ډول جوړجاړی نه مني.

نوموړي وویل: «موږ به د افغانستان له خاورې په قهرمانۍ دفاع کوو، او هېڅ بهرني ځواک ته به اجازه ور نه‌کړو چې زموږ ملي حریم کې لاسوهنه وکړي.»

په دې مراسمو کې د طالبانو لوی درستیز نوي ټاکل شوي قوماندان مولوي عبدالقیوم «روحاني» ته د مبارکۍ ترڅنګ د پخواني قوماندان کړنې او لاسته راوړنې هم وستایلې.

هغه په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام دننه بدلونونه یو «شرعي او ضروري اصل» وباله او و یې ویل: «په اسلامي نظام کې تغیر او تبدیل یو منل شوی اصل دی، او تطبيق یې پر ټولو لازم ګڼل کېږي.»

په هرات کې د اوسپنې ويلې کولو یوې فابريکې دويم فاز پرانيستل شوی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا عبدالغني برادر د تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه هرات ولايت ته د خپل سفر پرمهال په هرات صنعتي پارک کې د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې د دويم فاز پرانيسته وکړه. د یادې فابريکې پر دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې ده.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه، د تلې ۲۸مه وویل، چې ددې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د طالبانو په راتګ سره د سیمې او نړۍ ډېرو هېوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره عملي ګامونه اخيستي او دا هڅې د لا پراخېدو په حال کې دي.

ملابرادر وویل:«طالبانو د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.»

د طالبانو رياست الوزرا اقتصادي مرستيال پر ټولو پانګوالو غږ کړی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې په دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د ۵۰۰ټنه اوسپنې د پروسس وړتيا لري.

له دې وړاندې د کابل په کډون ګڼ شمیر ولایتونو کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د برېښنا له نشتوالي شکایت کړی و او ویلي یې و، چې فابریکې یې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ترکمنستان وايي په یوه کال کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې بشپړوي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال وايي، د ټاپي پروژې د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي. نوموړي دغه راز ویلي، چې په یوه کال کې به په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۸مه، وویل، چې ملا برادر د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې له مرستیال باتور امانوف سره کتلي دي.

طالبانو د باتور امانوف له قوله ویلي، چې اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کيلومتره پرمخ تللې دي او ۷۰ کيلومتره نوره برخه هم د پايپ غځولو لپاره تیاره شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د ۳۰ کيلومترو لپاره نلونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي.

په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او د طالبانو اداره ورته هر ډول اسانتياوې برابروي.

د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال دغه راز ویلي، چې په راتلونکي يوه کال کې به په افغانستان کې ددغې سيمه ييزې پروژې چارې بشپړې کړي.