• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکمنستان وايي په یوه کال کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې بشپړوي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال وايي، د ټاپي پروژې د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي. نوموړي دغه راز ویلي، چې په یوه کال کې به په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۸مه، وویل، چې ملا برادر د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې له مرستیال باتور امانوف سره کتلي دي.

طالبانو د باتور امانوف له قوله ویلي، چې اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کيلومتره پرمخ تللې دي او ۷۰ کيلومتره نوره برخه هم د پايپ غځولو لپاره تیاره شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د ۳۰ کيلومترو لپاره نلونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي.

په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او د طالبانو اداره ورته هر ډول اسانتياوې برابروي.

د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال دغه راز ویلي، چې په راتلونکي يوه کال کې به په افغانستان کې ددغې سيمه ييزې پروژې چارې بشپړې کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د لارو بندېدو له امله؛ افغان سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالره زیان اوښتی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۱

ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالره تاوان رسېدلی. د سپین بولدک-چمن لاره نن پرانېستل شوه. په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال وايي، د تورخم لارې پرانېستل کېدو تیاری هم نیول شوی.

ځینو افغان سوداګرو نن دوشنبه ، د تلې ۲۸مه، وویل چې له تېرو لسو ورځو راهسې د تورخم او چمن لارو د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته په میلیونونو ډالره زیان اوښتی دی.

یو افغان سوداګر زلمي عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«۷ زره موټر په کراچۍ کې ولاړ دي او ۲ زره د سوداګریزو توکو بار موټر په تورخم او چمن کې ولاړ دي. د افغانستان مېوې انار او سبزي خرابه شوې ده او د ورځې د افغانستان خصوصي سکتور ته یو میلیون ډالره تاوان رسیږي.»

د افغان سوداګرو نیوکې دا دي، چې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شويو خبرو کې د سوداګرو ستونزو او په ځانګړې توکه د سوداګریزو لارو د پرانیستلو په اړه خبرې نه دي شوې.

له دې وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر ته ویلي، چې تر امرثاني پورې دې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي نه باروي.

خو نن د سپین بولدک او چمن لاره د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوه او اټکل کیږي چې د تورخم لاره هم زر پرانېستل شي.

په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل خبریال وايي، د تورخم تجارتي لارې د پرانستلو لپاره چمتووالی پیل شوی دی.

د تورخم د ګمرک چارواکو په وینا، د تورخم ټرمینل اړوند ټولې عملې ته امر شوی چې ژر تر ژره خپلو دندو ته حاضر شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کارګو موټرو د تصفیې لپاره سکینر بېرته تورخم ټرمینل ته رسول شوي دي. یاد سکینر د اکتوبر په ۱۱مه او ۱۲مه د شپې له خوا د امنیتي اندېښنو له امله له ټرمینله اېستل شوي وو.

بل لور ته د طالبانو سرچینو هم تایید کړې چې د افغانستان له خوا سلګونه مسافر تورخم ته رسېدلي دي او دوی ته هم خبر ورکړل شوی چې لاره ښایي پرانېستل شي.

سرچینې زیاتوي چې کله لاره پرانستل شي نو تر ټولو لومړی به هغه کارګو لارۍ تصفیه شي چې له څو ورځو راهیسې د کرښې دواړو غاړو ته بندې پاتې دي او له هغې وروسته به د خلکو تګ راتګ هم په پړاوونو کې بیا پیل شي.

امرالله صالح: د سیمې وضعیت ته په پام ټاپي پروژه «مړ اس» دی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د پخواني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې په سیمه کې اوسني جیو سیاسي وضعیت ته په پام، ټاپي پروژه مړه ده. صالح وايي، دا پروژه دمګړۍ له کندهار اخوا نه شي غځېدای. نوموړي دې پروژې ته د انګریزانو «مړ اس» اصطلاح کارولې ده.

امرالله صالح، چې د طالبانو د سیاستونو ستر منتقد او مخالف دی، پر خپل اېکس لیکلي، چې په اوسمهالي جیو سیاسي وضعیت کې د ټاپي پروژه مړه ده او د طالبانو په واکمنۍ کې دا پروژه تر ډېره له کندهار اخوا نه شي غځېدای.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي.

صالح وايي، لکه څنګه چې انګریزان وایي، دا یو «مړ اس» دی.

نوموړي ددې پروژې د پلیتابه د شرایطو په اړه ویلي، چې « که غواړئ دا پروژه عملي شي، نو باید لومړی اساسي قانوني نظم بېرته اعاده شي».

ملا برادر: ګاونډیان دې د نورو ملي حاکمیت او غرور ته په سپکه سترګه نه ګوري

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر پاکستان په غیر مستقیم ډول غږ کړی، چې د هېوادونو ملي حکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري او په متقابل درناوي ولاړو اړیکو ته دې مخه کړي.

ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان له ملي رهبر قربان علي بردي محمدوف او مل ترکمنستاني پلاوي سره په کتنه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې «د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای په متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه وکړي».

نوموړي پاکستان ته له مستقیمې اشارې پرته، چې په دې وروستیو کې یې پر کابل او کندهار هوايي بریدونه ترسره کړل، وویل، چې « د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري».

برادر دغه خبرې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو د لیدنې پرمهال کړې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې، چې په پایله کې یې تر ۵۰ ډېر ملکي افغانان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

دغه نښتې د قطر او ترکیې په منځګړتوب د یوې اعلامیې له خپرېدو سره درېدلې دي.

په دې ناسته کې قربانقلي بردي محمدوف ویلي، ترکمنستان به په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي چې افغانستان به په کلني ډول ترې شاوخوا يو ميليارد ډالر عوايد ولري.

ایټالیا د را ستنو شویو افغان کډوالو لپاره دوه میلیونه یورو مرسته اعلان کړې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱

ایټالیا د راستنو شویو افغان کډوالو او له هغوی سره د مېشتو کوربه ټولنو د زیانمنو غړو د ملاتړ لپاره د دوه میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، دا مرستې به له ۲۰ زرو څخه ډېرو افغانانو د بیا ادغام په برخه کې، چې له نیمایي ډېر یې ښځې او نجونې دي، مرستندویې تمامې شي.

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت په خپل رسمي ایکس کې د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، «ایټالیا د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره ژمنه ده چې خپلو کورونو ته ستنېږي».

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دغه مرسته به د راستنو شویو کډوالو لپاره د بنسټیزو اړتیاوو، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند د بېرته پیل د امکاناتو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

په لوګر کې د مس‌عینک درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د لوګر د صنعت او سوداګرۍ چارواکي وايي، چې د مس عینک په نامه یې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو یو درې ورځنی نندارتون پرانېستی دی. د نندارتون تر شلو ډېرو غرفو کې د لوګر په ګډون د هېواد د بېلابېلو سیمو محلي لبنیات، مېوې، سبزۍ او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال نن دوشنبه، د تلې ۲۸مه وویل، د نندارتون د پرانېستې پرمهال وویل، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د بې‌کیفیته توکو د وارداتو له امله له سختو اقتصادي او روغتیایي زیانونو سره مخ شوی و او د نورو هېوادونو لپاره د بې‌کیفیته موادو د پلور بازار و.

نوموړي ادعا وکړه، چې د طالبانو له راتګ سره دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی ایښودل شوی دی.

احمدالله زاهد زیاته کړه:« چې د اقتصادي معاونیت تر رهبرۍ لاندې د ستندرد بورډ جوړ شوی، چې د واردېدونکو توکو لپاره لازم نورمونه ترتیب کړي، چې په رڼا کې یو شمېر هغه تولیدي شرکتونه چې د انسانانو له ژوند سره یې لوبې کولې پر وارداتو یې بشپړ بندیز لګېدلی.»

د نورم او سټنډرډ اداره د افغانستان په تېرو حکومتونو کې جوړه شوې وه، چې یو بنسټیز هدف یې د بې کیفیته توکو تشخیص و.

په ورته وخت کې د طالبانو د لوګر مرستیال والي محمدانور دین‌پرور د کورنیو تولیداتو د ملي نندارتون د پرانیست غونډې په ترڅ کې وویل، چې دا ډول پروګرامونه د اقتصاد د ودې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره یو ارزښتناک ګام دی.