په لوګر کې د مسعینک درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

د طالبانو د لوګر د صنعت او سوداګرۍ چارواکي وايي، چې د مس عینک په نامه یې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو یو درې ورځنی نندارتون پرانېستی دی. د نندارتون تر شلو ډېرو غرفو کې د لوګر په ګډون د هېواد د بېلابېلو سیمو محلي لبنیات، مېوې، سبزۍ او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.




