• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: د سیمې وضعیت ته په پام ټاپي پروژه «مړ اس» دی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د پخواني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې په سیمه کې اوسني جیو سیاسي وضعیت ته په پام، ټاپي پروژه مړه ده. صالح وايي، دا پروژه دمګړۍ له کندهار اخوا نه شي غځېدای. نوموړي دې پروژې ته د انګریزانو «مړ اس» اصطلاح کارولې ده.

امرالله صالح، چې د طالبانو د سیاستونو ستر منتقد او مخالف دی، پر خپل اېکس لیکلي، چې په اوسمهالي جیو سیاسي وضعیت کې د ټاپي پروژه مړه ده او د طالبانو په واکمنۍ کې دا پروژه تر ډېره له کندهار اخوا نه شي غځېدای.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوې دي.

صالح وايي، لکه څنګه چې انګریزان وایي، دا یو «مړ اس» دی.

نوموړي ددې پروژې د پلیتابه د شرایطو په اړه ویلي، چې « که غواړئ دا پروژه عملي شي، نو باید لومړی اساسي قانوني نظم بېرته اعاده شي».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر: ګاونډیان دې د نورو ملي حاکمیت او غرور ته په سپکه سترګه نه ګوري

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر پاکستان په غیر مستقیم ډول غږ کړی، چې د هېوادونو ملي حکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري او په متقابل درناوي ولاړو اړیکو ته دې مخه کړي.

ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان له ملي رهبر قربان علي بردي محمدوف او مل ترکمنستاني پلاوي سره په کتنه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې «د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای په متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه وکړي».

نوموړي پاکستان ته له مستقیمې اشارې پرته، چې په دې وروستیو کې یې پر کابل او کندهار هوايي بریدونه ترسره کړل، وویل، چې « د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري».

برادر دغه خبرې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو د لیدنې پرمهال کړې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې، چې په پایله کې یې تر ۵۰ ډېر ملکي افغانان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

دغه نښتې د قطر او ترکیې په منځګړتوب د یوې اعلامیې له خپرېدو سره درېدلې دي.

په دې ناسته کې قربانقلي بردي محمدوف ویلي، ترکمنستان به په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي چې افغانستان به په کلني ډول ترې شاوخوا يو ميليارد ډالر عوايد ولري.

ایټالیا د را ستنو شویو افغان کډوالو لپاره دوه میلیونه یورو مرسته اعلان کړې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱

ایټالیا د راستنو شویو افغان کډوالو او له هغوی سره د مېشتو کوربه ټولنو د زیانمنو غړو د ملاتړ لپاره د دوه میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، دا مرستې به له ۲۰ زرو څخه ډېرو افغانانو د بیا ادغام په برخه کې، چې له نیمایي ډېر یې ښځې او نجونې دي، مرستندویې تمامې شي.

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت په خپل رسمي ایکس کې د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، «ایټالیا د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره ژمنه ده چې خپلو کورونو ته ستنېږي».

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دغه مرسته به د راستنو شویو کډوالو لپاره د بنسټیزو اړتیاوو، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند د بېرته پیل د امکاناتو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

په لوګر کې د مس‌عینک درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د لوګر د صنعت او سوداګرۍ چارواکي وايي، چې د مس عینک په نامه یې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو یو درې ورځنی نندارتون پرانېستی دی. د نندارتون تر شلو ډېرو غرفو کې د لوګر په ګډون د هېواد د بېلابېلو سیمو محلي لبنیات، مېوې، سبزۍ او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال نن دوشنبه، د تلې ۲۸مه وویل، د نندارتون د پرانېستې پرمهال وویل، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د بې‌کیفیته توکو د وارداتو له امله له سختو اقتصادي او روغتیایي زیانونو سره مخ شوی و او د نورو هېوادونو لپاره د بې‌کیفیته موادو د پلور بازار و.

نوموړي ادعا وکړه، چې د طالبانو له راتګ سره دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی ایښودل شوی دی.

احمدالله زاهد زیاته کړه:« چې د اقتصادي معاونیت تر رهبرۍ لاندې د ستندرد بورډ جوړ شوی، چې د واردېدونکو توکو لپاره لازم نورمونه ترتیب کړي، چې په رڼا کې یو شمېر هغه تولیدي شرکتونه چې د انسانانو له ژوند سره یې لوبې کولې پر وارداتو یې بشپړ بندیز لګېدلی.»

د نورم او سټنډرډ اداره د افغانستان په تېرو حکومتونو کې جوړه شوې وه، چې یو بنسټیز هدف یې د بې کیفیته توکو تشخیص و.

په ورته وخت کې د طالبانو د لوګر مرستیال والي محمدانور دین‌پرور د کورنیو تولیداتو د ملي نندارتون د پرانیست غونډې په ترڅ کې وویل، چې دا ډول پروګرامونه د اقتصاد د ودې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره یو ارزښتناک ګام دی.

د ملا برادر ددفتر رییس: ای ایس ای په ۲۰۲۱ کال کې د اغزن تار غځولو کې همکاري غوښتې وه

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر رییس وايي، په ۲۰۲۱ کال کې په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر مهال د ای ایس ای رییس له طالبانو غوښتي و، چې جنګیالي یې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مخه ونه نیسي، خو ملا برادر ورته ویلي و چې هغوی تاسې ته په خپله ژبه ځواب در کوي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر رییس عبدالله عزام د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د ۲۰۲۱ز کال د جون پر درېیمه نېټه په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر مهال د پاکستان د استخباراتو د هغه مهال رییس فیض حمیدله طالبانو سره د لیدو پر مهال له ملا برادر نه وغوښتل، چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځولو پر ضد وسله‌وال مخالفت ودروي.

د عزام په وینا، دا لیدنه د رسمي مذاکراتو تر پای وروسته ترسره شوې وه، چې فیض حمید پکې د طالبانو له جګپوړي استازي ملا برادر سره په انفرادي ډول خبرې کړې وې.

عزام وايي: «فیض حمید وویل چې موږ پر کرښه د اغزن تار تېرول بشپړ کړي، خو په بهرامچه کې طالبانو مخالفت کړی او شاوخوا پنځه سوه کسان راټول شوي دي او پر پاکستاني ځواکونو ډزې کوي».

نوموړی وايي، « هغه غوښتنه وکړه چې ملا یعقوب ته ووایئ څو مجاهدینو ته سپارښتنه وکړي چې ډزې ونه کړي».

د عزام په وینا، د طالبانو استازي د دې غوښتنې پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی و. د نوموړي په وینا، ملا برادر فیض حمید ته وویل، «زه د سیاسي چارو مسوول یم، خو دا خبره نظامي اړخ لري. هغوی به په خپله ژبه ځواب درکړي».

عزام لیکي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې وه چې طالبان لا هم د نړیوالو ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت وو او د ډېورنډ کرښې د اغزن تار موضوع د افغانستان او پاکستانترمنځ د پام وړ جنجال بلل کېده.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت په حضور کې، پاکستان وتوانېد چې د اغزن تار پروژه بشپړه کړي.

عزام همداراز یادونه کوي چې د همدې شپې په ترڅ کې فیض حمید د دوحې په جومات کې ددوی په امامت لمونځ کړی و.

خواجه اصف: پاکستان او افغانستان دې پایلې ته رسېدلي، چې باید ترهګري ژر ختمه شي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستان او افغانستان دې پایلې ته رسېدلي چې باید ترهګري ژر ختمه شي. هغه زیاته کړې، چې ترهګرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه ناامنه کړې ده.

جیو نیوز د خواجه اصف له خولې لیکلي:« دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ د کابو کولو لپاره جدي هڅې وکړي؛ خو که ترهګري کابو نه‌شي د سیمې امن ته جدي ګواښونه پېښولای شي.»

د پاکستان دفاع وزیر له طالبانو سره د اوربند تړون په اړه ویلي، چې دغه تړون په اصل کې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب شوی دی. هغه ویلي:« موږ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه مننه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه د (تلې ۲۷مه) په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ۴۸ ساعته اوربند وروسته د سولې تړون وشو، چې اعلامیه یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه.