صالح: طالبان چې له پاکستان سره د دوحې هوکړې منځپانګه پټوي، حتما پکې «شیطاني» مساله شته

د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو ځینې پوښتنې رامنځته کړې دي.دا پوښتنې او نیوکې هغه مهال لا جدي شوې، چې د پاکستان دفاع وزیر د سېشنبې په ورځ وویل، په دوحه کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره شوې هوکړه محرم ده.




