• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویډن او اتریش افغانستان او سوریې ته د کډوالو پر استولو غونډه کړې

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرارد کارنر او د سویډن د کډوالو چارو وزیر یوهان فوسېل په ویانا کې د «پناه او مهاجرت تړون»، «د اروپایي اتحادیې له پولو بهر د پناه غوښتنې پروسې»، او «سوریې او افغانستان ته د اخراج» پر موضوعاتو کارې غونډه کړې.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۹مه، وویل، چې دا لیدنه د ویانا د ۲۰۲۵ کال مهاجرت کنفرانس له پیل مخکې وشوه، چې موخه یې د اروپا په کچه د مهاجرت اړوند مهمو موضوعاتو په اړه همغږي وه.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرارد کارنر وویل، « نن موږ د دوه اړخیزو خبرو لپاره سره کښېناستو څو یو شمېر مهم ټکي وڅېړو. دا څرګنده ده چې زموږ دریځونه د پناه پالیسۍ په برخه کې سره نږدې دي، موږ د یوې سختې، پرېکندې او په ورته وخت کې مسوولې اروپایي پناه پالیسۍ ملاتړ کوو».

هغه زیاته کړه چې دواړو هېوادونو تر اوسه ځینې پرمختګونه کړي، خو لا هم نور کارونه په مخ کې شته چې باید ترسره شي. کارنر وویل، « په ځانګړي ډول د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو د ساتنې په تړاو، نوښتګرې حل لارې لکه د اروپا له پولو بهر د بېرته ستنېدا مرکزونو او د شړلو او بېرته لېږلو چارې، حتاد سوریې او افغانستان په څېر هېوادونو ته».

سویډن او اتریش دواړه هڅه کوي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته استولو پروسه بېرته شونې کړي.

په همدې موخه، د تېرې اونۍ په پای کې اتریش، سویډن او نورو ۱۸ اروپایي هېوادونو اروپایي کمیسیون ته ګډ لیک استولی.

اتریش له هغو لومړیو اروپایي هېوادونو و چې د طالبانو له ادارې سره یې هم په کابل او هم په ویانا کې اړیکې نیولې دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، اوس مهال د هغو افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی روان دی، چې په اتریش کې په جرمونو محکوم شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، د پناه غوښتنې د پروسو د ترسره کولو لپاره د اروپا له پولو بهر د بېرته ستنېدنې مرکزونو جوړول هم د خبرو یوه مهمه موضوع وه. د اتریش او سویډن په باور، دا اقدامات به د قاچاق وړونکو کاروبار کمزوری کړي او د اروپا د پناه پالیسۍ په عادلانه او اغېزناک تطبیق کې به مرسته وکړي.

کارنر د سویډني وزیر فوسېل له نږدې همکارۍ او باور پر بنسټ اړیکو مننه کړې او ویلي یې دي، « موږ د یو بل ترڅنګ ولاړ یو، چې اروپا لا نوره خوندي کړو.»

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د اسلامي یووالي صندوق او اسلامي همکاریو سازمان د کونړ زلزله ځپلو د ملاتړو تړون لاسلیک کړی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱
د اسلامي یووالي صندوق او اسلامي همکاریو سازمان د کونړ زلزله ځپلو د ملاتړو تړون لاسلیک کړی
100%

د اسلامي یووالي صندوق (ISF) او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د افغانستان دفتر د هېواد په ختیزو ولایتونو کې د زلزله‌ ځپلو خلکو د انساني ملاتړ لپاره د مرستې یو تړون لاسلیک کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي یووالي صندوق له لوري دغه تړون د صندوق اجرایوي رییس محمد بن سلیمان اباالخیل، او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د دفتر له لوري د دغه دفتر رییس ډاکټر محمد سعید العیاش لاسلیک کړ.

ددغه سازمان د خبرپانې له مخې، د یادې مرستې د وېش او تطبیق چارې به د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ ترسره شي، څو مرسته اغېزمنو خلکو ته ورسیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان ددغه تړون په اړه ډېر جزیات نه دي روښانه کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له خپلو یو شمېر کارکوونکو هویت کارتونه اخېستي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۱
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له خپلو یو شمېر کارکوونکو هویت کارتونه اخېستي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت له خپلو یو شمېر کارکوونکو نه له دې امله د هویت کارتونه اخېستي، یاد وزارت پرېکړه کړې چې ټول کارکوونکي باید خپلې ظاهري بڼې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، یاد وزارت پرېکړه کړې چې ټول کارکوونکي باید خپلې ظاهري بڼې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې برابرې کړي او که د کوم کارکوونکي ظاهري بڼه د اسلامي شریعت له اصولو سره سمون ونه‌لري، نو د دعوت او ارشاد ریاست کارکوونکي به ترې هویت کارت بېرته واخلي.

یاده پرېکړه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه پلي کولو په موخه شوې ده.

یاد وزارت ویلي چې ځینو کارکوونکو ته به د «اصلاح» د تضمین تر اخېستلو وروسته کارتونه بېرته ورکړل شي او د بیا ځلي تکرار په صورت کې به له کړنلارو سره سم له دندو منفک شي.

دغه وزارت همدغه راز زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د کارکوونکو د معنوي روزنې او د دعوت او ارشاد ریاست د ښوونیز نصاب د منظم پلي کولو لپاره د میکانیزم د چمتوکولو په هکله هم خبرې اترې شوې دي.

د اتریش صدراعظم: نن مو په درنو جرمونو یو محکوم افغان کابل ته ولېږه

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۱
د اتریش صدراعظم: نن مو په درنو جرمونو یو محکوم افغان کابل ته ولېږه
100%

د اتریش صدراعظم اعلان وکړ، چې نن یې یو افغان چې په درنو جرمونو تورن و، کابل ته اخراج کړی دی. کریستیان سټوکر پر خپل اېکس ولیکل، «هر هغه څوک چې زموږ قوانین نه مراعاتوي، باید لاړ شي». په پام کې ده چې شاوخوا ۳۰ تنه له طالبانو سره په همغږۍ له اتریش نه افغانستان ته وشړل شي.

د اتریش صدراعظم کریستیان سټوکر د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۸مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې دغه افغان نن کابل ته استول شوی دی. دا واک ته د طالبانو تر رسېدا وروسته لومړی ځل دی، چې اتریش یو افغان کابل ته استوي.

سټوکر زیاته کړه، « نن سهار، یو تن چې په جدي جرمونو محکوم شوی و، کابل ته واستول شو. له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان ته لومړنی اخراج. په دې سره، اتریش یو روښانه پیغام لیږي، ټول هغه کسان، چې د جرمي جرمونو له امله یې د استوګنې حق له لاسه ورکړی، نه زغمل کیږي».

د اتریش صدراعظم ویلي، چې مجرمان باید د هغوی متبوعه هېوادونو ته له پام پرته، له دغه هیواده ووځي.

هغه زیاته کړې، « موږ د اتریشیانو ساتنه کوو، نه د هغو بهرنیو مجرمانو، چې دلته د ژوند کولو حق نه لري».

د روان کال په پیل کې د اتریش یوه پلاوي کابل ته سفر کړی و، چې له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د اخراج اداري امکانات وڅیړي.

وروسته، د همدغه کال په سپتمبر کې د طالبانو استازي ویانا ته لاړل چې د شړلو د همغږۍ چارې تنظیم کړي. له دې وروسته څرګنده شوه چې شاوخوا ۳۰ تنه کېدای شي له اتریش څخه افغانستان ته وشړل شي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د نورو افغانانو داخراج لپاره هم کار روان دی.

د کورنیو چارو وزیر ګېرارد کارنر وویل، دا سخت خو اړین ګام به په ټینګه تعقیب کړي.

افغانستان ته شړل شوی کس په ۱۹۹۴ کال کې زېږېدلی او په اتریش کې یې نږدې څلور کاله بند تېر کړی و.

د حکومتي معلوماتو له مخې، هغه د «فزیکي زیان رسونې او جنسي تیري» په جرم محکوم شوی و. نوموړی د اتریشي پولیسو په ملتیا د استانبول له لارې کابل ته لېږل شوی دی.

د رپوټونو له مخې، د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه سږکال په اتریش کې ۷۶ سلنه وه.

طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۸ زره پاسپورټونه ويشل شوي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۱ GMT+۱
طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۸ زره پاسپورټونه ويشل شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست ویاند وايي چې د ۱۴۰۴ کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۸ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي. د یاد ریاست په وینا، په وېشل شویو پاسپورټونو کې ۹۲۰ سوداګریز او شاوخوا ۳۰۰ تحصیلي پاسپورټونه هم شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست ویاند عمري لوګري نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه، وویل، چې د پاسپورټونو مراجعین کولی شي د کابل په ګډون په ټولو هېوادونو کې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، چې د ۹۲۰ سوداګریزو او ۳۰۰ تحصیلي پاسپورټونو په ګډون په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۵۲۸ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

دا شمېر په داسې حال کې خپریږي چې د روان کال د چنګاښ په ۲۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلی و، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ عمومي ریاست کې له ښځینه مراجعینو سره ناوړه او غېرانساني چلند روان دی.

د سرچینې په وینا، طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د روان کال په وري په میاشت کې اعلان وکړ، هغو کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي چې د بیف او بایومټریک سیسټم له لارې د ممنوع‌الخروج په توګه تثبیت شوي وي. دغه ریاست زیاته کړې وه، چې هغو کسانو ته هم پاسپورټ نه ورکول کېږي، چې محکمې په جزايي، مدني یا سوداګریزو قضیو کې محکوم ګڼلي وي.

د دوی په دې محدودیتونو کې هغه ماشومان هم شامل ول، چي والدین او یا قانوني وکیل ونه لري.

ایران: بګرام اډې ته د امریکایانو بیا راتګ د سیمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۱
ایران: بګرام اډې ته د امریکایانو بیا راتګ د سیمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن سې‌شنبه (د تلې ۲۹مه) ویلي، چې بګرام اډې ته د امریکایانو بیا راتګ د افغانستان په ګډون د سیمې ټولو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بګرام اډې ته د امریکایانو د بیا راتګ په اړه ویلي، په تېرو شلو کالو کې د امریکایي ځواکونو حضور له ناامنۍ، ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو له زیاتوالي پرته بله پایله نه‌لرله.

په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه د ښاغلي بقايي یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې ویل شوي دوی بګرام ته د امریکایانو بیا راتګ د افغانستان او سیمې لپاره د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ لامل بولي. بقايي وايي، لومړی د نیویارک په څلور اړخیزه غونډه او بیا د مسکو په غونډه کې د بګرام پر موضوع تاوده بحثونه شوي دي.

د بقايي په وینا؛ د دې دوو غونډو برخه‌والو په یوه خوله وویل، چې باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي. هغه وویل، چې په بګرام کې د پردیو ځواکونو حضور د افغانستان په ګډون د سیمې په ټولو هېوادونو کې ناامني او ستونزې جوړوي.

تر دې وړاندې د مسکو فارمټ د غونډې په اعلامیه کې هم په روښانه ډول د بګرام اډې په اړه غبرګونونه ښودل شوي. د یادې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي وو، د هغو هېوادونو هڅې چې غواړي خپلې پوځي زېربناوې په افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي، د سيمې د سولې او ثبات په ګټه نه‌دي او بايد ودرول شي.