د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر کوي

په پام کې ده، چې نن له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي. پاکستاني رسنیو د خپلو رسمي سرچینو له حوالې راپور ورکړی، چې دغه پلاوی به د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د شخړو او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
