• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د نړۍوالو سياليو لپاره بشپړ چمتووالی لري

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د تکواندو لوبغاړي تر سختو تمرینونو وروسته د تکواندو د اتلولۍ په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره چې تر راتلونکو دوو ورځو په چین کې پیلېږي؛ په بشپړ ډول چمتو دي.

د یاد فدراسیون له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په پرله‌پسې ډول د چین د ووشي ښار په جمنازیم کې خپل تمریتونه کړي چې همدغه ښار به د تکواندو د نړۍوالو سیالیو کوربه وي.

د معلوماتو له مخې؛ د تکواندو د نړۍوالو اتلولیو رسمي سیالۍ به دوه ورځې وروسته د جمعې په ورځ په رسمي ډول پیل شي.

افغان لوبډله په دغه نړۍوالو سیالیو کې د اتلسو هېوادونو له زرګونه ورزشکارانو سره یوځای د اتو لوبغاړو په استازیتوب برخه اخلي. د فدراسیون د خبرپاڼې له مخې؛ افغان لوبغاړي له سختو تمرینونو او څو ورځنیو تمریني غونډو وروسته اوس د سیالیو لپاره بشپړ چمتو دي.

د ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر تره‌کي ویلي، چې د لوبډلې غړي په فزیکي او تخنیکي لحاظ ښه چمتووالی لري او موخه یې دا ده چې د هېواد لپاره غوره پایله ترلاسه کړي. نوموړی تمه ښودلې، چې افغان لوبډله به په لوړ مورال په یادو سیالیو کې په ګډون سره افغانستان ته ویاړونه راوړي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ تراوسه پورې د نړۍ له نږدې ۲۰۰ هېوادونو څخه له زرو ډېر تکواندو لوبغاړي د دغه سیالیو لپاره نوم‌لیکنه کړې او اټکل کېږي، چې دغه شمېر به په راتلونکو دوو ورځو کې لا زیات شي.

د تکواندو نړۍوالې اتلولۍ سیالۍ د المپیک د نړۍوال فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې د دغه سیالیو پایلې د لوبغاړو پر ډلبندۍ مسقیم اغېر لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

احمد ولي هوتک د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال سره مخامخ کېږي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک د «WTKF» نړۍوال سازمان د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال ارسن پارکخوګاجیف سره لوبه کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک ښار کې ترسره شي.

تر دې وړاندې احمد ولي هوتک ویلي و، چې د یادې سیالۍ لپاره یې پوره چمتوالی نیولی او تمه یې ښودلې وه چې لوبه به په خپل نوم کړي. ۳۱کلن احمد ولي هوتک له ۲۰۰۸ کال راهیسې مسلکي لوبې کوي او د تکواندو او سوک‌وهنې برخه کې د پام وړ بریاوې لري.

هغه د فري فایټ یا «اېم‌اېم‌اې» لوبې فدارسیون له فعالېدو وروسته د دغه فدارسیون غړی شو او د افغانستان لپاره یې په دغې برخه کې د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه. هوتک تر دې دمه په ۱۲ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې، چې له ډلې یې ۱۱ګټلې او یوازې په یوې هغې کې یې ماته خوړلې ده.

بل‌خوا، د هغه روسی سیال ۲۸ کلن ارسن پارکخوګاجیف تر اوسه درې مسلکي سیالۍ کړې او ټولو یې ګټلې دي. د فري فایټ لوبې ځینې مینه‌وال وايي، راتلونکې لوبه به له دې کبله جالبه وي چې احمد ولي هوتک به د یوه نړۍوال سازمان د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو هڅه کوي او روسی سیال یې غواړي چې په لوبو کې د نه ماتېدو ریکارډ جاري وساتي.

کرېکټ بورډ د زمبابوې پروړاندې د ټېسټ او درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د زمبابوې پروړاندې د یوې ټېسټ او درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به د اکټوبر له ۲۰مې د نومبر تر ۲مې نېټې پورې په هرارې ورزشي لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې اعلان کړې، چې د ټېسټ سیالۍ لپاره د لوبغاړو په غوره شوي نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، افسر خان ځاځۍ (وېکټ ساتونکی)، اکرام علي‌خېل (وېکټ‌ ساتونکی)، بهیر شاه، شاهدالله کمال، عصمت عالم، شرف‌الدین اشرف، ضیاالرحمان اکبر، یمین احمدزی، ضیاالرحمان شریفي، خلیل ګربز او بشیر احمد شامل دي او په احتیاطي لوبغاړو کې بیا ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیق‌الله اتل او شمس‌الرحمان شامل دي.

د غوراوي کمېټې زیاته کړې، چې د شل اوریزو سیالیو لپاره راشد خان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمان‌الله ګربز (وېکټ‌ ساتونکی)، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولی، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزی، عظمت‌الله عمرزی، محمد نبي، شرف‌الدین اشرف، نور احمد، مجیب‌الرحمان، بشیر احمد، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی شامل شوي‌ او په احتیاطي لوبغاړو کې الله محمد غضنفر او فریدون داوودزي نومونه راغلي‌ دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان په دې اړه وایي: «د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش له لوبلړۍ ورورسته زموږ لوبډله زمبابوې ته روانه ده چې هلته به د یاد هېواد پر وړاندې د ټېسټ او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي چې په ترتیب سره به د نورو هېوادونو پر وړاندې هم خپلې لوبې ترسره کړو.»

د افغانستان او پاکستان د فوټبال سیالۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن ماښام له پاکستان سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه او ورسره دواړه هېوادونه د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام د لار موندنې په موخه له مخته تګه پاتې شول.

دغه سیالۍ نن ماښام (سې‌شنبه د تلې ۲۲مه) د کویټ په الصباح السالم لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب پیل شوه او بالاخره لوبه ۱ د ‍۱ پر وړاندې پایلې سره په مساوي توګه پای ته ورسېده. افغان لوبغاړو تر دې مخکې هم د پاکستان پر وړاندې له ګول پرته لوبه مساوي کړې وه.

افغان لوبغاړي به له دې وروسته یوه لوبه له میانمار او یوه بله به له سوریې سره هم وکړي.

افغان لوبغاړو په یادو سیالیو کې تر اوسه دوه سیالۍ مساوي او دوه یې بایللي، نو په دې سره د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته له لار موندنې پاتې شول.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالې کې ماتې ورکړه

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د هېواد ملي لوبډلې د اتصالات جام په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د زړه راښکونکې او برلاسې لوبې له لارې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې ته د ۲۰۰منډو په توپیر ماته ورکړه.

کرېکټ بورډ زیاته کړې، لومړۍ توپ وهنه افغانستان وکړه چې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۹۳ منډې جوړې کړې.

بنګله‌دېش د یادې لوبې په ۲۸ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۳ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې چې نن ترسره شوه، افغان لوبغاړو د لوبې په ټولو اړخونو کې بې‌سارې هڅه ښودلې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې د ټیټ هدف تعقیب په هڅه کې وسوځول.

په دې بریا سره افغانستان د یو ورځنیو سیالیو درې واړه لوبې وګټلې او د اتصالات جام یې ۳-۰په خپل نوم ثبت کړ.

د افغانستان تکړه توپ‌ اچونوونکی بلال سمیع چې د بنګله‌دېش ۵ لوبغاړي یې وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړی او همداشان ابراهیم ځدراڼ د سریز د غوره لوبغاړي په توګه له نورو مخکښ شول.

د افغانستان کرېکټ بورد په یوې اعلامیه کې ویلي، دا بریا د افغان اتلانو د سخت زیار، د لوبډلې د یووالي او د هېوادوالو د ملاتړ پایله ده.

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۸۱ منډو په توپير ماتې ورکړه

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۱

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۸۱ منډو په توپير ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې هم وګټله. د ابراهیم ځدراڼ غوره توپوهنې او د راشد خان بریالۍ توپ‌اچونې افغان لوبډله بریا ته ورسوله.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۴.۵ اور کې ۱۹۱ منډې هدف وټاکه.

افغان توپووهونکي ابراهیم ځدراڼ په ۱۴۰ توپونو تر ټولو ډېرې ۹۵ منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش لوبغاړي په ۲۸.۳ اور کې یوازې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او د ۸۱ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

افغان توپ اچونکو راشد خان پنځه او عظمت الله عمرزي درې لوبغاړي‌ وسوځول.

ابراهیم ځدراڼ د همدې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادولو ده، چې افغانستان د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش څخه د پنځو ویکټو په توپیر ګټلې وه.