• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د ځمکنيو توتانو تولید سږکال ۹ سلنه ډېر شوی

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږکال په هېواد کې د ځمکني توتانو تولید د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زیات شوی دی. دا زیاتوالی د وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د وروستیو شمېرو پر بنسټ اعلان شوی.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په روان کال (۱۴۰۴ ) کې په ټول هېواد کې ۶۸۱ متریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي، چې دا د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې سږکال په ټولیز ډول ۱۰۸۱ هکټاره ځمکه باندې په شپږو ولایتونو کې ځمکني توتان کرل شوي او د بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونه د دې مېوې د ډېرو حاصلاتو له امله په لومړي کتار کې راځي.

تېر کال په افغانستان کې ۵۷۵ هکټاره ځمکه د ځمکني توتانو د کرکېلې لپاره ځانګړې شوې وه، چې له هغې څخه ۶۲۲ متریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و.

د وزارت په وینا، د بلخ، هرات او ننګرهار ترڅنګ، د بدخشان، پنجشیر او دایکندي ولایتونو بزګرانو هم دغه مېوه کرلې ده.

ځمکني توتان د افغانستان له ارزښتناکو کرنیزو محصولاتو ګڼل کېږي، چې د مناسب اقلیم له امله یې کرنه او پراختیا په وروستیو کلونو کې چټکه شوې ده.

د طالبانو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅې روانې دي چې د بزګرانو د ملاتړ، د شنو خونو د جوړولو او د تخنیکي روزنو له لارې د دې مېوې کرنه او ترویج لا پراخ کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کندز کې یې سلګونه کیلوګرامه نشه یي توکي وسوځول

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو زوارت وایي چې د کندز امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي سوځولي. یاد وزارت زیاتوي چې دغه توکي د یوه کال په موده کې د یاد ولایت له اړوندو سیمو راټول شوي وو.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼې لیکلي چې په سوځول شویو نشه یي توکو کې، ۱۲۶۴ کیلو ګرامه تاریاک، ۱۱۰ کیلو ګرامه چرس، ۹۵ کیلو ګرامه شیشه، ۴۲ کیلو ګرامه هیرویین،۲۵۳۱۴ نشه یي ګولۍ، ۴۵۹ لیټره الکولي مشروبات، ۵۸ لیټره تخمر شوي ممیز او نور نشه یي توکي شامل وو.

همدا راز یاد وزارت ویلي چې پولیسو یې د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، ۲۳ تنه د غلا او قاچاق په تړاو په نیمروز، غزني، هرات او خوست ولایتونو کې نیولي دي.

پاکستان یو ځل بیا پښتونخوا کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې ژرتر ژره دې افغانستان ته ستانه شي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د پاکستان حکومت د پښتونخوا په کوز دېر کې افغان کورنیو ته له ځنډ پرته د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د تیمرګره مرستیال کمېشنر زید صافي ویلي، که افغانان په خپله خوښه ستانه نه‌شي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدمات وشي.

د راپورونو له مخې؛ د کډوالو درې پنډغالي چکدره، سمرباغ او تیمرګره په رسمي ډول تړل شوي دي. ښاغلي صافي ویلي، چې په کوز دېر کې د پولیسو چارواکو د افغان کډوالو مشرانو سره په لیدنه کې له هغوی سره له ځنډ پرته د وتلو مسله شریکه کړې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو همداراز ویلي، که څوک غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي؛ نو له خپلو مېنو تر تورخم پورې به ورته د ټرانسپورټ اسانتیاوې هم برابرې شي. د راپورونو پربنسټ؛ شاوخوا ۴۵۰۰ افغانې کورنۍ په کوز دېر کې مېشتې وې؛ خو په وروستیو کې ځینې یې افغانستان ته ستنې شوې دي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو د لېږد لپاره د لازیاتو مالي امکاناتو برابرولو غوښتنه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ پراخه او چټکه شوې ده.

تازه په لاهور کې ځايي چارواکو ویلي، چې په دغه ښار کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وروستي پړاو ته رسېدلې ده. له دې سره هم‌مهاله د ځینو هغو افغانانو د نیونې په اړه هم خبرونه ورکړل شوي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

تازه طالبانو ویلي، چې همدا پرون څه باندې درې زره ک له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له غوښتونو سره، سره پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې ده.

په لاهور کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د پاکستان د لاهور ښار د پولیسو مسوولینو ویلي، په دغه ښار کې د هغو افغانانو د نیونې عملیات په چټکۍ روان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

پاکستاني رسنیو د لاهور د پولیسو د یوه مشر بلال صدیق له قوله ویلي، ټول هغه افغانان به ونیسي چې قانوني اسناد نه‌لري. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د افغانانو د نیولو په تړاو جوړه شوې ناسته کې یو ځل بیا پولیسو ته د عملیاتو د پراخېدو او چټکوالي سپارښتنې شوې دي.

پاکستاني رسنیو همدا شان ویلي، چې یوازې په لاهور نه بلکې د پاکستان په ټولو ښارونو کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو عملیات روان دي او هغوی چې اسناد نه‌لري په هیڅ ډول به د پاتې کېدو اجازه ورنه‌کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې هم د افغانانو د یو مخیزې نیونې عملیات پراخ او چټک شوي دي. له دې سره سم، د کورونو مالکانو افغانانو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نیټې وخت ورکړی، چې کورونه خالي کړي.

پرون د اسلام‌اباد او راولپنډۍ پولیسو په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ ښارګوټو کې د لسګونه افغان کورنیو پر کورونو چاپې وهلې دي.

په دغه ښارګوټو کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، پولیس په یادو ښارګوټو کې مخامخ د افغانانو کورونو ته ورغلي او په ډېر قهرجن وضعیت کې یې دروازه ډبولې او د نه خلاصولو په صورت کې یې دروازې ماتې او په‌کې مېشت افغانان یې نیولي دي.

د دوی په وینا؛ پولیسو ته هغه اسناد چې د سفارتونو او یا هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ویزې د تمدیدېدو په موخه ورکړل شوي، هېڅ ارزښت نه‌لري او د ښودلو په صورت کې یې پولیس د دوی په مخ کې څېرې کوي.

مجاهد: له پاکستان سره د نښتو پرمهال ځینو امریکايي استازو د اوربند په تړاو اړیکې نیولې وې

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال یې د امریکايي استازو له لوري ځینې اړیکې ترلاسه کړې وې. هغه زیاته کړې، چې دغه اړیکې د اوربند یا جګړې د درېدو په تړاو وې.

مجاهد وړاندې ویلي، که څه هم له بېلابېلو خواوو ورسره اړیکې نیول شوې وې؛ خو جګړه دومره اوږدنه نه شوه، چې د لویو هېوادونو منځنګړیتوب ته په‌کې اړتیا پېښه شي.

د مجاهد په خبره؛ د سعودي عربستان، قطر او ایران په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم له ځنډ پرته د جګړې د پای ته رسېدو په اړه ښه نیت ښودلی و، چې د هلو ځلو له کبله یې د دوی او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه اوږده نه شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله له هغو هېوادونو هم مننه وکړه، چې د جګړې پرمهال یې له دوی سره خواخوږي ښودلې وه. د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له کبله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه نښتې د قطر او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب پای ته ورسېدې او دواړو خواوو د اوربند پرېکړه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کرکه او ټکر د دواړو هېوادونو په زیان دی او باید ستونزې په سوله‌ییزه فضا کې حل شي.

طالبانو د جمعې ورځې د خطبې موضوع د «ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي ساتل» ټاکلې

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکې جمعې د خطبې او تقریر موضوع «د نړۍوالو فشارونو او د ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي ساتل» ټاکلې ده. دغه وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې «د ګاونډویو وروستۍ دسیسې د نړۍوال فشار برخه ده.»

د دغه وزارت له لوري په خپور شوي تفصیلي پیغام کې راغلي، چې نړۍوال او په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه غواړي د فشارونو په راوستلو سره خپلې ناروا غوښتنې پر افغانانو ومني؛ خو دوی به هیڅکله دغه موخې ته ونه رسېږي.

په پیغام کې زیاته شوې، چې پاکستان غواړي د افغانستان بهرنی سیاست د دوی په خوښه عیار شي او د دوی ټولې غوښتنې په پام کې ونیول شي؛ نو ځکه بې‌ګناه ولسي وګړي وژني او هڅه کوي چې ګډوډي رامنځته کړي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت دغه راز ویلي، که څه هم افغانستان له سخت پړاوه تېرېږي؛ خو که ولس خپل یووالی وساتي او یو موټی شي ستونزې به حل شي. د یادونې وړ ده، چې طالبانو تېره اوونۍ هم د جوماتونو امامانو ته سپارښتنه کړې وه چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو خلکو ته تقرویرونه وکړي او هغوی د دوی د ځواکونو ملاتړ ته وهڅوي.