• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: له پاکستان سره د نښتو پرمهال ځینو امریکايي استازو د اوربند په تړاو اړیکې نیولې وې

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال یې د امریکايي استازو له لوري ځینې اړیکې ترلاسه کړې وې. هغه زیاته کړې، چې دغه اړیکې د اوربند یا جګړې د درېدو په تړاو وې.

مجاهد وړاندې ویلي، که څه هم له بېلابېلو خواوو ورسره اړیکې نیول شوې وې؛ خو جګړه دومره اوږدنه نه شوه، چې د لویو هېوادونو منځنګړیتوب ته په‌کې اړتیا پېښه شي.

د مجاهد په خبره؛ د سعودي عربستان، قطر او ایران په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم له ځنډ پرته د جګړې د پای ته رسېدو په اړه ښه نیت ښودلی و، چې د هلو ځلو له کبله یې د دوی او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه اوږده نه شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله له هغو هېوادونو هم مننه وکړه، چې د جګړې پرمهال یې له دوی سره خواخوږي ښودلې وه. د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له کبله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه نښتې د قطر او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب پای ته ورسېدې او دواړو خواوو د اوربند پرېکړه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کرکه او ټکر د دواړو هېوادونو په زیان دی او باید ستونزې په سوله‌ییزه فضا کې حل شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د جمعې ورځې د خطبې موضوع د «ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي ساتل» ټاکلې

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکې جمعې د خطبې او تقریر موضوع «د نړۍوالو فشارونو او د ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي ساتل» ټاکلې ده. دغه وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې «د ګاونډویو وروستۍ دسیسې د نړۍوال فشار برخه ده.»

د دغه وزارت له لوري په خپور شوي تفصیلي پیغام کې راغلي، چې نړۍوال او په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه غواړي د فشارونو په راوستلو سره خپلې ناروا غوښتنې پر افغانانو ومني؛ خو دوی به هیڅکله دغه موخې ته ونه رسېږي.

په پیغام کې زیاته شوې، چې پاکستان غواړي د افغانستان بهرنی سیاست د دوی په خوښه عیار شي او د دوی ټولې غوښتنې په پام کې ونیول شي؛ نو ځکه بې‌ګناه ولسي وګړي وژني او هڅه کوي چې ګډوډي رامنځته کړي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت دغه راز ویلي، که څه هم افغانستان له سخت پړاوه تېرېږي؛ خو که ولس خپل یووالی وساتي او یو موټی شي ستونزې به حل شي. د یادونې وړ ده، چې طالبانو تېره اوونۍ هم د جوماتونو امامانو ته سپارښتنه کړې وه چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو خلکو ته تقرویرونه وکړي او هغوی د دوی د ځواکونو ملاتړ ته وهڅوي.

عمران خان: د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی ترینګلی حالت د اندېښنې وړ دی

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابوالي او د روان ترینګلي وضعیت په اړه ژوره خواشینې ښودلې. هغه له زندانه په یوه تفصیلي پیغام کې ویلي، چې له طالبانو سره ستونزې باید په سوله‌ییزه فضا کې حل شي او په ټکو یې کرکه او ټکر د هیچا په ګټه نه‌دی.

عمران خان ویلي:« له تېرو درېیو کالو راهیسې مو په وار، وار ټنیګار کړی، چې له افغانستان سره باید اړیکې په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې وپالل شي.»

نوموړي په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته د پاکستان اوسني حکومت ته نیولې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادنو ستونزې یوازې هغه مهال حل کېدای شي چې د خلکو د رښتینو استازو له لوري ورته ګټورې پالیسۍ جوړې شي.

عمران خان زیاته کړې:« زما د حکومت پرمهال په پښتونخوا او افغانستان کې ستونزې په تدبیر حل کېدې او حالت پر سم لوري روان و؛ خو د رژیم له بدلون سره ورځ تر بلې وضعیت مخ په خرابېدو دی.»

عمران خان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې دي. په ورستیو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هوايي بمبارۍ وشوې، چې په غبرګون کې یې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

طالبانو ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یادونې ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر نښتو وروسته لاهم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې لارې تړلې دي او یوازې د سپین بولدک لاره د بار وړونکو موټرو لپاره خلاصه ده.

د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته؛ په بلوچستان کې د کورونو بیې خورا ټیټې شوې دي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱

د بلوچستان له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته، په دغه ایالت کې د ملکیتونو بیې تر ۹۰ سلنې پورې راکمې شوې دي. د راپورونو پربنسټ؛ په وروستیو کې له بلوچستان نه شاوخوا ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د کویټې په ختیځ بای‌پاس، سټلایټ ټاون، نواکلي او پښتون‌اباد سیمو کې چې افغان کډوال له نږدې څلورو لسیزو راهیسې په‌کې مېشت وو، د کورونو بیې د دوی له اېستلو وروسته ۷۰ تر ۸۰ سلنې راټیټې شوې او په ورته وخت کې د خروټ‌اباد، سریاب‌روډ او ځینو نورو سیمو کې بیا بیې تر ۹۰ سلنې پورې ټیټې شوې دي.

په راپور کې د دې برخې له کاروباریانو سره مرکې شوې او ډیرو یې ویلي، چې په وروستیو کې د ملکیتونو د پېر او پلور کچه په بشپړ ډول درېدلې چې له کبله یې دوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی خبرداری ورکړی، که حکومت د ملکیت سکتور په برخه کې اسانتیاوې رامنځته نه‌کړي؛ نو دغه برخه به له سخت اقتصادي سقوط سره مخ شي، چې د کویټې پر عمومي اقتصاد به هم منفي اغېز ولري.

په بلوچستان کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ایالت کې د افغان کډوالو ۱۰ پنډغالي تړل شوي او په‌کې مېشت ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. چارواکو ویلي، چې په بلوچستان کې د افغانانو د نیونې لړۍ هم په چټکۍ روانه ده.

په وروستیو کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې او هره ورځ د سلګونو کورنیو د ستنولو په اړه خبرونه ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې ځینو ستانه شویو افغانانو ویلي، چې د پاکستان حکومت له‌خوا په جبري توګه اېستل شوي او د کورونو سامان، نغدې پیسې او ان په بانکونو کې يې شتمنۍ هم ترې ګرځول شوې دي.

طالبانو په پاکستان کې د افغانانو د پانګې او ملکیتونو په تړاو تراوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پانګې یرغمل‌کېدو ته په اشارې ټینګار کړی و، چې هېڅوک نه‌شي کولای د افغانانو ملکیتونه غصب کړي.

افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادراتو په کچه کې ۷۸ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱

د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادراتو په کچه کې ۷۸ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي همداراز ویلي، چې افغانستان ته د ایران د صادراتو په کچه کې د دغه زیاتوالي سره د دواړو هېوادونو د صادراتو کچه ۱،۱۵۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې. روستایي ویلي، د صادراتو ارزښت ۷ سلنه او د وزن کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې چې ټول صادرات یې ۳زره او ۲۴ټنه اټکل شوي دي.

د هغه په وینا؛ د ایران له لوري افغانستان ته د صادرېدونکو مهمو توکو په نوملړ کې تېل، ګاز، اوسپنه، فولاد، سمنټ، خوراکي توکي، مېوې او سبزیجات شامل دي. وچه مېوه، کیمیاوي بوټي، حبوبات او ځینې نور توکي ایران ته د افغانستان په صادراتو کې شامل دي، چې د چارواکو په وینا په هغه کچه کې هم یو څه زیاتوالی راغلی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ افغانستان د ایران پنځم صاداراتي هېواد دی. وړاندې طالبانو ویلي و، چې ایران د افغانستان تر ټولو ستر سیمه‌ییز سوداګریز شریک دی.

په ورته وخت کې د دوغارون د ازادې سوداګرۍ سیمې رییس محمدرضا مودودي ویلي، چې د ایران تر نیمايي زیات صادارات د دغه بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي. دغه ایراني چارواکي ویلي، هر کال له دې لارې د کابو ۳.۲ مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادرېږي چې دا د افغان بازارونو له‌خوا د ایراني محصولاتو د لوړې تقاضا څرګندونه کوي.

طالبان وایي، په کابل کې یې له ۲۰۰ زیاتې تبلیغاتي تابلوګانې او لوحې په ژبني لحاظ اصلاح کړي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې د «لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د ژبني اصلاح» کمېسیون د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه زیاتې تابلوګانې او لوحې په ژبني لحاظ سمې کړې دي.

یاد وزارت د سه‌شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشراتو د چارو معینیت یو پلاوي د کابل د کمپنۍ سیمې چې طالبان یې «د مسجدالاقصی ساحه» بولي د لوحو او اعلانونو له ځایونو لیدنه کړې او د هټۍوالو او د لوحو مالکانو ته یې د هېواد په ملي ژبو بدیلې طرحې وړاندې کړې دي.

طالبانو د اصلاح شویو لوحو د ژبنیو بدلونونو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د کلتوري چارو رییس او د یاد کمېسیون غړي قاري ولي ګل جواد ویلي، چې دا اقدام د لوحو د تنظیم، د ملي ژبو د ساتنې او د فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی.

خو یو شمېر شنونکي وایي، دا ډول اقدامات د کلتوري اصلاحاتو تر نوم لاندې د طالبانو له‌خوا د عامه فضا د کنټرول او د ښاري تنوع د محدودولو هڅه ده.

په تېرو کلونو کې طالبانو څو ځله پر هټۍوالو او تبلیغاتي شرکتونو غږ کړی، چې خپلې لوحې د دوی له «کلتوري معیارونو» سره سمې کړي، دا هغه کار دی چې منتقدان یې د بیان د ازادۍ د کمېدو او د نورو ژبو د کارونې د محدودېدو هڅه بولي.