د بندیزونو په لړ کې؛ طالبان وایي، روانه اونۍ یې د ۵۳ښځو قضیې حل کړې دي

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د روانې اونۍ په لړ کې یې د میراث، جبري نکاح مخنېوي او بېلابېلو برخو کې د ښځو ۵۳قضیې حل کړې دي. دغه وزارت وایي، په دغه موده کې یې ۵کوډګر نیولي، ۲۲دښمنۍ یې ختمې کړې او له سوداګرو سره یې ۸۲ اصلاحي ناستې هم کړې دي.




