• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د پېژندنې لپاره د بلخ والي د تاجکستان علماو ته د هبت الله د ویناو کتابونه ورکړي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت والي تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال یو شمېر دیني علماو د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ویناو او پالیسیو کتابونه او د طالبانو منشور په دې موخه ورکړي چې د دوی د مفکورې په تړاو معلومات تر لاسه کړي.

د طالبانو د چارواکو له لوري د ګاونډیو هېوادونو د دیني علماو او چارواکو سره د اړیکو جوړول د دوی د نړۍوالې پېژندنې د هڅو یوه برخه بلل کېږي.
د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا د پنجشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته سفر کړی او د یاد هېواد له چارواکو سره د لېدنې پر مهال یې د ډېپلوماټیکو اړیکو ټینګلو غوښتنه کړې ده.

یوسف وفا د تاجکستان په بلنه د یاد هېواد پلازمېني دوشنبې ته سفر کړی او د یاد سفر پرمهال یې د تاجکستان د سرحدونو د قوماندان خورشید عطازاده او د استخباراتو وزیر سیدمومن ستاراویچ سره په کتنه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې پر ګډې همکارۍ هم ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۴

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

۵

راتلونکې میاشت؛ تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز ازمویښتي پړاو پیلوي

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کندهار کې یې ۲ طالبان وژلي او یو یې ټپي کړی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې تېره شپه ناوخته یې د کندهار میوند ولسوالۍ اړوند د لشکرګاه دوراهې سره په یوه برید کې دوه سیمه ییز طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړې. دوی ویلي، چې په دې برید کې د طالبانو یو نظامي موټر هم تخریب کړی دی.

د ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه علمیات یې تېره شپه تر سره کړي او شاوخوا نیم ساعت یې جریان درلود.

جبهې د خپل خبر سره د برید یوه ويډيو هم خپره کړې.

د دوی په خبره، چې د جبهې جنګالیو ته په دې عملیاتو کې زیان نه دی رسېدلی.

د کندهار سیمه ییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشر امر کړی چې د کونړ پر سیند دې د بندونو د جوړولو چارې ژر تر ژره پیل شي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ته ملا هبت الله اخوند زاده امر کړی چې د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو چارې چې هر څومره ژر ممکن وي، پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، ملا هبت الله سپارښتنه کړې چې تړونونه دې له کورنیو شرکتونو سره وشي او نور دې بهرنیو شرکتونه ته انتظار نه کوي.

بل خوا د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي: “افغانان حق لري چې خپلې اوبه مدیریت کړي.”

پر کونړ سیند د بندونو د جوړولو موضوع له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه حساسه او جنجالي مساله ده. د دغه سیند لویه برخه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او وروسته د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځي چې هلته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي.

پاکستان له پخوا راهیسې اندېښنه څرګنده کړې چې که افغانستان د کونړ پر سیند بندونه جوړ کړي، د پاکستان خړوبیز نظام، برېښنا او د اوبو لاره به زیانمنه شي. خو افغان چارواکو تل ویلي چې د افغانستان د اوبو حق باید د نړۍوالو اصولو او د دوه اړخیز احترام پر بنسټ مدیریت شي.

په تېرو دوو لسیزو کې څو ځله د کونړ د بندونو د جوړولو طرحې وړاندې شوې، خو د ناامنیو، تخنیکي ننګونو او د پاکستان له فشارونو سره یو ځای د حکومتونو د کمزورۍ له امله عملي نه شوې.

شننونکي وايي چې که د کونړ پر سیند بندونه جوړ شي، دا به نه یوازې د خوارځواکۍ او برېښنا د تولید لپاره ګټور وي، بلکې د افغانستان د اوبو د خپلواک مدیریت لپاره به یو ستر ګام وي، خو په ورته وخت کې دا اقدام به یو ځل بیا د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.

طالبانو په لغمان کې له ۴۰۰ زده کوونکو څخه د دوحې د هوکړې په اړه ازموینه اخیستې

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې یې له شاوخوا ۴۰۰ زده‌ کوونکو او د دیني مدرسو له طالبانو څخه د دوحې د تړون په اړه د یوې سیالۍ په ترڅ کې ازموینه اخیستې ده.

وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ازموینې موخه د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د «د دوحې تړون شرعي ځای او ارزښت» په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول دي.

چې د سیالۍ درې مخکښو ګډونوالو ته یې لپ‌ ټاپ، ساعت او یو څه نغدې پیسې د جایزې په توګه ورکړي دي.

په لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي، چې «د دوحې او د حدیبیې تړون» ترمنځ د ورته والي په اړه د ازموینې بله موخه وه.

د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې لاسلیک شو. د دې تړون له مخې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او پخوانی حکومت د طالبانو په لاس نسکور شو.

د حدیبیې تړون شاوخوا ۱۴ پېړۍ مخکې د اسلام د پیغمبر (ص) او د مکې د قریشو تر منځ لاسلیک شوی و.

د طالبانو چارواکو لا تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې د دوحې تړون او د حدیبیې تړون تر منځ څه ډول ورته‌ والی شته.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پنجشیر ولایت کې هم د تلې په ۱۲مه نېټه د دوحې تړون په اړه ورته ازموینه د ابشار ولسوالۍ کې له ۲۰۰ زده‌ کوونکو څخه اخیستې وه.

طالبان تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د «سیرت‌النبي» تر نوم لاندې ازموینې اخیستې دي. د افغانستان انترنشنل موندنې ښيي، چې طالبان د «سیرت‌النبي» تر نوم لاندې تاریخي ناسم معلومات وړاندې کوي.

ډونالډ ټرمپ: د اسراییل او سعودي عربستان اړیکې به ډېر ژر عادي شي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۶ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل او سعودي عربستان اړیکې به د روان کال تر پایه «په بشپړه توګه عادي» شي.

ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د «ټایم» مجلې سره په یوه تازه مرکه کې کړې دي. نوموړي ویلي: «زما په اند موږ ډېر نږدې یو، په دې کار کې به سعودي عربستان لومړی ګام واخلي. دوی مخکې د غزې او ایران ستونزې لرلې، خو اوس دا دواړه ستونزې نه شته.»

کله چې له ټرمپ وپوښتل شول، ایا سعودي عربستان به د کال تر پایه د «ابراهیم تړون» برخه شي، ټرمپ وویل: «هو، زه فکر کوم دا به وشي.» هغه زیاته کړه، پلان لري په راتلونکي کې د غزې له تړانګې څخه هم لیدنه وکړي.

ټرمپ په همدې مرکه کې د فلسطین د اوسني وضعیت په اړه وویل: «زه محمود عباس د فلسطینیانو ریښتینی مشر نه ګڼم. فلسطینیان دا مهال هېڅ مشر نه لري، ځکه هر څوک چې مشر شوی، وژل شوی دی. دا زړه راښکونکی مقام نه دی.»

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختیځ د سیاسي اړیکو راتلونکي یو ځل بیا د نړیوالو پام ځان ته را اړولی، او ځینې شنونکي وايي، که سعودي عربستان او اسراییل اړیکې عادي کړي، دا به د سیمې په جیوپولیټیک توازن کې لوی بدلون راولي.

منیژه باختري: د افغان ښځو زړورتیا د سولې لپاره الهام بښونکې ده

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۱
100%

په اتریش هېواد کې د افغانستان استازې منیژه باختري، ددغه هېواد په پلازمینه ویانا کې د ښځو، سولې او امنیت د ۲۵مې کلیزې په غونډه کې د افغان ښځو زړورتیا وستایله او وه یې ویل چې افغان مېرمنې د طالبانو سختو محدودیتونو سره سره د سولې، مقاومت او مشرتابه هڅې پرمخ وړي.

په وینا کې د افغانستان دایمي استازولۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سفیرې منیژه باختري وویل چې د ښځو د سولې مشرتابه پروګرام د افغان ښځو لپاره مهم فرصتونه برابروي، ترڅو په خبرو اترو، سولې جوړونې او مشرتابه کې فعاله پاتې شي.

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ښځو د حقونو لپاره یوځای ودریږي او ټینګار یې وکړ: «سوله هغه وخت بشپړه نه ده چې ښځو او نارینه وو ته مساوي نه وي.»

اغلې باختري د اروپايي امنیت او همکارۍ سازمان، په ځانګړي توګه ډاکټر لارا سکارپیتا او د هغې ټیم نه د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو لپاره ځانګړې مننه کړې، چې د ښځو د سولې او امنیت په برخه کې یې مهم پرمختګونه رامنځته کړي دي.