طالبان وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۸ افغان بندیان خوشې شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۵۸ افغان بندیان خوشې شوي دي. د یاد وزارت له لوري په خپور شوي پیغام کې راغلي، چې دغه کسان د روانې اوونۍ په لړ کې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.




