• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد شکیب د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس سره د افغان محصلینو پر ستونزو غږیدلی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ویلي چې ددغه سفارت سفیر سردار احمد شکیب د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس ډاکټر احمد سعد الاحمد سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې کړي.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ د لړم په لومړۍ نېټه، پر اېکس پاڼې لیکلي چې سردار احمد شکیب د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون له مشر سره لیدنه کړې او په لیدنه کې شکیب یاد پوهنتون د اسلامي ورورولۍ او د مسلمانو ملتونو ترمنځ د علمي همغږۍ سمبول بللی دی.

همدا راز شکیب د کابل نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړیدو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.

سفارت زیاتوي، چې شکیب په پاکستان کې د افغان محصلینو وروستۍ ستونزې مطرح کړې او وې ویل: «د استوګنې د پي‌او‌ار او ای‌سي‌سي اسنادو د اعتبار ختمېدل، د تحصیلي ویزو د تمدید ستونزې، مالي مشکلات او د بورسونو محدودیتونه د محصلینو د جدي اندېښنو سبب شوي او د دوی د تحصیل بهیر یې متاثر کړی دی.»

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې ډاکټر احمد سعد الاحمد ژمنه وکړه چې یادې اندېښنې به د پوهنتون له رهبري هییت سره شریکې کړي او د خپلې صلاحیتي حوزې په کچه به د افغان محصلینو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

سفارت زیاتوي چې نوموړي د اسلام‌اباد نړيوال اسلامي پوهنتون او کابل نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پراخېدو وړاندیز هم تایید او ملاتړ یې کړی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د یو پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته په سفر تللی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، محمد یوسف وفا د یو پلاي په مشرۍ د تاجکستان په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې دوشنبې ته سفر کړی. نوموړي زیاته کړې، چې یوسف وفا د تاجکستاني مسولینو سره د لېدنې پرمهال د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.

د بلخ د والي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې محمد یوسف وفا تاجکستان ته د سفر په ترڅ کې له یو شمېر تاجکستاني مسولینو سره لېدلي.

محمد یوسف وفا د یادې لېدنې پرمهال له تاجکستان سره د ډېپلوماټیکو، اسلامي، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

محمد یوسف وفا ویلي:«د افغانستان په اقتصادي بریا کې او د اقتصادي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ټولو هېوادونو ګټه او د ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعاملات او اړیکې راتلای شي او که خدای مکړه افغانستان کې ناامني راځي نو دا به نه د افغانستان او نه د همسایه هېوادونو په ګټه وي.» هغه زیاته کړې: «د تروریز په وړاندې باید ګډه مبارزه وکړو.»

د بلخ د والي ویاند دا نه دي ویلي، چې ملا هبت‌الله ته دغه نږدې کس او د بلخ والي تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال د کومې کچې تاجکستاني مسولینو سره لېده کاته کړې دي.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د وسله‌والو د شتون د مخنیوي لپاره اقدامات کړي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري ویلي، اسلام‌اباد د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد اغېزمن اقدامات کړي چې په افغانستان کې حضور لري. د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا ادعا چې په افغانستان کې وسله والې ډلې شته ردوي.

د پوځ د عامه اړیکو رییس احمد شریف چودري دا څرګندونې د صوابۍ په ټوپي سیمه کې د غلام اسحاق خان د انجنیرۍ او ټېکنالوژۍ په انسټېټیوټ کې د محصلینو له یوې ناستې سره د خبرو پر مهال وکړې.

هغه وویل، پاکستان د وسله والو د شتون پر ضد لازم ګامونه اخیستي او پوځ به په راتلونکي کې هم د هر ډول برید یا دښمنۍ پر وړاندې ټينګ دریږي.

په دې ناسته کې احمد شریف د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ډيورنډ فرضي کرښه د وروستیو نښتو، امنیتي وضعیت او د ټولنیزو رسنیو رول باندې هم خبرې وکړې.

چودري زیاته کړه، د هېواد ځوان نسل د ملت د روښانه راتلونکي ضامن دی او د پاکستان د پرمختګ او هوساینې لپاره مهم رول لري.

طالبان وايي په درېیو ولایتونو کې یې نږدې ۴۰ ټنه قاچاقي توکي نیولي دي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې د کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۳۷،۵۲۶ ټنه قاچاقي توکي نیولي دي. دغه وزارت زیاتوي، قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته داخل کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په نیول شویو توکو کې انساني او حیواني درمل، چاکلېټ، ګوړه، د دېګ مساله، پاکټي کوچ، خرما، رخت باب، تمباکو، د چلم مېوه او نور توکي شامل وو.

د طالبانو د مالیې وزارت زیاته کړې، چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر ګسان هم نیولي او عدليي ارګانونو ته یې ورپیژندلي دي.

همدا راز سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان او ایران څخه درمل او نور توکي د طالبانو له خوا د لوړو مالیو له امله پر قاچاقي لارو افغانستان ته داخلیږي.

طالبان وایي په لوګر کې د دشت ابچکان ۵۴۷۰ جریبه ځمکه د دولت ملکیت وپېژندل شوه

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، د لوګر ولایت په مرکز کې د "دشت ابچکان" په نوم ۵۴۷۰ جریبه ځمکه د محکمې له پرېکړې وروسته د دولت ملکیت ګرځول شوې ده.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې د لوګر ولایت په مرکز «دشت ابچکان» سیمه وڅېړله او پرېکړه یې وکړه چې شاوخوا ۵۴۷۰ جریبه ځمکه د دولت ملکیت دی.

د خبرپاڼې له مخې، دا سیمه د پل علم ښار په سوېل کې د پادخواب شانه کلي ته نږدې او د کابل ــ پکتیا پر عمومي سړک ده.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له پخوا دا دوسیه څېړلې وه او د قانون له مخې یې محکمې ته سپارلې وه.

د عدلیې وزارت زیاتوي، د دولت د ملکیتونو د تثبیت او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لړۍ د ټول هېواد په کچه روانه ده او اړوند کمېسیونونه او محکمې به د قانون له مخې پرېکړې کوي.

تر اوربند وروسته؛ تر لس ورځني ځنډ وروسته پاکستان د افغانستان ټرانزیټي سوداګري بیا پیل کړه

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر مهال اسلام‌اباد د افغانستان ټرانزیټي سوداګري هم بنده کړې وه؛ خو نن یې تر لس ورځني ځنډ وروسته بېرته پیل کړه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ټرانزیټي بار وړونکو موټرو د ترخیص بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان ګمرک د ټرانزیټي سوداګرۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د بار وړونکو موټرو ګڼه ګوڼه خورا ډېره شوې او په درېیو بېلابېلو پړاونو کې به اوس دغه ټرانزیټ ته اجازه ورکول کېږي. ویل شوي، د ګنې ګوڼې تر ختمېدو وروسته به د ګمرکونو چارې هم له بېړني حالت څخه عادي حالت ته راوګرځي.

لومړي پړاو کې هغه موټرو ته اجازه ورکول کېږي، چې بندرونو ته نږدې وي او د دغو موټرونو وزن به هم بیا کتل کېږي. اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د دغو ټرانزیټي توکو بشپړه کتنه هم ترسره کېږي. د دغو موټرو لومړی پړاو له چمن څخه پیلېږي.

د ټرانزیتي سوداګرۍ بیا پیل د هغو سوداګرو، چلوونکو او بار وړونکو شرکتونو لپاره ښه زېری دی، چې د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو په موده کې له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دې نوي پړاو کې امنیتي او کنټرولي تدابیر یې سخت کړي؛ څو د قاچاق او ناقانونه سوداګرۍ مخه ونیسي.

هم‌مهاله ویل کېږي، چې د چمن دروازه هم د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې؛ خو د تورخم دروازه لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې د طالبانو او پاکستاني‌ عسکرو ترمنځ د نښتو له کبله ۱۲ورځې وړاندې تړل شوې دي؛ خو تازه یوازې د چمن دروازې د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړل شوی دی.