طالبان وایي په لوګر کې د دشت ابچکان ۵۴۷۰ جریبه ځمکه د دولت ملکیت وپېژندل شوه

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، د لوګر ولایت په مرکز کې د "دشت ابچکان" په نوم ۵۴۷۰ جریبه ځمکه د محکمې له پرېکړې وروسته د دولت ملکیت ګرځول شوې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، د لوګر ولایت په مرکز کې د "دشت ابچکان" په نوم ۵۴۷۰ جریبه ځمکه د محکمې له پرېکړې وروسته د دولت ملکیت ګرځول شوې ده.
د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې د لوګر ولایت په مرکز «دشت ابچکان» سیمه وڅېړله او پرېکړه یې وکړه چې شاوخوا ۵۴۷۰ جریبه ځمکه د دولت ملکیت دی.
د خبرپاڼې له مخې، دا سیمه د پل علم ښار په سوېل کې د پادخواب شانه کلي ته نږدې او د کابل ــ پکتیا پر عمومي سړک ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له پخوا دا دوسیه څېړلې وه او د قانون له مخې یې محکمې ته سپارلې وه.
د عدلیې وزارت زیاتوي، د دولت د ملکیتونو د تثبیت او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لړۍ د ټول هېواد په کچه روانه ده او اړوند کمېسیونونه او محکمې به د قانون له مخې پرېکړې کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر مهال اسلاماباد د افغانستان ټرانزیټي سوداګري هم بنده کړې وه؛ خو نن یې تر لس ورځني ځنډ وروسته بېرته پیل کړه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ټرانزیټي بار وړونکو موټرو د ترخیص بهیر پیل شوی دی.
د پاکستان ګمرک د ټرانزیټي سوداګرۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د بار وړونکو موټرو ګڼه ګوڼه خورا ډېره شوې او په درېیو بېلابېلو پړاونو کې به اوس دغه ټرانزیټ ته اجازه ورکول کېږي. ویل شوي، د ګنې ګوڼې تر ختمېدو وروسته به د ګمرکونو چارې هم له بېړني حالت څخه عادي حالت ته راوګرځي.
لومړي پړاو کې هغه موټرو ته اجازه ورکول کېږي، چې بندرونو ته نږدې وي او د دغو موټرونو وزن به هم بیا کتل کېږي. اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د دغو ټرانزیټي توکو بشپړه کتنه هم ترسره کېږي. د دغو موټرو لومړی پړاو له چمن څخه پیلېږي.
د ټرانزیتي سوداګرۍ بیا پیل د هغو سوداګرو، چلوونکو او بار وړونکو شرکتونو لپاره ښه زېری دی، چې د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو په موده کې له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دې نوي پړاو کې امنیتي او کنټرولي تدابیر یې سخت کړي؛ څو د قاچاق او ناقانونه سوداګرۍ مخه ونیسي.
هممهاله ویل کېږي، چې د چمن دروازه هم د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې؛ خو د تورخم دروازه لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د نښتو له کبله ۱۲ورځې وړاندې تړل شوې دي؛ خو تازه یوازې د چمن دروازې د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د اکټوبر په ۱۱مه نېټه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې بندې شوې او نن ۱۲مه ورځ ده، چې د مساپرو په ګډون پرې د هر ډول بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند دی. دغه بندښت د دواړه غاړو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې لاهم په تورخم کې دواړه غاړو ته د لارې د خلاصون لپاره هلې ځلې نه لیدل کېږي. درې ورځې وړاندې طالبانو او پاکستان په تورخم کې خپل ګمرکي مامورین د چارو ترسراوي لپاره ور غوښتي وو او اټکل کېده، چې ښايي دغه لاره ژر د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شي؛ خو لا تراوسه همداسې بنده پاتې ده.
په ننګرهار کې یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د دغې لارې د بندښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي او درانه مالي زیانونه یې لیدلي دي. دی وایي، د تازه مېوو او سبزیجاتو بار لارۍ یې تورخم کې څو ورځې دمخه نوبت ته ولاړې وې، څو پاکستان ته یې ولېږدوي؛ خو جګړې یې مخه ونیوله.
د هغه په خبره: «جنګ چې شروع شو، موږ خپلې لارۍ بېرته راواپس کړې. دوه شپې مو انتظار وکړو؛ خو پته یې ونه لګېده او بیا مې جلالاباد کې په ارزانه بیه خرڅې کړې او سخت تاوان مې پهکې وکړو».
هممهاله د کندهار په سپین بولدک کې هم سوداګر له ورته ستونزو سره مخ دي او هلته هم د چمن دروازه تړلې ده؛ خو یوازې کله کله له پاکستان نه اېستل کېدونکو کډوالو ته پرې افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي. هلته هم د کرښې دواړه غاړو کې زرګونه بار وړونکي موټرونه په کتارونو کې ولاړ دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
په تورخم کې د بار وړونکو موټرو تر څنګ له پاکستان نه اېستل کېدونکي افغانان هم له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره انتظار کوي. یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې له تېرو ۱۲ورځو راهیسې له بېلابېلا ایالتونو پولیسو نیولي او تورخم ته لېږدول شوي؛ خو اوس یې د اوښتو بهیر له سخت ځنډ سره مخ دی.
دغه کډوال شکایتونه کوي، چې که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نو د دوی اقتصادي ستونزې به ډېرې شي او ان د خوړو له نشتوالي سره به هم مخ شي. له دې سره، سره په پاکستان او افغانستان کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي. په پاکستان کې د سبزیجاتو او تازه مېوو بیو څخه خلک پوزې ته راغلي.
د معلوماتو له مخې؛ نن ورځ په پښتونخوا او اسلاماباد کې د یو کیلو رومیانو بیه ۷سوه کلدارو ته پورته شوې، په داسې حال کې چې ۱۳ورځې وړاندې تر جګړې دمخه دغه بیه یوازې ۱۵۰ کلدارې وه. هممهاله د انګورو او انارو بیې هم لوړې شوې او لامل یې دا دی، چې له افغانستان نه د سبزیجاتو او تازه مېوو د ورتګ لړۍ د دروازو په تړل کېدو سره بنده شوې ده.
په وار، وار افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچونو له کبله سوداګري هم قرباني کېږي او حکومتونه باید دغه ډول چلند ونهکړي. تر دې دمخه هم د سیاسي کړکېچونو او د ډیورنډ پر کرښه د لارو بندیز له کبله د دواړو غاړو سوداګرۍ ته درانه مالي زیانونه اوښتي.
د افغانستان او پاکستان ورځنۍ سوداګري لسګونه مېلیونه او کلنۍ سوداګري مېلیاردونه ډالرو ته رسېږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان له مرستیال ولسمشر بایمرداد انامامدف سره د ترکمنستان د تېلو او ګازو د نړۍوال نندارتون په څنډه کې کتلي دي. په یاده لیدنه کې دواړه خواوو پر سیمهییزې اقتصادي همکارۍ، د انرژۍ سکټور پراختیا او د ټاپي پروژې پر اهمیت خبرې کړې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه لوریو د ټاپي پروژې د دویم پړاو پرانیستل د سیمهییزې اقتصادي ودې، د صنعت د پرمختګ او د سوداګرۍ د پراختیا په لور مهم ګام وباله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نورالدین عزیزي او بایمرداد انامامدف د ټاپي پروژې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی. ښاغلي عزیزي ویلي، چې د ټاپي پروژې بشپړېدل به نه یوازې په افغانستان کې کاري فرصتونه او اقتصادي تحرک رامنځته کړي؛ بلکې د دغه هېواد د سیمهییز ترانزیټي دهلېز رول به لا پیاوړی کړي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت همداراز د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا ودې لپاره باید په ګډه د شته خنډونو د لهمنځه وړلو لپاره هلې ځلې وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره په کتنه کې ویلي، دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ خو پاکستان د دوی حوصله ازمايي.
نوموړي ویلي:« له بده مرغه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې زموږ حوصله ازمايي؛ تر دې چې موږ ځوابي عکس العمل ته اړ اېستل شو، زموږ ثابت دریځ دا دی چې ستونزې په خبرو او تفاهم حل کړو.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي نعیم او د چین د ځانګړي استازي ترمنځ د پاکستان سربېره په سیمهییزو همکاریو او د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
په خبرپاڼه کې یو ځل بیا پر دې ټنیګار شوی، چې طالبان د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادنو سره په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې غواړي او هیڅکله به چاته د دې اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ ویلي، چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې د سیمهییز ثبات پر لور مثبت ګام دی.
د چین ځانګړي استازي دغه راز زیاته کړې، چې چین د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د کابل او بیجېنګ ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا هم ټنیګار شوی دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېرو څلورو کلونو په لړ کې په لومړي ځل طالبان او پاکستاني ځواکونه په دې وروستیو کې په سپین بولدک او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په مخامخ جګړه کې ښکېل شول چې له کبله یې ګڼو ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
د دواړو خواوو ترمنځ نښتې د قطر او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب ودرول شوې او د نامعلومې مودې لپاره پر اوربند هوکړه وشوه. تازه په کابل کې د برېټانیا ځانګړي استازي هم ټینګار کړی، چې طالبان او اسلاماباد باید دواړه د اوربند د دوام لپاره هلې ځلې وکړي.
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د رسنیو او عامو وګړو د بیان ازادي په بشپړه توګه لهمنځه وړې ده. دغه بنسټ وایي، د دې ډلې په واک ته رسېدو سره خبریالان له سانسور، شکنجو، زنداني کېدو او بدو حالاتو سره مخ شوي.
په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي، چې د طالبانو استخباراتو ریاست ترڅنګ د امربالمعروف وزارت له رسنیو جدي څارنه کوي او پر طالبانو هر ډول کوچنۍ نیوکه د خبریالانو د نیول کېدو او شکنجې لامل کېدای شي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو څېړونکې فرشته عباسي وایي: «طالبان افغان خبریالان اړ باسي، چې یوازې وار دمخه د دوی له لوري تایید شوي او ورته له خطره خالي راپورونه خپاره کړي. هر څوک چې له سرو کرښو واوړي، د خپلسرو نیونو او شکنجو سره مخ کېږي.»
هغې زیاته کړه، چې ټول خبریالان زیانمن شوي؛ خو ښځې تر ټولو ډېرې قرباني شوې دي.
شکنجه او محاکمه
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتي ادارې خبریالان د جاسوسۍ، له مخالفو ډلو او نړۍوالو یا جلاوطنه رسنیو سره د اړیکو تر څنګ د داعش خراسان یا د طالبانو د مشرانو د داخلي اختلافاتو په اړه د راپورونو د خپرولو په تړاو نیسي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي د رسنیو دفترونه او د خبریالانو کورونه تالاشي کوي، موبایلونه او کمپیوټرونه یې ضبطوي او د اړیکو نوملړونه یې پلټي. یوشمېر خبریالانو ویلي، یوازې په دې تور هم نیول شوي چې له رسنیو سره یې خبرې کړې وې.
د راپور له مخې؛ طالبان د نیول شویو خبریالانو په شکنجه کې له فزیکي تاوتریخوالي کار اخلي. ځینو خبریالانو څرګنده کړې، دومره وهل شوي چې د هغوی د غاښونو او د مخ هډوکي مات شوي دي. همدارنګه د نیول شویو خبریالانو ازادي کله ناکله په دې پورې مشروطه شوې، چې نور د خبریالۍ دندې ته دوام ورنهکړي. یو خبریال وویل: «هغه کسان چې خوشې شوي، لاهم له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي».
راپور وایي، چې د طالبانو پر ضد د انتقادي راپور خپرول د جاسوسۍ په تورونو تمامېږي او په ځینو مواردو کې خبریالان د اجباري ورکېدو قرباني شوي او کورنیو یې په میاشتو، میاشتو ورسره اړیکې نه دي شوې.
پر ځان جبري سانسور
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا؛ افغانستان کې ډېری خبریالانو پرېکړه کړې، چې یوازې رسمي پروګرامونه، ډیپلوماټیکې لیدنې، خبري کنفرانسونه او دولتي پروژې تر پوښښ لاندې راولي. راپور کې د کابل دننه د یو فعال خبریال په حواله لیکل شوي: «زه یوازې د دې لپاره چې د طالبانو امر مې نهدی منلی، دوه ځلې نیول شوی یم».
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت څو ځلې د رسنیو دفترونه تالاشي کړي او خبریالان یې د ویډیوګانو له ثبت او د خلکو له انځورونو اخیستلو نه منعه کړي دي. د دغه وزارت محتسبان باور لري، چې د انسان یا ساه کښو څېزونو انځورونه په اسلام کې «حرام» دي.
د یو هرات مېشتي خبریال په حواله زیاته شوې: «له یو لړ کلتوري مراسمو وروسته موږ ته یوازې دغه اجازه راکړل شوه، چې د تش تالار عکسونه خپاره کړو او راته وویل شو چې هېڅ څېره نهشو ښودلای.»
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې طالبانو خبریالان اړ کړي؛ څو د «طالبانو پر ځای د اسلامي امارت» نوم دغې ډلې ته وکاروي.
د چلند بېلابېل ډولونه
دغه بنسټ ویلي، چې د طالبانو د محدودیتونو شدت په ټولو ولایتونو کې یو شان نهدی او هر ځای د سیمهییزو چارواکو تګلارې سره توپیر لري. راپور زیاتوي، چې په کندهار کې څارنه ډېره سخته ده؛ خو په مرکزي او شمالي ولایتونو کې د فشار کچه هم توپیر لري.
یو خبریال وایي، چې «پنجشېر ته تلای شي؛ خو څارل کېږې او که مخکې له مخکې همغږي ونهکړې، د راپور اجازه نهلري.» راپور کې مخکې لیکل شوي، چې د ډیورنډ کرښې او ایران سره د پولې په تړاو هر ډول راپور چمتو کېدو لپاره خبریالان اړ دي؛ څو له طالبان ځانګړې اجازه واخلي.
سربېره پر دې، راپور څرګندوي، چې د قومي لږکیو، په ځانګړي ډول د هزاره خبریالانو سره چلند لا سخت دی. یو هزاره خبریال ویلي: «کله چې نیول شوی وم، د طالبانو د استخباراتو افسر راته وویل، یو هزاره زوی څنګه جرات کوي، چې زموږ پر ضد خبرې وکړي؟ موږ له امریکایانو جګړه وګټله، ته څوک یې؟ موږ هر وخت کولای شو تا له منځه یوسو.» راپور زیاتوي، چې د طالبانو استخبارات په هزاره مېشتو سیمو کې تر نورو ځایونو ډېر فعال دي.
همدارنګه، طالبانو د شیعهګانو مذهبي پروګرامونه هم منعه کړي دي. یو خبریال چې د یو شیعه عالم په اړه یې راپور جوړاوه، وایي: «کله مې چې د طالبانو له چارواکو د نظر غوښتنه وکړه، له ګواښه ډک پیغامونه مې ترلاسه کړل چې که راپور خپور کړم، نو په ډبولو ډبولو به مې ووژني.»
د جلاوطنه خبریالانو وضعیت
یاد سازمان ویلي، چې لسګونه افغان خبریالان په پاکستان او ترکیه کې له جدي ګواښ سره مخ دي. په پاکستان کې ډېری خبریالان له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنېدو وېره ورسره ده.
په ترکیه کې هم جلاوطنه خبریالان د کار اجازه نهلري او هلته ورته د دایمي استوګنې هېڅ ډول اسناد نهدي ورکړل شوي، چې ژوند یې له سختو کږلېچونو سره مخ دی. د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې له یادو هېوادونو څخه د افغان خبریالانو ډیپورټ جدي مساله ده او ښايي د شکنجو تر څنګ افغانستان کې ووژل شي.
نړۍوالې ټولنې ته خبرداری
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که نړۍواله ټولنه ژر اقدام ونهکړي؛ نو افغانستان به په یو بېغږه هېواد بدل شي.
دغه بنسټ له سیمې او د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، د جبري اېستل کېدو لړۍ دې بنده کړي او له طالبانو وغواړي چې د خبریالانو نیونې، شکنجې، د ښځو محدودیتونه او د رسنیو سانسور پای ته ورسوي.
د راپور له مخې؛ د دې څېړنې لپاره ۱۸مرکې د افغانستان دننه خبریالانو او همدا راز ۱۳مرکې په ترکیه کې له افغان خبریالانو او د کډوالو له بنسټونو سره په مخامخ ډول شوي دي.